Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د خپل ځان دپاره د کتان لنګ واخله او د ملا نه يې تاؤ کړه خو چې په اوبو کښې درنه لوند نۀ شى.“
2نو د مالِک خُدائ د هدايت په مطابق ما لنګ واخستو او د ملا نه مې تاؤ کړو.
3نو بيا په دوېم ځل د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
4”کوم لنګ چې تا اخستے او تاؤ کړے دے اوس د فرات سيند ته لاړ شه او هلته د ګټ په سورى کښې يې پټ کړه.“
5نو د مالِک خُدائ د هدايت په مطابق زۀ لاړم او لنګ مې هلته پټ کړو.
6څۀ موده وروستو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د فرات سيند ته لاړ شه او هغه لنګ بيا راواخله کوم چې ما درته فرمائيلى وُو چې هلته يې پټ کړه.“
7نو بيا زۀ لاړم او هغه ځائ نه مې راوويستو په کوم ځائ کښې چې ما لنګ پټ کړے وو، خو ومې ليدو چې دا بلکل سخا شوے وو او د هيڅ کار نۀ وو.
8نو د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو چې،
9”لکه څنګه چې دا لنګ سخا شوے دے دغه رنګ به زۀ د يهوداه او د يروشلم لوئ غرور سخا کړم.
10دې بدکاره خلقو چا چې زما د کلام د اورېدو نه اِنکار وکړو، او د خپلو سرکشه زړونو يې ومنل او د نورو معبودانو عبادت او خِدمت يې شروع کړو، نو د هغوئ حالت به د دې سخا شوے لنګ په شان وى چې د هيڅ کار نۀ وى.
11لکه څنګه چې لنګ د انسان د ملا نه کلک تاو وى، نو دغه شان ما د اِسرائيل او د يهوداه خلق خپل ځان سره وتړل چې دوئ زما د نوم د شُهرت، تعريف او عزت باعث وى. خو هغوئ زما تابعدارى ونۀ کړه.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.
12نو هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”ستا د ميو ټولې چاټۍ دې د ميو نه ډکې شى. او بيا دوئ جواب ور کړو چې، بېشکه، هره يوه چاټۍ به د ميو نه ډکه شى.
13نو بيا تۀ هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى زۀ به د دې مُلک په ټولو خلقو او د داؤد په نسل، په بادشاهانو، او اِمامانو، پېغمبرانو دومره مے وڅښم چې ښۀ نشه شى او په هر هغه چا چې په يروشلم کښې اوسيږى.
14نو بيا به زۀ هغوئ په خپلو کښې سره وجنګومه تر دې چې مور پلار او بچى به په خپلو کښې يو بل زره زره کړى. او زۀ به په هغوئ هيڅ قسم رحم او ترس ونۀ کړم. او هيڅ څيز به ما د هغوئ د تباه کولو نه منع نۀ کړى.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.
15په غور او احتياط سره واورئ او مغروره کېږئ مه. ځکه چې مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.
16د دې نه مخکښې چې ډېر ناوخته شى مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته جلال ورکړئ. او هغه وپېژنئ د دې نه وړاندې چې هغه درباندې تيارۀ راولى، او تاسو تيندک وخورئ او په تورو تيارو غرونو کښې راوغورزېږئ. او د هغه نُور چې تاسو يې په انتظار کښې يئ نو مالِک خُدائ به هغه په تورو تيارو بدل کړى.
17کۀ تاسو اوس هم غوږ ��نۀ نيسئ، نو زۀ به ستاسو د غرور په وجه پټ پټ وژاړم. زما سترګې به ترخه ژړا وکړى او ډکې به شى او اوښکې به ترې بهيږى. ځکه چې دشمن به د مالِک خُدائ قوم لکه د يوې رمې په شان راګېر کړى او قېدولو له به يې بوځى.
18مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”بادشاه او د هغۀ مور ته ووايه چې، د تخت نه راکوز شه او په خاورو کښې کښېنه، ځکه چې ستا د شان او شوکت تاجونه به زر ستا د سر نه راوغورزيږى.
19د نجب ښارونو دروازې به بند کړے شى او څوک به هم هغه نۀ شى کولاولے. د يهوداه ټول خلق به جلاوطن کړے شى او يو به هم بچ نۀ شى.“
20خپلې سترګې اوچتې کړه او هغه فوج وګوره چې د شمال د خوا نه راروان دے. ستا هغه ښکلې رَمې اوس چرته دى چې ما تا ته سپارلې وې؟ ستا هغه ګډان چرته دى چې تا به پرې فخر کولو؟
21تۀ به په هغه ورځ څۀ وائې کله چې مالِک خُدائ په تا هغه خلق حکمرانان مقرر کړى کوم خلق چې تا خپله ډله جوړه کړې وه؟ لکه څنګه چې د ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت وى نو تۀ به په دغه شان تکليف کښې شې.
22کۀ تۀ چرې د خپل ځان نه تپوس وکړې چې دا هر څۀ ما سره ولې کيږى؟ نو دا ستا د ډېرو ګناهونو په وجه تا سره وشول. نو ځکه ستا نه جامې وويستلے شوې او هغه حمله کوونکو فوجيانو تا سره په زور زنا وکړه.
23ولې د ايتهوپيا يو سړے د خپلې څرمنې رنګ بدلولے شى؟ يا يو پړانګ د ځان نه خالونه لرې کولے شى څۀ؟ نه کله هم نه، هم دغه رنګ تۀ په بدو عملونو دومره عادت شوے يې چې تۀ کله هم نېک کارونه نۀ شې کولے.
24زۀ به تاسو لکه د بوسو په شان چې د صحرا هوا په مخه اخستې وى خوارۀ وارۀ کړم.
25مالِک خُدائ فرمائى چې، دا ستا قسمت دے، هغه برخه چې ما ستا دپاره مقرر کړې ده. ځکه چې تا زۀ هېر کړے يم او په دروغژنو معبودانو دې يقين کړے دے.
26اے قومه، زۀ به په خپله ستاسو نه جامې وکاږم چې تاسو لغړ کړم او شرمګاه مو ښکاره کړم.
27ما ستاسو زناکارى او د نفس خواهشات، ما ستاسو په بېشرمۍ سره د بُتانو عبادت په لوړو او ژورو باندې وليدلو. په تاسو دې افسوس وى، اے يروشلمه. ترڅو پورې به تاسو داسې حرام کاره او ناپاکه يئ؟