Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1اے د لرې مُلکونو خلقو، خاموشۍ سره ما ته غوږ ونيسئ. تيار شئ چې په عدالت کښې خپله مقدمه پېش کړئ، تاسو ته به د خبرو کولو موقع مِلاو شى. راځئ چې په يو ځائ دا فېصله وکړُو چې څوک په حقه دى.
2هغه څوک وو چا چې فتح کوونکے د نمرخاتۀ نه راوستلو، او چې چرته هم تلو نو هغۀ له به يې فتح ورکوله؟ هغۀ له به په قومونو او بادشاهانو چا فتح ورکوله؟ د هغۀ تُورې به هغوئ داسې وهل لکه چې خاوره وى. د هغۀ غشو به هغوئ د بوسو په شان خوارۀ وارۀ کړل.
3هغه ورپسې دے او ښۀ په خېر سره روان دے، دومره تېز دے چې پښې يې په زمکه پوره نۀ لګيږى.
4هغه څوک دے چې داسې يې وکړل؟ څوک دے چې د شروع پيړۍ په پيړۍ آوازونه کوى؟ زۀ، مالِک خُدائ د ابتدا نه موجود يم، او په انتها کښې به هم موجود يم.
5د لرې مُلکونو خلقو دا ليدلى دى او يرېدلې دى، د دُنيا لرې علاقې لړزيږى. او هغوئ يو بل ته راجخت شى او رانزدې شى.
6هغوئ د يو بل مدد کوى او يو بل ته وائى چې، ”حوصله وکړئ.“
7ترکاڼ د زرګر حوصله افزائى کوى، او څوک چې بُت په ټکولو باندې هواروى د هغه سړى حوصله افزائى کوى څوک چې دا په مېخونو يو ځائ کوى او وائى، ”اوس ټيک دے.“ او بيا دا بُت هغوئ په مېخونو باندې مضبوطوى چې ونۀ غورزيږى.
8خو اے زما خِدمتګاره، بنى اِسرائيله، زما د دوست اِبراهيم اولاده. تاسو هغه خلق يئ چې ما غوره کړى يئ،
9تاسو ما د دُنيا د سرونو نه راوستلئ، ما تاسو د دې لرې ګوټونو نه راوغوښتلئ او ما تاسو ته وفرمائيل، ”تاسو زما خِدمت کوونکى يئ. ما تاسو غوره کړئ او رد مې نۀ کړئ.“
10يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.
11څوک چې تاسو ته غصه وى نو د شکست د شرم سره به مخ شى. څوک چې درسره جنګ کوى نو هغوئ به نيست و نابود شى.
12تاسو به هغه ظالمان دشمنان لټوئ، خو پېدا به يې نۀ کړئ ځکه چې هغوئ به د زمکې د مخ نه ورک شى.
13زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ تاسو تکړه کوم او درته وايم چې، ”مۀ يرېږئ، زۀ به ستاسو مدد کوم.“
14مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو واړۀ او کمزورى يئ، خو يرېږئ مه، زۀ به ستاسو مدد کوم. زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم، زۀ هغه هستى يم څوک چې تاسو بچ کوى.
15ګورئ، زۀ به تاسو د درمند د تختې په شان جوړ کړم، چې غاښونه يې تېرۀ وى. تاسو به غرونه ذرې ذرې کوئ او تباه کوئ به يې، د غرونو غونډۍ به لکه د بوسو په شان شى.
16تاسو به دا هوا ته وُلئ، باد به دا اخوا وړى، او طوفان به يې خوارۀ وارۀ کوى. نو بيا به تاسو خوشحاله يئ ځکه چې زۀ ستاسو مالِک خُدائ يم، تاسو به زما ثناء صِفت کوئ، ځکه چې زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم.
17کله چې غريبانان او ضرورتمند اوبۀ لټوى، خو مومى يې نه، او د هغوئ مرۍ د تندې نه اوچې شى، نو بيا به زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ سوال قبول کړم، زۀ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک به هغوئ هيڅکله پرې نۀ ږدم.
18زۀ به د خُشکو غرونو په مينځ کښې سيندونه روان کړم او په واديانو کښې به د اوبو چينې روانې کړم. زۀ به صحرا د اوبو په تالابونو بدله کړم او اوچه زمکه به په بهېدونکو چينو بدله کړم.
19زۀ به په صحرا کښې د دِيار ونې راشنې کړم، او د کيکر، د سر درو ونې او د زيتُونو ونې به راشنې کړم. په خُشک مُلک کښې به ځنګل راوټوکيږى، د نخترو، د صُندل د ونو او د سبر ونو ځنګل به راوټوکيږى.
20زۀ به دا د دې دپاره کوم چې خلق دا وګورى او پوهه شى، چې هغوئ پرې غور وکړى او پته ورته ولګى چې د مالِک خُدائ قوت دا کړى دى. او د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دا پېدا کړى دى.“
21مالِک خُدائ فرمائى، ”تاسو د خپلو معبودانو په حق کښې معامله وړاندې کړئ.“ د اِسرائيل بادشاه فرمائى، ”خپل ښۀ دليلونه پېش کړئ.
22راشئ او پېشګوئې ورکړئ چې څۀ به کيږى، نو چې پته راته ولګى کله به داسې وشى. عدالت ته د تېرې زمانې واقعاتو وضاحت وکړئ، او مونږ ته ووايئ چې د دې څۀ مطلب دے.
23مونږ ته ووايئ چې په راتلونکى وخت کښې به څۀ کيږى، نو بيا به مونږ ته پته ولګى چې تاسو خدايان يئ. څۀ نه څۀ خو وکړئ کنه کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد، چې مونږ ګبراؤ شُو او ويريږو.
24خو تاسو هيڅ هم نۀ يئ او ستاسو کار هم فضول دے، څوک چې تاسو غوره کړى هغوئ د نفرت قابل دى.
25ما يو سړے د شمال طرف نه راپارولے دے نو هغه راروان دے، هغه زما د نوم درناوے کوى او هغه د نمرخاتۀ طرف نه راروان دے. هغه به په حکمرانانو داسې ګرځى لکه چې په خټو ګرځى داسې لکه چې کُلال په خټه پښې ږدى.
26د شروع نه چا دا اعلان وکړو نو چې مونږ ته به پته وے؟ د اول نه چا د دې پېشګوئې وکړه چې مونږ ووايو چې هغه صحيح دے؟ هيچا هم د دې اعلان او پېشګوئې نۀ ده کړې. هيچا هم ستا يوه خبره هم نۀ ده اورېدلې.
27اول ما صيون ته د دې اعلان وکړو، او ما يروشلم ته د خوشخبرۍ پېغام وړُونکى ولېږل.
28خو ما په معبودانو کښې داسې يو هم ونۀ ليدلو چې ما له مشوره راکړى، او په دوئ کښې يو هم نشته چې زما د سوال جواب راکړى.
29ګورئ، دا ټول معبودان بېکاره دى، هغوئ هيڅ هم نۀ شى کولے، دا بُتان هسې تش کدوان دى.“