Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1مالِک خُدائ يرمياه ته دا پېغام ورکړو چې،
2”تاسو د دې لوظ شرطونو ته غوږ ونيسئ او هغه د يروشلم او يهوداه خلقو ته ووايه کوم چې ما تاسو سره کړے دے.
3هغوئ ته ووايه چې دا هغه موضوع ده چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لعنت دې وى په هر هغه چا چې د دې لوظ د شرطونو پيروى نۀ کوى.
4دا هغه لوظ دے چې کله ما ستاسو پلار نيکۀ سره په هغه وخت کښې کړے دے کله چې ما هغوئ د مِصر نه بهر راوويستل د هغه ځائ نه چې لکه د اور د بټۍ په شان وو. کۀ چرې تاسو زما د حکمونو پيروى وکړئ کوم چې ما تاسو له درکړى دى، نو بيا به تاسو زما قوم يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.
5نو زۀ به بيا خپل هغه لوظ پوره کړم کوم چې ما ستاسو د پلار نيکۀ سره کړے وو چې زۀ به هغوئ له هغه زمکه ورکړم چې په کښې د شهد او پئ ډېر تېر دى او په کوم کښې چې تاسو نن اوسېږئ.“ نو بيا ما جواب ورکړو چې، ”آمين، مالِکه خُدايه.“
6بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې وګرځه. هلته زما ټول پېغامونه هغوئ ته بيان کړه او خلقو ته ووايه چې، د لوظ په شرطونو باندې غور وکړئ، او په هغۀ باندې عمل وکړئ.
7کله چې ما ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راويستل نو ما بار بار دوئ ته خبردارے ورکړو چې زما تابعدارى وکړئ او تر نن ورځ پورې لګيا يم او هم دا خبردارے ورکوم.
8بلکې هغوئ نۀ ما ته غوږ ونيولو او نۀ يې زما په خبرو غور وکړلو خو په ځائ د دې هغوئ هر يو د خپل سرکشه زړۀ د خواهشاتو په مطابق ژوند تېرولو. او زما د لوظ د احکامو پيروى يې ونۀ کړه، نو بيا ما هم په هغوئ هغه ټول لعنتونه نازل کړل چې په لوظ کښې يې ذکر شوے دے.“
9نو دوباره بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د يهوداه او د يروشلم خلقو زما خِلاف سازش جوړ کړے دے.
10هغوئ د خپل پلار نيکۀ پخوانى د ګناهونو لارو ته رجوع کړې ده، د هغوئ پلار نيکۀ زما کلام ته غوږ نۀ نيولو او د نورو معبودانو پيروى او عبادت يې شروع کړو. دواړو اِسرائيل او يهوداه هغه لوظ مات کړو کوم چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره کړے وو.
11نو د دې دپاره زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، زۀ به په دوئ هغه افتونه او مصيبتونه راولم چې دوئ به ترې نه تښتېدلے نۀ شى. کۀ څۀ هم چې دوئ ما ته د مدد دپاره وژاړى او چغې ووهى، خو زۀ به يې نۀ اورم.
12نو د يهوداه او د يروشلم خلق به معبودانو له لاړ شى او فرياد به ورته وکړى، چا ته چې هغوئ خوشبويۍ سوزولې. خو هرکله چې افت په دوئ باندې راشى نو په هغه وخت کښې به هغه بُتان دوئ بچ نۀ کړى.
13اے د يهوداه خلقو وګورئ ستاسو د خپلو ښارونو په تعداد کښې معبودان دى، او د يروشلم د کوڅو په تعداد کښې تاسو شرمناکې ډيرې قربانګاه جوړې کړې دى، چې په کښې د بعل بُت دپاره د خوشبو سوزولو قربانۍ پېش کړئ.
14اے يرمياه، تۀ د دې خلقو دپاره نۀ ما ته دُعا او نۀ مِنت زارى وکړې، ځکه چې زۀ به دوئ ته په هغه وخت کښې چې کله په تکليف کښې وى غوږ نۀ نيسم.
15نو بيا تاسو زما کور ته د داخلېدو څۀ حق لرئ چې تاسو بد کارونه وکړل، اے زما محبوب قومه؟ آيا ستاسو د نذرانې او د قربانۍ مقدسې غوښې پېش کول به تاسو د تباهۍ نه بچ کړى څۀ؟ او په حقيقت کښې تاسو په بدعملۍ کولو کښې خوشحاله يئ.
16ما مالِک خُدائ به په يو وخت کښې تاسو ته د زيتُونو د شنې او ښکلې ونې لقب درکړے وو چې د ښو مېوو نه ډکې وى. خو د سخت او زورَور طوفان په شور کښې به زۀ ستا په پاڼو اور بل کړم، او ستا څانګې به ماتې کړم.
17ما، مالِک خُدائ ربُ الافواج اِسرائيل او يهوداه د ونې په شان کَرلى وُو، خو اوس مې په تاسو د افت راوستلو فېصله وکړه. ځکه چې تاسو بدعملى وکړه، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ په سوزولو تاسو زما غصه راوپاروله.“
18نو بيا مالِک خُدائ زۀ د هغوئ د بدو منصوبو نه خبر کړم کومې چې دشمنانو زما خِلاف جوړې کړې وې.
19زۀ د هغه بېګناه ګډُورى په شان وم چې د حلالولو دپاره روان کړے شوے وى او ما ته زما خِلاف د هغوئ د بدو منصوبو عِلم نۀ وو. هغوئ وئيل، ”راځئ چې د مېوې هغه ډکه ونه راوغورزوُو، راځئ چې هغه د ژوندو د دُنيا نه ختم کړُو چې نور د هغۀ نوم د دُنيا نه د تل دپاره ورک شى.“
20نو بيا ما سوال وکړو چې، ”اے مالِکه خُدايه ربُ الافواجه. تۀ عادل او اِنصاف کوونکے يې، تا ته د هغوئ د زړُونو او سوچونو پته ده، زۀ غواړم چې تۀ زما بدله واخلې او هغه په خپله ووينم، نو اوس ما خپله فېصله تا ته پرېښې ده.“
21مالِک خُدائ فرمائى، ”د عنتوت خلق غواړى چې تا ووژنى. هغوئ وائى چې تۀ د مالِک خُدائ په نوم نبوت مۀ کوه ګنې تا به مړ کړُو.
22نو مالِک خُدائ ربُ الافواج د دوئ په حقله فرمائى، زۀ به هغوئ له سزا ورکړم. د هغوئ ځوانان به په جنګ کښې ووژلے شى، او د هغوئ زامن او لوڼه به د قحط په وجه مړۀ شى.
23د هغوئ نه به يو هم بچ پاتې نۀ شى ځکه چې زۀ به د عنتوت په خلقو افت رانازل کړم. کله چې د هغوئ د سزا وخت راورسيږى.“