Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1اے مالِکه خُدايه، تۀ همېشه ما سره اِنصاف کوې کله چې زۀ يوه مسئله ستا په حضور کښې وړاندې کړم. نو ما ته د مقدمې کولو اجازت راکړه، نو دا بدکاران ولې دومره ترقى کوى؟ او ولې ټول غداران دومره په آرام ژوند تېروى؟
2تا هغوئ کَرلى دى او دوئ جرړې کړې دى، دا لوئ شى او مېوه ونيسى. تۀ هر وخت د هغوئ په خولۀ يې، خو د هغوئ د زړونو نه لرې يې.
3خو اے مالِکه خُدايه، تۀ ما پېژنې، او تۀ ما وينې او تۀ په ما آزمېښت وکړه چې زۀ ستا يم. دا بدعمله خلق داسې راکاږه لکه څنګه چې يو ګډ د حلالولو دپاره راښکلے شى، او د حلالولو پورې يې يوې خوا ته وساته.
4دا زمکه به تر کومې پورې ماتم کوى او په پټو کښې به يې ګياه اوچيږى؟ څوک چې په دې مُلک کښې اوسيږى نو د هغوئ د بدعملۍ په وجه مارغان او ځناور تباه شوى دى، او هم په دې وجه خلق دا وائى چې، ”خُدائ به هم حيران وى چې مونږ سره به څۀ کيږى.“
5مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”اے يرمياه، کۀ چرې تۀ د انسانانو سره په منډه وهلو دومره ستړے کېږې، نو تۀ به د آسونو سره څۀ مقابله وکړې؟ کۀ چرې تۀ په يو هوار او محفوظه مېدان کښې تيندکونه خورې او راغورزېږې، نو تۀ به د اُردن سره په ګڼ ځنګل کښې څۀ کوې؟
6تر دې چې ستا وروڼه، او ستا د خپل خاندان خلق ستا مخالفت کوى. هغوئ ستا خلاف شکايتونه کوى. په هغوئ باور مۀ کوه، کۀ څۀ هم چې هغوئ ستا ښۀ وائى.“
7مالِک خُدائ فرمائى، ”ما خپل خلق پرېښودل، چې زما خاص ميراث دے. ما ته ډېر ګران خلق مې د دشمنانو لاسونو ته حواله کړل.
8زما غوره شوے قوم لکه د ځنګل د زمرى په شان ما ته وغړمبېدو، نو په دې وجه زۀ د هغوئ نه نفرت کوم.
9آيا دا مُلک د ګيدړانو غار دے چې ټپوسان پرې بره الوځى رالوځى. خو ځنګلى ځناور دې راشى چې د هغوئ لاشونه وخورى.
10ډېرو حاکمانو زما د انګورو باغونه برباد کړى دى، او هغوئ ټول بوټى د پښو لاندې کړى دى او ښائست يې ورله ختم او په بيابان بدل کړے دے.
11هغوئ د دې نه تش بيابان جوړ کړے دے او ما د خپلو خلقو د ماتم ژړا اورېدلې ده، او زما د ټول مُلک نه دشته بيابان جوړ شوے دے، او څوک يې هم پرواه نۀ کوى.
12د بيابان په ټولو اوچتو او خُشکو غونډو د قتل و غارت فوج ليدلے کيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ تُوره به د يو سر نه تر بل سره پورې هغوئ هلاک کړى. نو څوک به هم محفوظ نۀ وى.
13زما خلقو غنم وکَرل، خو تش ازغى يې ورېبل، هغوئ ډېر محنت وکړو خو هيڅ فائده يې حاصله نۀ کړه. ځکه د مالِک خُدائ د سختې غصې په وجه، هغوئ صرف د رُسوايۍ او شرم فصل ورېبلو.“
14مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به د بنى اِسرائيلو نه هغه ټول شريره او بدکاره ګاونډيان د جرړې نه راوکاږم څوک چې د هغوئ په زمکه قبضه کول غواړى، او زۀ به يهوداه هم د بنى اِسرائيلو د مينځ نه راوکاږم.
15خو کله چې زۀ هغوئ راوباسم، نو بيا به زۀ په هغوئ باندې رحم وکړم، او زۀ به هغوئ هر يو قوم خپل ميراث او خپل مُلک ته واپس راولم.
16او بيا کۀ چرې دا قومونه په رښتيا سره زما د خلقو طريقې زده کړى، او کۀ هغوئ زما په نوم قسم خوړل زده کړى او وائى چې په يقين سره مالِک خُدائ ژوندے دے، لکه څنګه چې هغوئ يو وخت زما قوم ته د بعل د بُت په نوم قسم خوړل ور زده کړى وُو، نو هغوئ به بيا زما د قوم په مينځ کښې آباد شى.
17خو کۀ چرې هر يو قوم زما خبرو ته غوږ ونۀ نيسى، نو بيا به زۀ هغه قوم په مکمل توګه د بېخ نه راوکاږم او نيست و نابود به يې کړم.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.