Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1مالِک خُدائ خپل غوره کړے شوے خادِم خورس ته فرمائى، ”ما ستا ښے لاس نيولے دے، نو ځکه چې تۀ هر چرته ځې هلته به قومونه ستا تابع کړم، د بادشاهانو زور به ختم کړم، د ښارونو دروازې به ستا دپاره کولاو کړم او بندوم به يې نه.
2زۀ به په خپله ستا نه وړاندې ځم، او غرونه به درته هوار کړم. زۀ به د زېړو دروازې راوغورزوم او د دې د اوسپنې سيخونه به ټوټې ټوټې کړم.
3زۀ به تا له د تورې تيارې او د پټو ځايونو نه خزانې درکړم، نو بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، او چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يم څوک چې تا ته په نوم آواز کوى.
4زما د خِدمت کوونکو او غوره کړے شوو بنى اِسرائيلو د خاطره، زۀ تا ته په نوم آواز کوم او تا له مې د لوئ عزت لقب درکړے دے، اګر چې تۀ ما نۀ پېژنې.
5زۀ مالِک خُدائ يم، بل يو خُدائ هم نشته. زۀ تا له طاقت درکوم، اګر چې تۀ ما نۀ پېژنې.
6دا زۀ د دې دپاره کوم چې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې هر چا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم او بل يو خُدائ هم نشته.
7زۀ رڼا او تيارۀ دواړه پېدا کوم، سلامتى او بربادى دواړه زۀ راولم. زۀ، مالِک خُدائ دا هر څۀ کوم.
8اے آسمانه باران ووروه او زمکه تازه کړه. اے وريځو، صداقت راوروئ. زمکه دې دا جذب کړى چې خلاصون راوټوکيږى او دې سره صداقت هم راوټوکيږى. ما، مالِک خُدائ دا پېدا کړى دى.“
9په هغۀ باندې افسوس چې د خپل خالق سره جګړه کوى، هغه داسې دے لکه چې د ماتو لوښو يو ټيکرے وى. ولې خټه د کُلال نه تپوس کوى څۀ چې، ”تۀ څۀ جوړوې؟“ ولې ستا کوم جوړ شوے څيز ستا په حقله شکايت کوى څۀ؟ د هغۀ هيڅ اختيار نشته.
10په هغۀ باندې افسوس چې خپل پلار ته وائى چې، ”زۀ دې ولې پېدا کړم؟“ يا خپلې مور ته ووائى چې، ”تا ولې زۀ داسې جوړ کړم؟“
11مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، کوم ذات چې هغوئ پېدا کړى دى، هغه وائى، ”تاسو څنګه زما د بچو په حقله ما نه تپوس کولے شئ؟ څۀ چې ما جوړ کړى دى د هغې په حقله تاسو څنګه ما له حُکم راکولے شئ؟
12زۀ هغه ذات يم چا چې زمکه پېدا کړه، ما بنى آدم پېدا کړل چې هلته اوسيږى. ما د خپل طاقت په ذريعه آسمانونه خوارۀ کړل، او هم ما په آسمان کښې ټول ستورى جوړ کړل.
13ما په خپله خورس راپاڅولے دے چې واک اختيار په لاس کښې واخلى او زما مقصد پوره کړى او کارونه سم کړى. زۀ به هم د هغۀ ټولې لارې سيدها کوم. هغه به زما ښار بيا جوړ کړى، او زما خلق به د قېد نه ��زاد کړى. هغه به دا هر څۀ مفت کوى، نۀ به پېسې اخلى او نۀ تحفې.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.
14مالِک خُدائ فرمائى، ”د مِصر او ايتهوپيا مال دولت به ستاسو وى، او د سبائيانو لوَړ لوَړ سړى به ستاسو غلامان وى، هغوئ به په تاسو پسې په زنځيرونو کښې روان وى. هغوئ به تاسو ته ټيټ شى او اِقرار به وکړى چې، خُدائ پاک ستاسو مل دے، صرف هغه خُدائ پاک دے. د هغۀ نه بغېر بل خُدائ نشته.“
15بېشکه تۀ هغه خُدائ يې څوک چې ځان پټ ساتى، اے د بنى اِسرائيلو خُدائ پاکه، خلاصونکيه.
16څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ به د شرم سره مخ شى، او هغوئ ټول به سپک شى.
17خو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو مُلک بچ کوى، د يو نۀ ختمېدونکى خلاصون سره. او د دې خلق به کله تر آخره پورې هم بېعزته نۀ شى.
18مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم، او بل يو خُدائ هم نشته.“ څوک چې دا وائى هغه خُدائ پاک دے. چا چې آسمانونه پېدا کړى دى، دا هغه ذات دے کوم چې زمکه پېدا کړه او جوړه يې کړه، او زمکه خوشې او شاړه پاتې نۀ شوه بلکې هغۀ دا د اوسېدلو قابله جوړه کړه، چې ژوندے مخلوق په کښې اوسيږى. مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم ما نه غېر بل مالِک نشته.
19ما څۀ په پټ ځائ کښې پټې خبرې نۀ دى کړې. او نۀ مې بنى اِسرائيلو ته دا وئيلى دى چې، ”بېشکه ما لټوئ، خو تاسو به ما مومئ نه.“ زۀ، مالِک خُدائ يم او زۀ رښتيا وايم، او څۀ چې صحيح وى نو زۀ د هغې اعلان کوم.“
20”هغه ټول خلق چې د بادشاه د زوال نه پس ژوندى پاتې يئ، راغونډ شئ، خپل ځانونه زما حضور کښې پېش کړئ. څوک چې ځان سره د لرګى بُتان ګرځوى هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. چې کوم معبودان خلاصون نۀ شى ورکولے نو د هغوئ نه دُعا ولې غواړى؟
21راشئ او خپله مقدمه په عدالت کښې پېش کړئ، بېشکه اول د يو بل سره مشوره وکړئ. ډېر پخوا دا پېشګوئې چا ورکړې وه؟ ولې ما مالِک خُدائ ډېره موده مخکښې دا اعلان نۀ وو کړے؟ ځکه چې بغېر زما نه بل يو خُدائ هم نشته. زۀ خلاصونکے او صادق خُدائ يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.
22اے د ټولې دُنيا خلقو، اوس ما ته راوګرځئ او خلاصون حاصل کړئ. صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.
23زما وعده رښتيا ده، او زما وعده به نۀ بدليږى. ما په خپل ذات باندې قسم خوړلے دے، چې هره يوه ګوډه به ما ته په سجده شى او هره ژبه به اِقرار وکړى.
24او وائى به چې فتح او طاقت صرف د مالِک خُدائ په ذريعه ملاويږى، خو هغه ټول څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغوئ به زما حضور ته راشى او شرم سره به مخ شى.
25خو د اِسرائيل ټول اولاد به د مالِک خُدائ په نظر کښې صادقان شى او په هغۀ به فخر کوى.“