Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1اے بنى اِسرائيلو، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو پېدا کړى يئ هغه فرمائى چې، ”يرېږئ مه، ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ. ما تاسو ته په نوم آواز کړے دے، تاسو زما يئ.
2کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.
3زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ د بنى اِسرائيلو هغه مقدس ذات يم، چې ستاسو خلاصونکے يم. ستاسو د آزادولو دپاره زۀ مِصر ورکوم، ستا په ځائ زۀ ايتهوپيا او سِيبا ورکوم.
4زما په نظر کښې تاسو قيمتى او عزتمند يئ، او تاسو په ما ګران يئ. نو په دې وجه به زۀ ستاسو په ځائ خلق ورکړم او ستاسو د ژوند په بدله کښې به زۀ قومونه ورکړم.
5يرېږئ مه، زۀ ستاسو مل يم. زۀ به تاسو او ستاسو خلق د نمرخاتۀ طرف نه او د نمرپرېواتۀ طرف نه راغونډ کړم.
6زۀ به شمال ته ووايم چې هغوئ پرېږده چې لاړ شى او جنوب ته به ووايم چې هغوئ مۀ ايساروه. زما زامن د لرې مُلکونو نه واپس راوله، زما لوڼه د زمکې د هر سر نه واپس راوله.
7هغه څوک چې زما خپل خلق دى، کوم چې ما د دې دپاره پېدا کړى دى چې زما د جلال سبب جوړ شى.“
8هغه خلق راولئ د چا چې سترګې شته، خو هغوئ ړاندۀ دى، د چا چې غوږونه شته، خو هغوئ کاڼۀ دى.
9قومونه دې راغونډ شى. د هغوئ د معبودانو نه کوم يو د راتلونکى وخت پېشګوئې ورکولے شى؟ چې څۀ اوس کيږى نو کوم يو د دې په حقله مخکښې وئيلى وُو؟ هغه معبودان دې د دې ګواهان راولى چې دا ثابت شى چې هغوئ په حقه دى، او چې ګواهى ورکړى چې د هغوئ خبرې رښتيا دى.
10مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما ګواهان يئ، زما خِدمت کوونکى يئ او ما غوره کړى يئ چې تاسو ما وپېژنئ او په ما به ايمان ولرئ او پته درته ولګى چې صرف زۀ خُدائ پاک يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نۀ د دې نه مخکښې وو او نۀ به د دې نه وروستو وى.
11زۀ، صرف زۀ مالِک خُدائ يم، او زما نه بغېر بل څوک خلاصونکے نشته.
12هم ما ستاسو د خلاصون اعلان وکړو او تاسو ته مې خلاصون درکړو، او دُنيا ته مې ښکاره کړو. او ستاسو په مينځ کښې بل يو غېر معبود هم داسې څۀ نۀ دى کړى، څۀ چې ما کړى دى.“ مالِک خُدائ فرمائى، ”تاسو زما ګواهان يئ چې زۀ خُدائ پاک يم.
13زۀ خُدائ پاک يم او د همېشه دپاره به يم. زما د طاقت نه ه��څ څوک هم نۀ شى بچ کېدلے، زۀ چې کوم کار کوم نو هغه څوک ايسارولے شى؟“
14د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو بچ کړئ هغه فرمائى، ”ستاسو د بچ کولو دپاره، زۀ به د څپرکیل خِلاف يو لښکر درولېږم، زۀ به د ښار دروازې راوغورزوم، او د دې د خلقو د خوشحالۍ چغې به په ژړا بدلې شى.
15زۀ مالِک خُدائ، ستاسو مقدس خُدائ پاک يم. زۀ د بنى اِسرائيلو خالق ستاسو بادشاه يم.“
16مالِک خُدائ فرمائى، ”ما په سمندر کښې يوه لار جوړه کړه، او د زورَورو اوبو په مينځ کښې مې يوه لار جوړه کړه.“
17هغۀ يو طاقتور لښکر د تباهۍ طرف ته بوتلو، يو داسې لښکر چې جنګى ګاډۍ او آسونه يې لرل. هغوئ پرېوتل او بيا را پا نۀ څېدل، او د ډيوې د لمبې په شان ختم شول.
18”د تېر شوى وخت په واقعاتو پورې مۀ انښلئ او چې څۀ وړاندې شوى وى نو د هغې خيال د زړۀ نۀ وباسئ.
19زۀ چې کوم نوى کارونه کوم نو هغې ته ګورئ. هغه اوس شروع کېدو والا دى، تاسو يې نۀ وينئ څۀ؟ زۀ به په بيابان کښې يوه لار جوړه کړم او هلته به د اوبو نِهرونه جوړ کړم.
20ځنګلى ځناور، ګيدړان او شترمرغ به زما درناوے کوى، ځکه چې زۀ به په بيابان کښې اوبۀ ورکوم او په صحرا کښې به سيندونه روان کړم د دې دپاره چې خپلو خلقو له اوبۀ ورکړم.
21دا هغه خلق دى څوک چې ما د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى، چې هغوئ زما ثناء صِفت وکړى.“
22مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، ستاسو زړۀ زما نه موړ شوے دے، او تاسو زما عبادت ونۀ کړو.
23تاسو ما له د ګډو خپلې سوزېدونکې نذرانې رانۀ وړلې، تاسو د قربانو سره زما درناوے ونۀ کړو. په تاسو مې بوج وانۀ چولو چې نذرانې مې درنه غوښتے وے او تنګ مې نۀ کړئ چې خوشبودارې مصالحې مې درنه غوښتے وے.
24تاسو زما دپاره خوشبودارې مصالحې وانۀ خستلې او نۀ مو د خپلو ځناورو د وازګې سره خوشحاله کړم. خو تاسو په ما باندې ستاسو د ګناهونو بوج کېښودو، تاسو چې کوم بد عمل کړے دے د هغې په وجه مو تنګ کړے يم.
25آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.
26راځئ چې عدالت ته لاړ شُو، خپل اِعتراض بيان کړئ. خپله خبره پېش کړئ چې ثابته شى چې تاسو په حقه يئ.
27ستاسو پلار نيکۀ ګناه وکړه، او ستاسو مشرانو زما خِلاف بغاوت وکړو،
28نو په دې وجه به زۀ د مقدس ځائ مشران رسوا کړم او زۀ به بنى اِسرائيليان مکمل تباهۍ او شرم دپاره مخصوص کړم.“