Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1د څپرکیل د معبودانو بيل او نبو سرونه ښکته وُو کله چې دوئ راکوز کړے شول، او اوس هغه په ځناورو باندې بار دى، چې د ستړى شوو ځناورو دپاره بوج دے.
2دا دواړه معبودان ټيټ شول او پړمخې پرېوتل. هغوئ د بوج جوړېدو نه بچ پاتې نۀ شول او اوس په خپله جلاوطن شول.
3”اے د يعقوب اولاده، ما ته غوږ ونيسئ، اے په بنى اِسرائيلو کښې زما باقى پاتې شوو ټولو خلقو. د مور د خېټې نه ما ستاسو پالنه کړې ده، چې کله تاسو پېدا شوى يئ نو د هغې وخت نه زۀ په تاسو پام کوم.
4زۀ ستاسو خُدائ پاک يم او زۀ به ستاسو ساتنه کوم چې تاسو بوډاګان او سپين سَرى هم شئ. نو ما تاسو پېدا کړى يئ او ستاسو خيال به ساتم، زۀ به ستاسو ملاتړ يم او تاسو به بچ کوم.“
5مالِک خُدائ فرمائى، ”تاسو به ما د چا سره برابروئ؟ زما په شان بل څوک شته څۀ؟
6خلق خپلې کڅوړې کولاو کړى او سرۀ زر ترې نه غورزوى، هغوئ په تله سپين زر تلى. هغوئ زرګر له پېسې ورکړى چې يو بُت ورله جوړ کړى، او بيا ورته ټيټيږى او عبادت يې کوى.
7هغوئ دا خپلو اوږو ته اوچت کړى او يو خوا او بل خوا يې وړى راوړى، او بيا په يو ځائ کښې يې کېږدى او هلته ولاړ وى، خو چې چرته وى نو د هغه ځائ نه حرکت نۀ شى کولے. کۀ څوک دې ته په چغو فرياد وکړى، نو دا جواب نۀ ورکوى او نۀ هغه کس د مصيبت نه بچ کولے شى.
8اے ګناهګارانو، دا ياد ساتئ، او چې ما څۀ کړى دى هغه مۀ هېروئ.
9هغه راياد کړئ چې ډېره موده مخکښې شوى وُو، ځکه چې صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما په شان بل هيڅ څوک هم نشته.
10د شروع نه ما د اَنجام پېشګوئې ورکوله، ما ډېر پخوا وئيلى دى چې څۀ کېدونکى دى. ما وئيل چې زما منصوبې به نۀ ناکامه کيږى، او چې زۀ به هغه هر يو کار کوم چې ما يې اراده کړې وه.
11زۀ د نمرخاتۀ طرف نه يو ښکارى مارغۀ راغواړم، د لرې مُلک نه به يو داسې سړے راشى چې زما منصوبه به پوره کوى. څۀ چې ما وئيلى دى زۀ به هغه سر ته رسوم. او چې کومه منصوبه ما جوړه کړې وى هغه به سر ته رسوم.
12اے ضدى خلقو، ما ته غوږ ونيسئ څوک چې د خلاصون نه ډېر لرې يئ.
13ما خپل خلاصون نزدې راوړے دے، هغه لرې نۀ دے. زما خلاصون راتلو کښې به وخت نۀ لګى. زۀ به يروشلم بچ کړم او بنى اِسرائيلو ته به خپل شان او شوکت وښايم.“