Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
11 verses
1مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه خلقو راشئ، او ما ته هغه طلاق نامه وښايئ چې ما ستاسو مور له ورکړې وه او ستاسو مور مې پرېښوده. هغه طلاق نامه چرته ده؟ او يا ما ته هغه قرض ورکوونکے وښايئ چې ما د خپل قرض په وجه تاسو ورته حواله کړى وئ هغه چرته دے؟ ګورئ هم ستاسو د خپلو ګناهونو له وجې خرڅ کړے شوئ او ستا د خپلو ګناهونو په وجې ستاسو مور وشړلې شوه.
2چې زۀ راغلم نو څوک هم نۀ وو، ولې؟ چې ما آواز وکړو نو چا هم جواب رانۀ کړو، ولې؟ ولې زما لاس دومره کمزورے وو څۀ چې تاسو مې خلاصولے نۀ شوئ؟ ولې زۀ دومره کمزورے يم څۀ چې تاسو بچ کولے نۀ شم؟ زما يو حُکم سره سمندر اوچ شى او سيندونه په صحرا بدل شى، او بغېر اوبو نه کبان مړۀ شى او هر طرف ته بدبوئ خوره شى.
3هم زۀ آسمان باندې توره کپړه اچوم او هم زۀ هغې ته د غم جامې اچوم.“
4خُدائ تعالىٰ ما له د يو اُستاذ ژبه راکړې ده، د دې دپاره چې ستړو خلقو له تسلى ورکړم. هر سحر هغه ما پاڅوى او هغه زما په زړۀ کښې دا جذبه اچوى چې د هغۀ ښودنې ته غوږ ونيسم.
5خُدائ تعالىٰ ما ته صفا وينا کړې ده، او ما د هغۀ نه سرکشى نۀ ده کړې او نۀ د هغۀ نه اوړېدلے يم.
6چا چې زما وهل غوښتل ما هغوئ ته خپله ملا وړاندې کړه، چا چې زما نه ږيره ويستله ما هغوئ ته خپل مخ وړاندې کړو. ما د هغوئ د بېعزتۍ او توکاڼو نه خپل مخ نۀ دے پټ کړے.
7خو خُدائ تعالىٰ زما مدد کوى نو زما بېعزتى به نۀ کيږى. ما د هغۀ د مرضۍ پوره کولو کلکه اراده کړې ده. ما ته پته ده چې زۀ به د شرم سره نۀ مخ کېږم.
8څوک چې ما ته صداقت ښائى هغه نزدې دے، څوک دا جرأت کولے شى چې په ما اِلزامونه ولګوى؟ زما مخالف چرته دے چې په ما اِلزام ولګوى. هغه دې رامخامخ شى.
9هم خُدائ تعالىٰ زما ملګرتيا کوى، نو څوک به ما مجرم ثابت کړى؟ په ما باندې ټول اِلزام لګوونکى به ورک شى هغوئ به داسې ختم شى لکه چې کپړه چينجو خوړلې وى.
10په تاسو کښې څوک د مالِک خُدائ نه يريږى او د هغۀ د خِدمت کوونکى آواز منى؟ څوک چې په تيارۀ کښې روان وى هيڅ رڼا ورسره نۀ وى خو بيا هم دې د هغۀ ايمان په مالِک خُدائ وى او د هغۀ توکل دې په خُدائ پاک باندې وى.
11خو تاسو خلق څوک چې خپل ځانونه بَلو غشو سره وسله بند کړئ، نو هم د خپل اور د شغلو په رڼا کښې لاړ شئ. زما د لاس نه به تاسو ته هم دا اجر ملاويږى، تاسو به سخت درد کښې راپرېوځئ.