Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1اے د يعقوب خاندانه، دا خبره واورئ، تاسو چې د بنى اِسرائيلو په نامه يادېږئ او د يهوداه اولاد يئ، او تاسو چې د مالِک خُدائ په نوم قسم خورئ او د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته آواز کوئ، خو نۀ په کښې اخلاص شته او نۀ سمه طريقه.
2تاسو د مقدس ښار اوسېدونکى يئ او وايئ چې تاسو د بنى اِسرائيلو په خُدائ پاک باور کوئ، د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. هغه فرمائى،
3”ما ډېر پخوا پېشګوئې کړې وه چې څۀ به کيږى، او بيا مې ناڅاپه هم دغه شان وکړل، او زما ټولې پېشګويانې رښتيا شوې.
4ما ته پته وه چې تاسو به څومره ضديان يئ، ستاسو د مرۍ رګونه به د اوسپنې په شان کلک او ستاسو تندى به لکه د مټکور غوز په شان وى.
5نو ما ډېر پخوا ستاسو د راتلونکى وخت پېشګوئې وکړه، د حالاتو بيان مې د وړاندې نه وکړو، د دې دپاره چې تاسو دا دعوىٰ ونۀ کړئ چې ستاسو بُتانو او تراشلے شوو مجسمو د دې حُکم کړے وو.
6ما چې د څۀ پېشګوئې کړې وه نو هغه هر څۀ شوى دى، خو تاسو د هغې منلو نه اِنکار وکړو. اوس به زۀ تاسو ته د نوؤ خبرو په حقله ووايم، دا هغه رازونه دى چې تاسو تر اوسه پورې نۀ دى اورېدلى.
7په تېره زمانه کښې داسې څۀ نۀ وُو شوى، بلکې هم اوس اوس دا ستا په عِلم کښې راغلل. داسې ځکه وشول چې تاسو ونۀ شئ وئيلے، چې مونږ ته مخکښې نه د دې پته وه.
8ما ته پته وه چې تاسو ناقابلِ اعتماد يئ، ځکه چې تاسو د وړوکوالى نه په باغيانو مشهور وئ. او هم دا وجه ده چې تاسو هيڅکله د دې په حقله نۀ دى اورېدلى، او دا ځکه د دې يوه خبره هم ستاسو غوږونو ته نۀ ده رارسېدلې.
9زما د نوم د خاطره زۀ خپله غصه په قابو کښې ساتم، زما د ثناء صِفت د خاطره زۀ خپل ځان ستاسو د تباهۍ نه را ايساروم.
10ما تاسو صفا کړى يئ، خو داسې نه لکه چې سپين زر صفا کيږى، بلکې ما تاسو صفا کړى يئ، د مصيبت په بټۍ کښې مې آزمائيلى يئ.
11زۀ چې څۀ کوم نو هغه زۀ د خپل خاطر په وجه کوم، زۀ نۀ غواړم چې زما د نوم بېعزتى وشى او نۀ به په خپل جلال کښې چا له برخه ورکړم، دا به زما وى او صرف زما به وى.“
12”اے بنى اِسرائيلو، زما غوره کړے شوو، ما ته غوږ ونيسئ. صرف زۀ خُدائ پاک يم، زۀ اولين او آخرين يم.
13ما په خپل لاس باندې د زمکې بنيادونه لګولى دى او زما ښى لاس آسمانونه خوارۀ کړى دى. کله چې زۀ آواز ورکړم نو دوئ ټول يو ځائ حاضر شى.
14ټولو خلقو، راغونډ شئ او واورئ. په معبودانو کښې کوم يو د دې پېشګوئې ورکړې ده؟ ما چې کوم سړے خوښ کړے دے هغه به په څپرکیل حمله وکړى، او د څپرکیليانو خلاف به خپل زور استعمالوى.
15زۀ هغه څوک يم چې هغۀ ته مې آواز وکړو او راومې غوښتلو، د هغۀ مې لارښودنه وکړه او هغه به کاميابيږى.
16نو اوس ما له رانزدې شئ او چې زۀ څۀ وايم هغې ته غوږ ونيسئ. ما د شروع نه صفا خبره کړې ده، او ما همېشه خپله خبره رښتيا کړې ده.“ او زۀ اوس مالِک خُدائ تعالىٰ د خپل روح سره رالېږلے يم.
17د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه ذات چې ستاسو د خپلې فائدې دپاره تاسو ته ښودنه کوى او هغه لار درته ښائى چې په کومه باندې درله تلل په کار دى.
18خو کۀ صرف تاسو زما حُکمونو ته پام کړے وے. نو ستاسو امن به لکه د سيند په شان وو، او ستاسو صداقت به د سمندر د چپو په شان وو.
19ستاسو اولاد به د شګو په شان ډېر او بېشمېره وے، او ما به هيڅ امکان نۀ وے پرېښے چې د هغوئ نام و نشان زما د وړاندې نه ختم شى.“
20د څپرکیل نه ووځئ. او د څپرکیليانو نه وتښتئ. د خوشحالۍ سره د دې خبر چغه ووهئ، او د دُنيا تر ګُټ ګُټه پورې دا خبره مشهوره کړئ چې، ”مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى بنى اِسرائيليان بچ کړى دى.“
21کله چې مالِک خُدائ خپل خلق په خُشکه صحرا کښې روان کړل، هغوئ د تندې په وجه د تکليف سره مخ نۀ شول. د هغوئ دپاره يې د ګټ نه اوبۀ راوويستلې، هغۀ ګټ په مينځ بېل کړو او اوبۀ ترې نه راوبهېدلې.
22مالِک خُدائ فرمائى، ”د شريرانو دپاره سلامتى نشته.“