Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1زمونږ په پېغام چا يقين کړے دے؟ مالِک خُدائ خپل قوت په چا ظاهر کړے دے؟
2د مالِک خُدائ په وړاندې زما خِدمت کوونکى داسې وده وکړه لکه څنګه چې يو نرم تېغ په زمکه جرړې نيسى. هغۀ څۀ شان شوکت او حُسن نۀ لرلو چې د هغې په وجه مونږ ورباندې پام کړے وے. او نۀ په کښې څۀ داسې کشش وو چې مونږ يې متاثره کړې وے.
3خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.
4خو بېشکه چې هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې. خو بيا هم زمونږ دا خيال وو چې هغۀ له سزا ورکړے شوه، او دا چې خُدائ پاک هغه ووهلو او د هغۀ د ګناهونو سزا يې ورکړه.
5خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو.
6مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
7هغۀ باندې ظلم زياتے وشو، خو هغۀ په خولۀ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل. لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموش وى، نو هم هغه شان هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.
8هغه په دروغه مجرم وګرځولے شو او بوتلے شو. او هيچا د دې پرواه ونۀ ساتله چې هغه بېاولاده مړ شو، او هغه د ژوندو د زمکې نه لرې کړے شو. خو هغه زما د خلقو د ګناه په وجه ووژلے شو.
9د هغوئ اراده وه چې د بدعمله خلقو سره يې ښخ کړى، خو هغه د مالداره سړى په قبر کښې کېښودلے شو، خو هغۀ هيڅ جرم هم نۀ وو کړے او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.
10خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.
11کله چې هغه وګورى چې د هغۀ د مصيبت اوچتولو په وجه هغۀ څۀ حاصل کړى دى، نو هغه به مطمئن شى. زما صادق خِدمت کوونکے به ډېر خلق صادقان کړى، ځکه چې هغه به د هغوئ ګناهونه اوچت کړى.
12نو زۀ به هغۀ له د عزت مقام ورکړم، او زۀ به د زورَورو سره مالِ غنيمت تقسيم کړم، ځکه چې هغۀ خپل ځان مرګ ته حواله کړو او هغه په باغيانو کښې حساب کړے ش��. د ډېرو خلقو ګناه يې واخستله او د بدعملو د ګناه معافى يې وغوښتله.۔