Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1واورئ، د مالِک خُدائ لاس دومره وړوکے نۀ دے چې هغه تاسو بچ کولے نۀ شى او نۀ يې غوږ کُوڼ دے چې ستاسو آواز نۀ اورى.
2خو ستاسو ګناه د خُدائ پاک او ستاسو تر مينځه دېوال جوړ شوے دے. ستاسو ګناهونو د هغۀ مخ ستاسو نه پټ کړے دے، نو په دې وجه هغه ستاسو نۀ اورى.
3ځکه چې ستاسو لاسونه خونى، او ستاسو ګوتې په ګناه ککړې دى. ستا شونډې دروغژنې دى او خولۀ دې د بدعملۍ پس پس کوى.
4په عدالت کښې څوک هم د اِنصاف مقدمه نۀ چلوى، څوک هم د رښتيا دليلونه نۀ پېش کوى. خلق حقيقت نه خالى خبرو باندې اعتبار کوى او دروغ وائى، هغوئ د بدعملۍ نه اُميدواره شى او بيا ترېنه ګناه پېدا شى.
5-
6هغوئ د زهرژنو مارانو په هګو کښېنى چې بچى ترې راوځى. څوک چې د هغوئ هګۍ وخورى نو مړۀ شى او چې ماتې شى نو زهرژن مار ترېنه راوځى. دا خلق د جولا جال جوړوى او داسې کپړه ترې جوړوى چې هيڅ د کار نۀ وى. هغه کپړه چې هغوئ جوړه کړه خپل ځان پرې پټولے نۀ شى. د هغوئ عملونه هم د ګناه دى، او ظلم زياتے د هغوئ کار دے.
7بدعملۍ له هغوئ په منډه ځى، او د بېګناه وينې تويولو دپاره تېزى کوى. د هغوئ خيالونه د ګناه دى، او هر چرته چې ځى نو تباهى او بربادى کوى.
8نه هغوئ د امن لار پېژنى او نه د هغوئ په لارو کښې اِنصاف شته. هغوئ خپلې لارې کږې وږې جوړې کړې دى، نو هر څوک چې په دې لار ځى هغه امن نۀ پېژنى.
9نو ځکه اِنصاف زمونږ نه لرې دے او صداقت مونږ ته رارسى نه. مونږ د رڼا په انتظار کښې يُو، خو ګوره صرف تيارۀ راته ښکارى. مونږ د سپينې رڼا په اُميد کښې يُو خو په تکه توره تيارۀ کښې ګرځو.
10او مونږ د ړندو په شان لاس په دېوال باندې اېښودلو اېښودلو سره لار معلوموو، د هغه خلقو په شان چې بلکل سترګې نۀ لرى. مونږ د غرمې هم داسې تيندکونه خورو لکه چې شپه وى، مونږ په ژوندو کښې د مړو په شان يُو.
11مونږ ټول لکه د مېلوګانو غوريږُو، لکه د کونترو غورغور کوُو، مونږ د اِنصاف په انتظار کښې يُو خو شته دے نه، مونږ د خلاصون په انتظار کښې يُو خو دا زمونږ نه لرې دے.
12زمونږ جرمونه ستا په وړاندې انبار دى، او زمونږ ګناهونه زمونږ خلاف ګواهى کوى. مونږ ته د خپل بغاوت احساس شته او مونږ ته پته ده چې مونږ څومره ګناهګار يُو.
13مونږ د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے او د هغۀ مو اِنکار کړے دے، مونږ خپل خُدائ پاک ته شا کړې ده. زمونږ خبرې د ظلم او بغاوت نه ډکې دى. مونږ به دروغ جوړول او بيا ب�� مو دغه دروغ په عمل کښې راوستل.
14اِنصاف وروستو شوے دے او صداقت لرې ولاړ دے. رښتيا د ښار په چوک کښې تيندک خوړلو سره راپرېوته، او ديانتدارى ورته ورداخلېدے نۀ شى.
15رښتيا هيڅوک هم نۀ وائى، او څوک چې غلط کار نه لاس اخلى هغه لوټ کيږى. مالِک خُدائ دا وليدل او هغه په دې نارضا وو چې اِنصاف نشته.
16هغۀ وکتل چې هيڅوک هم نۀ وو، هغه حېران شو چې د خلاصى والا څوک هم نۀ وو چې د مظلوم مدد وکړى. خو بيا د هغۀ خپل لاس هغۀ له خلاصون ورکړو، او د هغۀ صداقت د هغۀ مدد کولو.
17هغۀ صداقت د زغرې په شان واغوستو او د خلاصون ټوپۍ يې په سر کړه. د بدل جامې يې واغوستې او د غېرت څادر يې ځان نه تاو کړو.
18هغه به خپلو دشمنانو له د هغوئ د بدو عملونو سزا ورکړى. د هغۀ غضب به د هغۀ په مخالفينو راګزار شى. هغه به د دُنيا تر آخرى سره پورې دوئ له سزا ورکړى.
19نو بيا به د نمرپرېواتۀ په طرف خلق د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى او نمرخاتۀ په طرف خلق به د هغۀ د نوم جلال بيانوى. ځکه چې هغه به د يو تېز سېلاب په شان په هغوئ راشى لکه چې د مالِک خُدائ باد راروان کړے وى.
20مالِک خُدائ فرمائى چې، ”يو خلاصونکے به صيون ته راځى، د يعقوب هغه اولاد له چې د خپلو ګناهونو نه اوړى.
21او ترڅو چې زما خبره ده نو زۀ به هغوئ سره يو لوظ وکړم. زما روح چې په تاسو دے او زما کلام چې ما ستاسو په خولۀ کښې اچولے دے، هغه به هيڅکله ستاسو د خولې نه، ستاسو د اولاد د خولې نه او د هغوئ د اولاد د خولې نه لرې نۀ شى. دا د مالِک خُدائ وينا ده او تر همېشه همېشه پورې به هم داسې وى.“