Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1”ما ته غوږ ونيسئ، څوک چې صداقت غواړئ، او د مالِک خُدائ لټون کوئ. د هغه ګټ په حقله سوچ وکړئ د کوم نه چې تراشلے شوى يئ، د هغه کان په حقله سوچ وکړئ چې د کوم نه تاسو راويستلے شوى يئ.
2د خپل پلار نيکۀ اِبراهيم او مور ساره په حقله سوچ وکړئ، چې تاسو يې زيږولى يئ. کله چې ما اِبراهيم راوغوښتلو، نو هغه بېاولاده وو، خو ما هغۀ له برکت ورکړو او ډېر اولاد مې ورکړو.
3يقيناً چې مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى. او د هغې په ټولو کنډرو به ترس وکړى. د هغې صحرا به د باغِ عدن په شان ګلستان کړى، د هغې بنجره زمکه به د مالِک خُدائ د باغ په شان شى. هلته به خندا او خوشحالى وى، او د ثناء صِفت او د شکرانې حمدونه به وئيلے شى.
4زما خلقو بنى اِسرائيلو، ما ته غوږ ونيسئ، زۀ چې څۀ وايم هغې ته توجو وکړئ، زۀ به قومونو ته خپل تعليمات وښايم، زما اِنصاف به د هغوئ دپاره رڼا وى.
5زما رحم او اِنصاف زر راروان دى. زما خلاصون په لاره دے. زما مضبوط لاس به قومونو له اِنصاف راوړى. لرې مُلکونه زما انتظار کوى، هغوئ په دې طمع دى چې بچ يې کړم.
6بره آسمان ته وګورئ، او لاندې زمکې ته وګورئ. آسمانونه به د لوګى په شان ورک شى، او زمکه به د زړې چِرړې په شان ورَسته شى، او د دې ټول خلق به د مچانو په شان مړۀ شى. خو زما خلاصون به د همېشه دپاره وى، او زما صداقت به هيڅکله نۀ ختميږى.
7اے هغه خلقو چې څوک په صداقت پوهېږئ، ما ته غوږ ونيسئ، اے هغه خلقو چې د چا په زړُونو کښې چې زما تعليم اچولے شوے دے. کله چې خلق په تاسو پورې خندا کوى يا ستاسو بېعزتى کوى، نو مۀ يرېږئ،
8ولې چې چينجى به هغوئ لکه د کپړې په شان وخورى، او چينجى به يې لکه د وړۍ په شان وخورى. خو زما صداقت به تر همېشه پورې وى، او زما خلاصون به تر ټولو نسلونو پورې قائم وى.“
9اے مالِکه خُدايه، پاڅه. ويښ شه او زمونږ مدد وکړه. د خپل طاقت نه کار واخله او مونږ بچ کړه، خپل طاقت داسې استعمال کړه لکه څنګه دې چې مخکښې استعمالولو. دا تۀ وې چې سمندرى بلا راحب دې ټوټې ټوټې کړه.
10دا هم تۀ وې چې سمندر دې اوچ کړو او په اوبو کښې دې لار جوړه کړه، نو چې هغه څوک په دې ژور سمندر کښې تېر شى چې کوم دې بچ کول.
11د چا فديه چې مالِک خُدائ ورکړې ده نو هغوئ به راواپس شى، او څنګه چې صيون ته ننوځې نو د خوشحالۍ نه به چغې وهى او سندرې به وائى. هغوئ به د همېشه دپاره خوشحاله وى، او د غم او پرېشانۍ نه به په امن وى.
12”زۀ، صرف زۀ تاسو له تسلى درکوم. نو بيا تاسو د انسانانو نه ولې يرېږئ، چې هغوئ د واښو نه هم زر فنا کيږى؟
13تاسو هغه مالِک خُدائ هېر کړے دے چا چې پېدا کړئ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړل او چې د زمکې بنيادونه يې ولګول؟ تاسو هر وخت د هغه خلقو نه ولې په يره کښې يئ څوک چې د غصې نه په تاسو باندې ظلم زياتے کوى، څوک چې ستاسو د تباه کولو دپاره تيار دى؟ اوس د هغوئ غصه چرته ده؟
14قېديان به زر راخلاص شى، هغوئ به په قېدخانه کښې نۀ مرى او د هغوئ سره به د خوراک کمے نۀ وى.
15زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، سمندر ما راپاڅولو او د دې چپې مې غضبناکې کړې. زما نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
16ما خپل کلام ستاسو په ژبه ګويا کړو، او د خپل لاس د سورى لاندې مې تاسو پټ کړئ، آسمانونه مې خوارۀ کړل او د زمکې بنيادونه مې کېښودل، او ما يروشلم ته وفرمائيل، تاسو زما خلق يئ.“
17ويښ شه. ويښ شه. پاڅه ودرېږه اے يروشلمه. تا د مالِک خُدائ د لاس نه هغه جام څښلے دے کوم چې د هغۀ د غصې نه ډک وو، دا جام تا تر آخرى قطرې پورې وڅښلو کوم چې د نشه ورو شرابو نه ډک وو.
18ستا چې څومره زامن شوى دى په هغوئ کښې يو هم نشته چې ستا رهنمائى وکړى، تا چې څومره زامن لوئ کړى دى په هغوئ کښې يو هم نشته چې تا د لاس نه ونيسى او بو دې ځى.
19په تا باندې دوه افتونه راغلې دى يعنې تباهى او بربادى، جنګ او قحط. خو څوک پاتې دى چې تا سره همدردى وکړى؟ او څوک پاتې دې چې تا له تسلى درکړى؟
20ستا خلق د کمزورۍ د وجې نه په هره کوڅه کښې غورزيږى، هغوئ بېمددګاره لکه د هوسۍ په شان په جال کښې انښتى دى. او د مالِک خُدائ غضب په هغوئ نازل دے او خُدائ پاک هغوئ رټلى دى.
21اے تاسو چې په مصيبت کښې ګېر يئ واورئ، څوک چې په نشه کښې يئ خو د ميو له وجې نه نه.
22مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې د خپل قوم دپاره جنګيږى داسې فرمائى، ”ګورئ، ما دا د نشه ورو شرابو نه ډک جام ستاسو د لاس نه لرې کړے دے، نو تاسو به نور زما د غصې د جام نه نۀ څښئ.
23دا به زۀ هغه خلقو له ورکړم چا چې په تاسو باندې ظلم زياتے کولو، هغه خلقو له چا چې تاسو په کوڅو کښې څملولئ او پښې به يې درباندې کېښودې او په تاسو به ګرځېدل.“