Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1اے لرې قومونو، ما ته غوږ ونيسئ، اے هغه خلقو، چې لرې اوسېږئ. زما د پېدا کېدو نه مخکښې مالِک خُدائ زۀ خوښ کړم او زۀ يې خپل خِدمت کوونکے مقرر کړم.
2هغۀ زما خبرې د تُورې په شان تېرې کړې. او د خپل لاس د سورى لاندې يې پټ کړم، هغۀ زۀ د غشى په شان تېرۀ کړم او په خپل د غشو تيلۍ کښې يې پټ وساتلم.
3هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”تۀ زما خِدمت کوونکے بنى اِسرائيل يې، ستا په وجه به زما نوم ته جلال ملاويږى.“
4خو ما ووئيل چې، ”زما محنت بېفائدې دے، ما خپل طاقت بېفائدې او بېمقصده ضائع کړے دے، خو يقيناً چې زما حق مالِک خُدائ سره دے او زما خُدائ پاک به ما له اجر راکړى.“
5خو زما د پېدا کېدو نه مخکښې، مالِک خُدائ زۀ مقرر کړم، هغۀ زۀ د دې دپاره خپل خِدمت کوونکے جوړ کړم چې د هغۀ خلق واپس راولم، او دا چې بنى اِسرائيليان د هغۀ د حضور وړاندې راغونډ کړم. مالِک خُدائ ما له عزت راکوى، او هغۀ ما له طاقت راکړے دے.
6هغه فرمائى، ”زما خِدمت کوونکيه، زۀ ستا دپاره يو لوئ مقصد لرم. تۀ به نۀ صرف هغه بنى اِسرائيليان بحال کړې چې کوم ژوندى پاتې دى، بلکې زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“
7د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“
8مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو. زۀ به ستاسو حِفاظت او ساتنه وکړم او ستاسو په ذريعه به د ټولو خلقو سره يو لوظ وکړم. او زۀ به يو ځل بيا تاسو په هغه مُلک کښې آباد کړم کوم مُلک چې اوس شاړ او ويجاړ پروت دے.
9زۀ به قېديانو ته ووايم چې، تاسو آزاد يئ. او څوک چې په تيارۀ کښې وى نو هغوئ ته به ووايم چې، رڼا له راوځئ. هغوئ به د هغه ګډو په شان وى چې د غرونو په غونډو کښې څريږى،
10هغوئ به هيڅکله نۀ اوږى شى او نۀ به کله تږى شى. د نمر او د صحرا ګرمى به هغوئ نۀ تنګوى، د هغوئ مشرى به هغه ذات کوى چې څوک د هغوئ سره مينه کوى. او هغه به يې د اوبو چينو له بوځى.
11زۀ به په غرونو کښې يو لوئ سړک جوړ کړم او د خپلو خلقو دپاره به يوه لار جوړه کړم چې په هغې به مزل کوى.
12ګورئ زما خلق به د لرې لرې نه راځى، د شمال طرف او د نمرپرېواتۀ طرف نه، او د سينم نه به راځى.“
13اے آسمانه، د خوشحالۍ چغې وهه. اے زمکې، خوشحالى وکړه. اے غرونو، د خوشحالۍ سندرې ووايئ. ځکه چې مالِک خُدائ خپلو خلقو له تسلى ورکړې ده، او هغه به په خپلو کړېدلو خلقو رحم وکړى.
14خو د يروشلم خلقو ووئيل، ”مالِک خُدائ مونږ پرېښى يُو. او هغۀ مونږ هېر کړى يُو.“
15”هيڅکله نه. يو مور خپل د پيو ماشوم هېرولے شى څۀ؟ او چې کوم بچے ترې نه پېدا شوے وى نو د هغۀ سره به مينه نۀ کوى څۀ؟ کۀ يوه مور خپل بچے هېر هم کړى، خو زۀ به تاسو هيڅکله هم هېر نۀ کړم.
16ګوره ما ستا نوم د خپلو لاسونو په تلو باندې ليکلے دے، او ستا دېوالونه همېشه زما په وړاندې دى.
17څوک چې تا بيا آبادول غواړى نو هغه زر واپس راروان دے، او چا چې تۀ تباه کړے يې نو هغوئ درنه ځى.
18ګېرچاپېره نظر وګرځوه او وګوره. ستا خلق راغونډيږى او هغوئ کورونو ته راروان دى. مالِک خُدائ فرمائى چې زما دې په خپل ذات قسم وى، هغوئ به تا ته داسې راغونډ شى لکه څنګه چې په ناوې کالى امبار وى.
19ستا مُلک تباه شوے وو او وران ويجاړ وو، خو اوس چې څوک د اوسېدو دپاره ورله راروان دى، نو دا مُلک به د هغوئ د اوسېدو دپاره ډېر وړوکے وى. او چا چې تاسو په کنډرو کښې پرېښودئ نو هغوئ به ستاسو نه لرې وى.
20ستاسو کوم خلق چې په جلاوطنۍ کښې پېدا شوى وُو نو هغه خلق به يوه ورځ تا ته ووائى، دا مُلک خو وړوکے دے، مونږ ته نوره زمکه په کار ده.
21بيا به تۀ په خپل زړۀ کښې ووائې، دا دومره بچى ما له چا راکړل؟ زما بچى خو ختم شوى وُو او نور بچى مې نۀ کېدل. زۀ جلاوطن کړے شوے وم او شړلے شوے وم، دا بچى ما له چا راکړل؟ زۀ خو يواځې پاتې وم، دا بچى د کوم ځائ نه راغلل؟“
22خُدائ تعالىٰ داسې فرمائى، ”ګورئ، زۀ به قومونو ته اِشاره وکړم، او هغوئ به ستاسو زامن په غېږ کښې او ستاسو لوڼه په اوږو کورونو ته راولى.
23بادشاهان به ستاسو دپاره د پلارانو په شان وى او ستاسو خيال به ساتى، او د هغوئ مَلِکې به ستاسو او ستاسو د بچو دپاره د ميندو په شان وى. هغوئ به ستاسو په وړاندې ټيټ شى او ستاسو په پښو دوړې به څټى، نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، هر څوک هم چې زما د مدد په طمع وى نو هغه به نۀ شرميږى.“
24څوک د جنګيالى نه مالِ غنيمت اخستلے شى څۀ؟ يا څوک د يو ظالم کس نه قېديان خلاصولے شى څۀ؟
25خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”يقيناً چې د جنګيالى نه به قېديان بوتلے شى، او د ظالم کس مالِ غنيمت به ونيولے شى. هر څوک هم چې تا سره جنګ کوى نو زۀ به هغوئ سره جنګ کوم، او هم زۀ به ستا د بچو حِفاظت کوم.
26چا چې په تا ظلم کړے دے زۀ به په هغوئ باندې د هغوئ خپله غوښه وخوروم، هغوئ به د خپلې وينې په څښلو سره د ميو په شان په نشه کښې وى. نو داسې به بيا ټولو انسانانو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى او تاسو آزادوى او د بنى اِسرائيلو طاقتور ذات يم.“