Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1اے يروشلمه، پاڅه، ويښ شه. خپلې د طاقت جامې واغونده. اے مقدسې ښاريې، د شان او شوکت والا جامې واغونده. ناسنته او ناپاک خلق به هيڅکله ستا په دروازو بيا درننه نۀ وځى.
2اے يروشلمه، د ځان نه خاورې وڅنډه او پاڅه او په تخت کښېنه. اے د صيون قېد شوې لورې، د غلامۍ زنځيرونه د خپلې غاړې نه وشلوه.
3مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې تاسو غلامان شوئ، نو ستاسو په سر پېسې نۀ وې ورکړے شوې، او چې کله تاسو آزادولے شئ نو ستاسو په سر به پېسې نۀ شى ورکولے.“
4مالِک خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”ډېره موده وړاندې زما خلق مِصر ته د څۀ مودې دپاره لاړل، خو اوس اسوريان بغېر د څۀ وجې په هغوئ باندې ظلم زياتے کوى.“
5مالِک خُدائ فرمائى، ”او په څپرکیل کښې هم هغه کار شوے دے يعنې، زما خلق قېديان دى او د هغوئ په سر هيڅ پېسې نۀ دى ورکړے شوې. څوک چې په هغوئ حکومت کوى نو هغوئ هر وخت زما د نوم سپکاوے کوى.
6نو داسې به زما خلقو ته زما د نوم پته وى، او داسې به هم په هغه ورځ هغوئ ته پته ولګى چې هم زۀ کلام کوم او زۀ حاضر يم.“
7د هغوئ قدمونه څومره ښکلې دى چې په غرونو باندې روان دى او زېرے راوړى. ځکه چې هغه به د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى، او صيون ته به وائى، ”ستا خُدائ پاک بادشاه دے.“
8څوک چې د ښار حفاظت کوى نو هغوئ د خوشحالۍ چغې وهى، هغوئ په خپلو سترګو باندې ګورى چې مالِک خُدائ صيون ته واپس راروان دے.
9اے د يروشلم کنډرو، په يو ځائ د خوشحالۍ سندرې ووايئ. مالِک خُدائ به خپل ښار بچ کړى او خپلو خلقو له به تسلى ورکړى.
10مالِک خُدائ به د خپل مقدس طاقت نه کار واخلى، خُدائ پاک به خپل خلق بچ کړى، او ټول قومونه او ټوله دُنيا به په خپلو سترګو دا وګورى.
11ځئ، ځئ، د دغه ځائ نه ځئ. چې يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، څوک چې د مالِک خُدائ د کور سامان وړى تاسو خپل ځانونه پاک وساتئ او لاړ شئ.
12ضرورى نۀ ده چې تاسو په منډه لاړ شئ، او نۀ تاسو ته اچانک د تېښتې ضرورت شته، ولې چې مالِک خُدائ به ستاسو نه وړاندې ځى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک به د وروستو نه ستاسو حِفاظت کوى.
13ګورئ، زما خِدمت کوونکے به په خپل کار کښې کامياب شى، د هغۀ به ډېر زيات عزت کيږى.
14خو کله چې يې هغه وليدو نو ډېر خلق حېران شول، د هغۀ شکل صورت داسې خراب وو چې هغه د نورو انسانانو په شان نۀ ښکارېدو.
15اوس به ډېر قو��ونه هغۀ ته حېران شى، او د هغۀ په وړاندې به د بادشاهانو د خولې نه خبرې نۀ وځى. ځکه چې هغوئ به هغه څۀ وګورى چې د څۀ ورته وئيلے شوى نۀ وى، او هغوئ به په هغه څۀ پوهه شى د څۀ چې يې اورېدلى نۀ وى.