Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، زما خِدمت کوونکو، اے د يعقوب اولاده، اے زما غوره کړے شوو خلقو اوس ماته غوږ ونيسئ.
2زۀ هغه مالِک خُدائ يم چا چې تاسو پېدا کړى يئ، د کوم وخت نه چې تاسو پېدا شوى يئ نو زۀ ستاسو مدد کوم. اے يعقوبه زما خادِمه، يرېږه مه، اے بنى اِسرائيله، تۀ ما غوره کړے يې، يرېږه مه.
3زۀ به تږى مُلک له اوبۀ ورکړم او په اوچه زمکه به نِهرونه روان کړم. زۀ به ستاسو په بچو خپل روح نازل کړم او ستاسو په اولاد به خپل برکتونه نازل کړم.
4هغوئ به د داسې واښو په شان ترقى کوى چې سيرابه وى، د هغه خاروَلو ونو په شان چې د اوبو د روانو نِهرونو په غاړه شوې وى.
5خلق به وار په وار وائى چې، زۀ د مالِک خُدائ يم. هغوئ به راشى چې د بنى اِسرائيلو سره ملګرى شى. په هغوئ کښې به ځينې په خپل لاس د مالِک خُدائ نوم وليکى او خپل ځان به د خُدائ پاک د خلقو نه يو کس ګڼى.“
6مالِک خُدائ، څوک چې په بنى اِسرائيلو حکومت کوى او د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوى، هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ اولين او زۀ آخرين يم، زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.
7زما په شان څوک دى؟ هغه دې آواز وکړى او خپل دليلونه دې پېش کړى. هغوئ دې په ترتيب سره ووائى څۀ چې د پخوا نه شوى دى چې کله ما خپل قوم قائم کړو. هغوئ دې د راتلونکى وخت د خبرو اعلان وکړى چې څۀ به کيږى.
8مۀ يرېږئ، چې ونۀ يرېږئ. ولې ما تاسو ته ډېر مخکښې نۀ وُو وئيلى چې څۀ به کيږى؟ تاسو زما ګواهان يئ. بل خُدائ پاک شته څۀ؟ بل د پناه ځائ نشته چې زۀ ترې نه خبر يم.“
9هر څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ هيڅ هم نۀ دى او چې کومو څيزونو ته هغوئ ډېر زيات خوشحاليږى هغه بېفائدې دى. د بُت پرستانو نۀ خو سترګې شته او نۀ پکښې عقل شته خو آخر به هم د شرم سره مخ شى.
10هغه څوک دے چې ځان له يوه مجسمه يا بُت جوړوى او د هغې به ورته هيڅ فائده نۀ وى؟
11ګورئ، هغوئ او د هغوئ ټول ملګرى به وشرميږى. کوم خلق چې بُتان جوړوى هغوئ صرف انسانان دى. هغوئ دې راشى او په عدالت کښې دې پېش شى، هغوئ به ويريږى او د شرم سره به مخ شى.
12لوهار د اوسپنې يوه تکړه واخلى او د سکروټو په ذريعه په دې باندې کار کوى. هغه د مټو زور سره څټک وهى او د دې نه يو بُت جوړ کړى. هغه اوږے شى او د لوږې نه يې طاقت جواب ورکړى او د تندې نه يې رنګ زېړ شى.
13ترکاڼ د لرګى ناپ واخلى. هغه په دې باندې کرښې وهى، دا لرګے د خپل آوزار سره وتراشى او د يو بنى آدم شکل ترې نه جوړ کړى، چې د يو انسان په شان ښائسته صورت لرى، د دې دپاره چې په يو بُتخانه کښې يې ولګوى.
14کاريګر د دِيار ونې ووهى چې د هغې نه کار واخلى، يا د ځنګل د څېړۍ ونه يا د دِيار ونه خوښه کړى. يا هغه د نختر ونه وکَرى او د باران سره دا را غټه شى.
15يو کس به د ونې څۀ حِصه د خشاک دپاره استعمال کړى او د څۀ حِصې نه به يې اور بل کړى چې خپل ځان پرې تود کړى او روټۍ ورباندې پخه کړى. او دا هم يو حقيقت دے چې د څۀ حِصې نه به يې يو بُت جوړ کړى او عبادت به يې کوى.
16هغه د څۀ لرګو نه اور بل کړى، هغه ورباندې غوښه سره کړى، وې خورى او موړ شى. هغه ورباندې خپل ځان تود کړى او وائى، ”دا څومره تود او زبردست اور دے.“
17کوم لرګے چې پاتې شى نو د هغې نه يو بُت جوړ کړى او بيا ورته هغه ټيټيږى او عبادت يې کوى. هغه دې ته سوال کوى او ورته وائى، ”تۀ زما خُدائ يې، تۀ ما بچ کړه.“
18داسې خلقو ته هيڅ پته نۀ وى او نۀ په څۀ پوهيږى. د هغوئ په سترګو او زړونو باندې پرده پرته وى، نو په دې وجه نۀ هغوئ څۀ وينى او نۀ په څۀ پوهيږى.
19د بُتانو جوړونکى دومره عقل او پوهه نۀ لرى چې سوچ پرې وکړى چې، ”څۀ لرګى ما وسوزول. د څۀ سره مې روټۍ پخه کړه او د دې په سکارو مې غوښه سره کړه او ومې خوړه. نو د دې پاتې لرګى نه به زۀ بُت جوړوم او دې ته به زۀ سجده کوم؟“
20دا داسې دى لکه چې څوک ايرې خورى. هغه خپلو کم عقلو سوچونو بېلارې کړے دے. هغه به په خپل زړۀ کښې دا خبره هم نۀ اچوى چې، ”زما په لاس کښې چې کوم بُت دے هغه په رښتيا خُدائ نۀ دے.“
21مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، دا خبره ياده ساتئ، تاسو زما خِدمت کوونکى يئ. ما تاسو د دې دپاره پېدا کړئ چې زما خِدمت کوونکى يئ، او زۀ به تاسو هيڅکله نۀ هېروم.
22ما ستاسو ګناهونه د وريځې په شان لرې کړې دى. ما ستاسو ګناهونه داسې لرې کړې دى لکه چې نمر سخت دُهند لرې کوى. ما له راواپس شئ، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى.“
23اے آسمانونو، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ، ځکه چې مالِک خُدائ هر څۀ وکړل. د زمکې ژورو ځايونو، چغې ووهئ. غرونو او د ځنګل هرې ونې، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ. مالِک خُدائ خپل خلق بنى اِسرائيليان بچ کړل او خپله لوئى يې وښودله.
24مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ هغه ذات يم چا چې تاسو پېدا کړى يئ. زۀ مالِک خُدائ يم، ما دا هر څيز پېدا کړے دے. ما په يواځې ځان په زمکه باندې آسمانونه ودرول، او زمکه مې پخپله خوره کړه.
25زۀ د دروغو نبوت کوونکى دروغژن ثابتوم، او د فالګرو نه کم عقلان جوړوم. زۀ د هوښيارانو خلقو خبرې غلطى ثابتوم او د هغوئ حِکمت په کم عقلتوب بدلوم.
26زۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېشګويانې پوره کوم او د خپلو پېغمبرانو منصوبې سر ته رسوم. زۀ د يروشلم په حقله وايم چې خلق به بيا هلته اوسيږى، او د يهوداه ښارونو ته وايم چې دا به بيا جوړ شى. او دا به د کنډرو نه په ښارونو بدل شى.
27هم زۀ ژور سمندر ته حُکم ورکوم چې، اوچ شه، زۀ ستا ژوروالے اوچوم.
28زۀ خورس ته وايم، تۀ زما شپون يې، تۀ به هغه کار کوې چې څۀ درته زۀ وايم يعنې، تۀ به حُکم ورکړې چې يروشلم دې بيا جوړ شى او د خُدائ پاک د کور بنيادونه دې واچولے شى.“