Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1پاڅه، وځلېږه. ځکه چې ستا نُور راغلے دے، او د مالِک خُدائ جلال په تا ځلېدلے دے.
2ګورئ، داسې لکه چې په زمکه تيارۀ خوره وى او قومونه تکې تورې تيارۀ لاندې پټ وى، خو په تا باندې به د مالِک خُدائ نُور ځليږى او د هغۀ جلال به ستا دپاسه ښکارى.
3قومونه به ستا نُور له راشى، او بادشاهان به ستا د سحر راختونکې رڼا له راشى.
4خپل ځان نه ګېرچاپېره نظر واچوه او وګوره، هغوئ ټول راغونډيږى او تا له راځى. ستا زامن به د لرې لرې نه راشى، او ستا لوڼه به په غېږ کښې راوستلے شى.
5بيا به تۀ دا وګورې او خوشحاله به شې، ستا زړۀ به غټ شى او د خوشحالۍ نه به درزيږى. ځکه چې د لرې مُلکونو خزانې به تا له راوړے شى، او د قومونو دولت به تا له راشى.
6د اوښانو غټې قافلې به تا له راشى، د ميديان او عيفه نه به اوښان راشى. هغوئ به د شيبا نه راشى او سرۀ زر او خوشبودارې مصالحې به راوړى او د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوى.
7د قيدار ټولې ګډې چېلۍ به تا له راوستے شى، او د نبايوت ټول ګډان به ستا خِدمت دپاره حاضر کړے شى. زۀ به په قربان ګاه د هغوئ قربانيانې قبولې کړم او خپلې عبادتخانې له به شان او شوکت ورکړم.
8دا څوک دى چې د وريځې په شان رالوځى، لکه چې ګوګوشتکې جالې ته راروانې وى؟
9دا د ترسيس سمندرى جهازُونه دى چې تا له راروان دى. ځکه چې دا جزيرې په ما يقين ساتى. دا سمندرى جهازونه ستا اولاد سره د هغوئ د سرو زرو او سپينو زرو د لرې لرې مُلکونو نه راولى، او داسې به ستا د مالِک خُدائ د نوم درناوے وشى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے، ځکه چې هغۀ تا له شان او شوکت درکړے دے.
10د پردى مُلک خلق به ستا دېوالونه بيا جوړ کړى، او د هغوئ بادشاهان به ستا خِدمت کوى. ما په غصه کښې تا له سزا درکړه، خو اوس به زۀ خپل فضل سره په تا رحم وکړم.
11ستا دروازې به تل کولاو وى، شپه او ورځ به دا نۀ بنديږى، ځکه چې د قومونو مال دولت او د هغوئ ګرفتار شوى بادشاهان به د فتحې په جلوس کښې ښار ته دننه راوستل شى.
12خو چې کوم قوم او بادشاهى ستا خِدمت نۀ کوى نو هغوئ به برباد شى، هغوئ به په مکمل طور تباه شى.
13د لبنان شان او شوکت به تا له راشى. د نختر، د صُندل او د سبر ونې به تا له راشى چې زما کور ښائسته کړے شى او داسې به زۀ خپل کور له جلال ورکوم.
14کومو خلقو چې به په تا ظلم زياتے کولو نو د هغوئ اولاد به راځى او د عزت نه به تا ته ټيټيږى. هر چا چې ستا سپکاوے کړے دے نو هغه به ستا پښو ته ټيټيږى. هغوئ به تا ته ”د مالِک خُدائ ښار“ يا ”د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات صيون“ نوم اخلى.
15اول تۀ رد کړے شوے وې او خلقو به تا نه نفرت کولو، او نۀ به څوک په تا کښې تېرېدل. خو اوس به زۀ تا د همېشه دپاره ښائسته کړم او د ټولو نسلونو دپاره به د خوشحالۍ ځائ يې.
16طاقتور بادشاهان او زورَور قومونه به ستا هر ضرورت پوره کړى، داسې لکه چې تۀ يو ماشوم يې او د مَلِکې سينه روې. بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے، حفاظت کوونکے د بنى اِسرائيلو طاقتور حکمران يم.
17زۀ به ستا زېړ په سرو زرو، اوسپنه په سپينو زرو، لرګى په زېړو او کاڼے په اوسپنه بدل کړم. امن به ستا رهنما او صداقت به ستا حکمران جوړ کړم.
18ستا په مُلک کښې به نور د ظلم زياتى، تباهۍ او بربادۍ ذکر قدرې نۀ کيږى. تۀ به خپلو دېوالونو ته خلاصون او دروازو ته حمدوثناء نوم اخلې.
19تا ته به نور د ورځې د نمر ضرورت نۀ وى او د شپې به درته د سپوږمۍ ضرورت نۀ وى، ځکه چې مالِک خُدائ به ستاسو نۀ ختمېدونکے رڼا وى او خُدائ پاک به ستاسو جلال وى.
20ستا نمر به هيڅکله نۀ پرېوځى او نۀ به دې کله سپوږمۍ کوزيږى. ځکه چې مالِک خُدائ به ستا ابدى نُور وى، او ستا د غم ورځې به ختمې شى.
21ستا د قوم ټول خلق به صادقان وى، او هغه مُلک به د همېشه دپاره د هغوئ په قبضه کښې وى. ما هغوئ په خپلو لاسونو لکه د ونو په شان کَرلى دى، ترڅو خپله لوئى او جلال ټولو ته ښکاره کړم.
22ستا ټولو نه وړه او کمزورې خاندان به هم د يو طاقتور قوم په شان لويه شى. په مقرر وخت به زۀ داسې وکړم. زۀ مالِک خُدائ يم.