Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1د اوچ کالۍ په حقله په يرمياه د مالِک خُدائ کلام نازل شو،
2”يهوداه وير کوى، ښارونه يې لکه د اوچو شوو بوټو په شان غمژن دى، ټول خلق يې د غم په وجه په زمکه ناست دى او د يروشلم نه چغې او سورې راپورته کيږى.
3مالداره خلق خپل نوکران د اوبو دپاره کُوهيانو ته لېږى، خو ټولې چينې کُوهيان اوچ شوى وى او د ګوټ اوبو درک هم نۀ لګى. نوکران په ډيرې مايوسۍ او خفګان د تشو منګو سره راواپس کيږى او خپل سرونه يې د پرېشانۍ په وجه پټ کړى وى.
4زمکه د خوشکۍ او د باران نۀ ورېدلو په وجه چاؤدلې ده، زميداران پرېشانه دى، او هغوئ هم خپل مخونه پټ کړى دى.
5په پټو کښې د خوراک دپاره د ګياه د نشتوالى په وجه هوسۍ هم خپل تازه پېدا شوى بچى هم داسې په ډاګه پرېښى دى.
6ځنګلى خرونه هم د خوشکو غونډو په سرونو ودريږى او د ګيدړانو په شان چغې وهى او د خوراک د نشتوالى په وجه يې نظر کار پرېښے دے.
7زما خلق ما ته فرياد کوى او وائى چې، زمونږ ګناهونه زمونږ خِلاف ګواهى ورکوى، خو اے مالِکه خُدايه، د خپل نوم د خاطره دې زمونږ مدد وکړه. مونږ ستا نه په څو ځله اوړېدلى يُو، او ستا خِلاف مو ګناه کړې ده.
8اے مالِکه خُدايه صرف تۀ د بنى اِسرائيلو اُميد يې، او د تکليف په وخت کښې زمونږ خلاصونکے يې. نو بيا ولې تۀ لکه د يو مسافر په شان يې چې زمونږ په مُلک کښې صرف يوه شپه تېره کړى او بيا ځى؟
9تۀ ولې د هغه چا په شان يې چې ګنګس وى، او لکه د داسې فوجى په شان شوے يې چې څوک بچ کولے نۀ شى؟ اے مالِکه خُدايه، تۀ مونږ سره يې، او مونږ ستا نوم پورې تړلے شوى يُو، نو اوس مونږ مۀ پرېږده.“
10نو مالِک خُدائ د دې خلقو په حقله فرمائى، ”د دوئ ډېر زيات دا خوښېدل چې فضول وګرځى او زما نه واوړى او په خپل ځان يې قابو نۀ وُو. نو ځکه زۀ د دوئ نه راضى نۀ يم. او د دوئ ګناهونه به راته ياد وى، او سزا به ورله ورکړم.“
11مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”نور د دې قوم د خير دپاره ما ته سوال مۀ کوه.
12تر دې کۀ هغوئ روژه هم ونيسى، نو زۀ به د هغوئ فرياد ته غوږ نۀ نيسم. او کۀ چرې هغوئ ما ته سوزېدونکې او د غلې نذرانې هم پېش کړى، نو زۀ به هغه نۀ قبلوم. بلکې هغوئ به په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ کړم.“
13نو بيا ما ووئيل، ”اے قادر مطلق خُدايه، د هغوئ پېغمبران ورته وائى هر څۀ ټيک دى جنګ او قحط به نۀ راځى. مالِک خُدائ به په حقيقت کښې په تاسو امن راولېږى.“
14نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”زما په نوم دا پېغمبران د دروغو نبوت کوى. د هغوئ پېغام زما له طرف نه نۀ دے او نۀ ما هغوئ ته حکم کړے دے چې تاسو دا پېغام خلقو له ورکړئ. هغوئ دروغژنې روياګانې، او فضول فالونه او د خپلو دروغژنو خيالونو پېشګويانې کوى.
15نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى چې کوم پېغمبر��ن چې زما په نوم د دروغو نبوت کوى او خلقو ته وائى چې نۀ به جنګ راځى او نۀ به قحط، چا ته چې ما پېغام نۀ دے ورکړے نو هم دوئ به زۀ په جنګ او قحط باندې هلاک کړم.
16کومو خلقو ته چې هغوئ دا پېشګويانې کوى نو د هغوئ لاشونه به د يروشلم په لارو کوڅو کښې د جنګ او قحط په وجه وغورزولے شى. څوک به نۀ وى چې هغوئ او د هغوئ ښځې، زامن، لوڼه ښخ کړى. او زۀ به په هغوئ هغه افت نازل کړم د کوم چې لائق دى.“
17مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”يرمياه هغوئ ته دا ووايه، زما د سترګو نه شپه او ورځ اوښکې بهيږى، زما ژړا نۀ ودريږى، ځکه چې زما قوم چې په ما لکه د لور په شان ګران دے سخت زخمى شوے دے او زيات ژوبل شوے دے.
18کله چې زۀ بهر مېدانونو ته لاړ شم، نو زۀ هغوئ وينم څوک چې په جنګ کښې په تُورو مړۀ شوى دى، او کۀ زۀ دننه د ښار کوڅو ته لاړ شم، نو زۀ هغه خلق ګورم چې د قحط په وجه مړۀ شوى دى. پېغمبران او اِمامان دواړه خپل کارونه جارى ساتى، خو هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“
19اے مالِکه خُدايه، تا يهوداه بلکل رد کړے دے څۀ؟ آيا تۀ د صيون د خلقو نه نفرت کوې څۀ؟ ولې تا مونږ دومره سخت زخمى کړى يُو چې د رغېدو ټول اُميدونه مو ختم شُو څۀ؟ مونږ د خير اُميد لرلو خو مونږ ته خير مِلاو نۀ شو، مونږ د علاج په طمع وُو خو د شفا په ځائ په مونږ يره راغله.
20اے مالِکه خُدايه، مونږ ستا خِلاف بدکارونه کړى دى، مونږ د خپلو بدو کارونو او د خپل پلار نيکۀ د بدو کارونو اِقرار کوُو.
21د خپل نوم د خاطره دې مونږ مۀ پرېږده، او خپل جلالى تخت دې مۀ سپکوه. خپل لوظ دې راپه ياد کړه کوم چې تا مونږ سره کړے دے او هغه مۀ ماتوه.
22آيا د نورو قومونو د بُتانو فضول معبودان باران کولے شى څۀ؟ آيا آسمان په خپله باران ورولے شى څۀ؟ نه، بلکې دا تۀ يې، اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه. نو د دې دپاره زمونږ توکل په تا دے، ځکه چې تۀ هغه ذات يې څوک چې دا هر څۀ کوى.