Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ پېغام ته غوږ ونيسئ.
2مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د نورو قومونو په طريقو تلل مۀ کوئ، او د هغوئ په شان په آسمان کښې د ستورو د ګردش او نښو نښانو نه مۀ يرېږئ تر دې چې هغوئ په خپله يريږى.
3ځکه چې د نورو قومونو رِواج فضول دے، هغوئ د ځنګل نه ونه راووهى، او بيا کاريګر ترې نه په خپله په ترښځ بُت جوړوى.
4او وروستو هغه په سرو او سپينو زرو باندې ښائسته کړى او بيا دوئ په څټک او مېخ سره دا بُت په يو ځائ کښې ټک وهى چې راونۀ غورزيږى.
5د هغوئ بُتان داسې دى لکه د بادرنګو په پټى کښې چې ګوډاګے د مارغانو د شړلو دپاره ودرولے شوے وى، کوم چې نۀ خبرې کولے شى، او نۀ هغه په خپله ګرځېدے شى، په کار دے چې نور خلق دا اوچت کړى. د هغوئ نه مۀ يرېږه، دوئ تا ته ضرر نۀ شى در رسولے او نۀ څۀ فائده درکولے شى.“
6اے مالِکه خُدايه، ستا په شان بل هيڅ څوک هم نشته، تۀ لوئ يې، او تۀ زورَور يې.
7اے د قومونو بادشاه، څوک به ستا نه نۀ يريږى؟ تۀ د ثناء او صِفت لائق يې. د دُنيا په ټولو هوښيارو خلقو او بادشاهتونو کښې بل څوک ستا په شان نشته.
8هغوئ ټول کم عقل او بېوقوفه دى، ځکه هغوئ چې د څۀ عبادت کوى هغه د لرګى نه جوړ شوى دى.
9هغوئ د ترسيس نه د سپينو زرو تختې او د اوفاز نه سرۀ زر راوړى. کله چې زرګر ترې نه بُت جوړ کړى نو بيا درزيان ورته آسمانى او کاسنى کپړې تياروى او هغۀ ته يې وراغوندى.
10بلکې مالِک خُدائ رښتونے خُدائ پاک دے. هغه ژوندے خُدائ پاک او ابدى بادشاه دے. د هغۀ د قهر و غضب نه ټوله دُنيا لړزيږى، قومونه د هغۀ غضب ته ټينګېدے نۀ شى.
11هغه خلقو ته څوک چې د نورو معبودانو عبادت کوى دا ووايه چې، ”هغه تش په نامه معبودانو چې زمکه او آسمانونه يې نۀ دى جوړ کړى، هغه به د زمکې د مخ نه او د آسمان د لاندې نه بلکل ختم شى.“
12خو مالِک خُدائ په خپل قدرت سره زمکه جوړه کړه. او په خپل حکمت سره يې دُنيا قائمه کړه. او په خپل عقل يې آسمانونه خوارۀ کړل.
13کله چې هغه برېښنا ته حُکم وکړى نو په آسمان کښې وريځې په غرار شى، هغه وريځې د زمکې د يو سر نه تر بل سره پورې خوروى. هغه برېښنا د باران سره رالېږى او د خپلو ذخيرو نه هوا رالوځوى.
14د انسان ټول نسلونه بېعقله او بېعلمه دى، هغه کاريګر چې بُتان جوړوى دوئ به د دې بُتانو په وجه وشرميږى، ځکه چې د دوئ بُتان هم دوکه ده او ساه په کښې نشته.
15دا بُتان فضول او سپک څيز دے. د حساب کِتاب په ورځ به دا ټول تباه شى.
16خو د بنى اِسرائيلو خُدائ د بُت په شان نۀ دے. هغه د هر شى خالق دے، د بنى اِسرائيلو په شمول چې د هغۀ خپل خلق دى. او د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
17اے محاصره شوې ښاريې. تاسو خپله کډه راوچته کړئ، دشمنانو درنه ګېره اچولې ده.
18ځکه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ناګهانه به دا ځل د دې مُلک اوسېدونکى بهر وغورزوم. زۀ به په تاسو لوئ مصيبت نازل کړم، او په آخر کښې به تاسو ته زما د غصې پته ولګى.“
19واى واى، تباه شوم، زما زخمونه سخت دى، زما بيمارى د رغېدو نه بهر ده، چې ضرور دا برداشت کړم.
20بلکې زمونږ خېمې تباه شوې دى او پړى يې شلېدلى دى، زما ماشومان ما نه اخستے شوى دى. يو هم نۀ دے پاتې شوے، ټول بوتلے شوى دى زۀ به يې دوباره ونۀ وينم.
21زما د قوم شپونکى بېشعوره او بېعقله شوى دى. دوئ نور د مالِک خُدائ سره مشوره نۀ کوى. نو په دې وجه دوئ پوره ناکاميابه شوى دى، او د دوئ ټولې رمې دانه وانه شوې دى.
22غوږ ونيسئ، د شمال د خوا نه د غټ لښکر د راتلو يروونکے شور اورېدے کيږى. د يهوداه ښارونه به تباه او برباد شى او د ګيدړانو غار به ترې نه جوړ شى.
23اے مالِکه خُدايه، زۀ په دې پوهېږم چې د انسان د ژوندون اختيار د دۀ په خپل لاس کښې نۀ دے. او نۀ هغه په خپلې مرضۍ سره د خپل ژوند لار مقررولے شى.
24اے مالِکه خُدايه، په نرمۍ سره زما اصلاح وکړه، او په خپل قهر او غضب کښې دې زما اصلاح مۀ کوه ګنې زۀ به د دُنيا نه ورک شم.
25څوک چې تا نۀ پېژنى خپل قهر و غضب دې په هغه خلقو نازل کړه، او په هغه چا څوک چې ستا نوم په خولۀ نۀ اخلى، ځکه چې ستا قوم بنى اِسرائيل يې وژلى دى، او هغوئ دوئ لواړ تېر کړى او تباه کړى يې دى، او مُلک يې ورله وران ويجاړ کړے دے.