Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1مالِک خُدائ فرمائى، ”اے شنډې ښځې د چا چې اولاد نشته. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د خوشحالۍ نه سندرې ووايه، ولې چې تا د ماشوم د راوړو درد نۀ دے تېر کړے. ولې چې د شنډې ښځې بچى اوس د وادۀ شوې ښځې نه زيات دى.
2تاسو چې په کومه خېمه کښې اوسېږئ هغه لويه کړئ او پړدې يې خوَرې کړئ، بچت مۀ کوئ، د خېمې پړى اوږدۀ کړئ او موږى يې کلک کړئ.
3ځکه چې تاسو به خپل سرحدونه هر طرف ته خوارۀ کړئ، ستاسو اولاد به قومونه فتح کړى او چې کوم ښارونه خوشى دى نو هغه به دوباره آباد کړى.
4يرېږئ مۀ، تاسو به نور د شرم سره نۀ مخ کېږئ. شرمېږئ مۀ، تاسو به نۀ بېعزته کېږئ. تۀ به خپل د ځوانۍ شرم هېر کړې او د کونډېدو رسوائى به ستا د ذهن نه ختمه شى.
5ځکه چې ستاسو خالِق به ستاسو خاوند وى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ستاسو خلاصونکے دے، هغه د ټولې دُنيا خُدائ پاک دے.
6مالِک خُدائ به تاسو بيا راوغواړى داسې لکه چې خاوند ښځه پرېښې وى او سخته پرېشانه وى. تاسو د داسې ښځې په شان يئ چې ځوانه وادۀ شوى وى او خاوند رد کړې وى. ستاسو خُدائ پاک داسې فرمائى،
7د يوې لحظې دپاره ما تاسو پرېښودلئ، خو اوس ډېر لوئ رحم سره به تاسو بيا راجمع کړم.
8ما د غصې په تاو کښې د لږ ساعت دپاره ستاسو نه مخ واړولو، خو زۀ به تل په مينې سره په تاسو رحم کوم.“ ستاسو خلاصونکے مالِک خُدائ داسې فرمائى.
9”لکه څنګه چې د نوح په وخت کښې ما وعده کړې وه چې بيا به هيڅکله په زمکه داسې سېلاب نۀ راځى. نو هغسې ما قسم کړے دے چې زۀ به بيا تاسو ته نۀ غصه کېږم، او نۀ به تاسو رټم.
10اګر کۀ غرونه لرې کړے شى او غونډۍ غېبې شى، خو زما وفاداره مينه به ستاسو سره هيڅکله نۀ ختميږى، او زما د امن لوظ به هيڅکله تاسو سره نۀ ختميږى.“ هغه مالِک خُدائ داسې فرمائى څوک چې په تاسو رحم کوى.
11مالِک خُدائ فرمائى، ”اے يروشلمه، په تا سخت طوفان تېر شو او هيچا هم تسلى درنۀ کړے شوه. زۀ به تا د قيمتى کاڼو نه بيا آباد کړم او ستا بنيادونه به د نيلم کاڼو نه بيا جوړ کړم.
12ستا منارې به زۀ د ځلېدونکو عقيقو نه جوړې کړم، ستا دروازې به د پړقېدونکو لعلونو نه جوړې کړم، او ستا دېوالونه به د قيمتى کاڼو نه جوړ کړم.
13زۀ په خپله به ستاسو ټولو بچو ته ښودنه کوم، او هغوئ به خېر خېريت سره وى.
14ستا د بادشاهت بنياد به په اِنصاف باندې وى، د ظلم زياتى نه به پ�� امان يې، نۀ به تۀ يرېږې، او نۀ به يره تا ته نزدې راځى.
15کۀ څوک په تاسو باندې حمله کوى نو دا به زما د طرف نه نۀ وى. نو هر څوک چې ستاسو خِلاف جنګ کوى هغه به شکست خورى.
16ما لوهار پېدا کړے دے، څوک چې د هوا په ذريعه سکارۀ ګرموى او وسله جوړوى. د تباهۍ دپاره ما تباه کار هم پېدا کړى دى.
17داسې وسله به نۀ وى چې تاسو ته ضرر ورسوى، او څوک چې په تاسو اِلزام لګوى نو تاسو به د هغوئ خولې بندې کړئ. د مالِک خُدائ خادِمان به د دې فائدو نه خوند اخلى، زۀ به د هغوئ حق څرګند کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.