Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1مالِک خُدائ فرمائى، ”هر څوک چې تږى وى، راشئ اوبۀ وڅښئ. څوک چې مال دولت نۀ لرى، نو راشئ، واخلئ او وې خورئ. راشئ، مے او پئ واخلئ، دا مفت دى.
2چې په څۀ باندې تاسو نۀ مړېږئ نو په هغې باندې پېسې ولې خرچ کوئ؟ چې فائده نۀ درکوى نو په هغه خوراک پېسې ولې ورکوئ؟ غور سره ما ته غوږ شئ او ښۀ خوراک کوئ. تاسو به د ډېرو مزيدارو خوراکونو نه خوند واخلئ.
3اوس غوږ ونيسئ او ما له راشئ، نو تاسو به ژوندى اوسئ. زۀ به تاسو سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړم او زۀ به تاسو له هغه نۀ ختمېدونکې مينه درکړم چې ما يې د داؤد سره لوظ کړے وو.
4ګوره، ما هغه د قومونو ګواه جوړ کړو، ما هغه د قومونو مشر او فوجى آفسر جوړ کړو.
5اوس به تاسو د بل مُلک هغه قومونه راوغواړئ، چې په يو وخت کښې هغوئ تاسو نۀ پېژندئ، خو اوس به هغوئ په منډه منډه تاسو له راشى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات به دا هر څۀ وکړم، او تاسو له به عزت درکړم.
6د مالِک خُدائ لټون وکړئ کله چې هغه موندے شئ، هغۀ ته آواز وکړئ کله چې هغه نزدې دے.
7بدعمله خلق دې خپلې د ژوند طريقې بدلې کړى او شرپسند دې خپل خيالونه بدل کړى. او هغوئ دې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى، نو هغه رحم کوونکے دے او کولاو زړۀ سره معاف کوى.“
8مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خيالونه ستاسو د خيالونو په شان نۀ دى، او زما لارې ستاسو نه بدلې دى.
9لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو هم دغه شان زما لارې او سوچونه هم ستاسو نه اوچت دى.
10لکه څنګه چې باران او واوره د آسمان نه راوريږى او هسې واپس نۀ ځې بلکې زمکه اوبۀ کوى. دې سره فصلونه راشنۀ کيږى زميندار له تخم او اوږى له خوراک ورکوى.
11زما کلام هم، هم دغسې دے. چې زما د خولې نه وځې نو خالى لاس به واپس نۀ راځى. دا به زما مرضى پوره کوى او په هغه هر څۀ کښې به کامياب وى د څۀ دپاره چې ما لېږلے وى.
12تاسو به خوشحالۍ سره وځئ، او سلامتۍ سره به بوتلے شئ. غرونه او د غرونو غونډۍ به په تېز آواز سندرې وائى، او په پټى کښې ټولې ونې به د خوشحالۍ نه لاسونه پړقوى.
13چرته چې اوس د غنو بوټى دى نو هلته به د سبر ونې راوټوکيږى، او د ازغو په ځائ کښې به د نختر ونې راوټوکيږى. دې سره به د مالِک خُدائ نوم ته جلال ملاويږى، دا به د هغۀ د قدرت او د مينې يو نۀ ختمېدونکې نښه وى.“