Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1مالِک خُدائ خپلو خلقو ته فرمائى چې، ”هغه څۀ کوئ څۀ چې صحيح او د اِنصاف دى، ولې چې زۀ زر راروان يم چې تاسو له خلاصون درکړم، او ستاسو مينځ کښې خپل صداقت څرګند کړم.
2بختور دى هغوئ چې په صداقت کلک ولاړ وى. بختور دى هغوئ چې د سبت د ورځې بېحرمتى نۀ کوى بلکې منى يې، او خپل ځانونه د بدعملۍ نه ساتى.“
3د پردى مُلک کوم خلق چې د مالِک خُدائ منونکى جوړ شوى دى نو هغوئ دې ونۀ وائى چې، ”مالِک خُدائ به مونږ خامخا د خپلو خلقو نه جدا کړى.“ او نۀ دې خصى وائى چې، ”زۀ خو اوچ بوټے يم، نۀ مې بچى شته او نۀ مستقبل.“
4مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کوم خصيان چې د سبت ورځې د منلو په وجه زما درناوے کوى او هغه کار کوى چې زۀ ورباندې رضا کېږم او زما په لوظ ټينګ ولاړ وى،
5نو زۀ به هغوئ له زما په خپل کور او د هغې چارديوارۍ کښې يو داسې يادګار او نوم ورکوم چې د لوڼو او زامنو نه به زيات ښۀ وى. او کوم نوم به چې زۀ هغوئ له ورکوم نو هغه به تل تر تله وى او هيڅکله به ختميږى نه.
6او مالِک خُدائ د پردى مُلک هغه خلقو ته فرمائى چې کوم د هغۀ منونکى جوړ شوى دى، څوک چې د هغۀ سره مينه کوى او د هغۀ خِدمت کوى، کوم چې د سبت ورځ منى او د هغۀ په لوظ ټينګ ولاړ وى،
7نو زۀ به هغوئ خپل مقدس غر صيون ته راولم، او خپل د دُعا کور کښې به د هغوئ زړونه د خوشحالۍ نه ډک کړم. او زۀ به د هغوئ سوزېدونکې نذرانې او قربانۍ قبولې کړم. ځکه چې زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى.“
8مالِک خُدائ تعالىٰ، چا چې خپل خلق بنى اِسرائيليان د جلاوطنۍ نه راوستى دى هغه فرمائى چې هغه به نور خلق هم راجمع کړى هغوئ سره څوک چې مخکښې نه راجمع دى.
9اے ټولو بلاګانو. اے د ځنګل ټولو بلاګانو راشئ. او زما خلق لواړ تېر کړئ.
10زما د خلقو مشران لکه د محافظانو په شان دى څوک چې په سترګو ړاندۀ دى، او ټول د هيڅ نه هم نۀ دى خبر. هغوئ ټول د ګونګى سپى په شان دى او غپلے نۀ شى، هسې پراتۀ وى او خوبونه کوى. د هغوئ خوب ډېر خوښ دے.
11هغوئ د لالچى سپو په شان دى چې هيڅکله نۀ مړيږى. باوجود د دې چې هغوئ ته شپانۀ وئيلے شى خو هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. هغوئ ټول په خپله مخه روان دى او خپلې ګټې پسې ګرځى.
12هغوئ وائى، ”راځئ چې مے واخلو او ځانونه پرې ښۀ په سور کښې کړُو. او سبا به د نن نه هم زياته خوشحالى کوُو.“