Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1”کاش چې زما سر د اوبو چينه وے، او زما سترګې د اوښکو چينې وے، ترڅو چې ما شپه او ورځ د خپلو خلقو په قتلولو ژړا انګولا کولے.
2کاش چې په صحرا کښې زما يو سرائى وے، چرته چې ما خپل خلق پرېښودى وے او هلته د دوئ نه لرې اوسېدلم. ځکه چې دوئ ټول د خُدائ پاک سره بېوفائى کوى، او د بېايمانانو يوه ډله ده.“
3مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ د خپلو ژبو نه ليندې جوړې کړې دى او د دروغو غشى هر وخت ورَوى. د دې مُلک په ديانتدارۍ کښې صداقت نشته، هغوئ د يوې ګناه دپاسه بله ګناه کوى، هغوئ ما نۀ پېژنى.
4تاسو هر يو په خپل دوست نظر ساتئ او په خپل ورور هم اعتبار مۀ کوئ. ځکه چې هر يو ورور ستاسو دوکه مار دے، او هر يو دوست غېبت کوونکے دے.
5هر يو دوست بل دوست سره دوکه کوى، او يو هم رښتيا خبره نۀ کوى، هغوئ خپلو ژبو ته د دروغو وئيلو تعليم ورکړے دے، او په ګناه کولو سره خپل ځان ستړے کوى.“
6مالِک خُدائ فرمائى چې، ”تاسو د دوکه مارانو او د دروغژنو په مينځ کښې اوسېږئ، او د خپلو دوکه کولو په وجه دوئ نۀ غواړى چې ما وپېژنى.“
7نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ به دوئ لکه د کچه سپينو زرو په شان د اور بټۍ کښې واچوم، صفا به يې کړم او وبه يې آزمايمه، زۀ نور د دې ګناه ګار قوم سره څۀ وکړم؟
8د هغوئ ژبې لکه د زهريله غشو په شان دى، او هغوئ همېشه دروغ وائى. او هغوئ په خولۀ د خپل ګاونډى سره خوږه لهجه کوى، خو په حقيقت کښې د هغوئ دپاره بدې منصوبې جوړوى.“
9مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا زۀ دوئ ته د دې بدو کارونو سزا ورنۀ کړم څۀ؟ آيا د داسې قوم نه بدله خپله وانۀ خلم څۀ؟
10زۀ به د غرونو دپاره ژړا وکړم، او د بيابان د څرن په ځايونو به د غم سندرې ووايم. ځکه چې څوک هم په هغې تګ راتګ نۀ کوى، او ټول شينکے سوزېدلے او اوچ شوے دے او د رمو آوازونه په کښې نۀ اورېدلے کيږى. د هوا مارغان او ځنګلى ځناور ټول ترې نه تښتېدلى دى.“
11مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به د يروشلم نه د خاورو ډېرے، او د ګيدړانو غار جوړ کړم. او د يهوداه ښارونه به وران او خاموشه کړم، نو هيڅوک به هلته کښې نۀ اوسيږى.
12نو بيا به څوک دومره هوښيار وى چې په دې ټوله موضوع پوهه شى؟ چا ته د مالِک خُدائ نه دومره هدايت مِلاو شوے دے چې دا بيان کړى چې دا مُلک ولې وران شوے دے؟ دا ولې په ريګستان بدل شوے دے، او دومره ولې وران او خراب شوے دے چې هيڅوک هم پرې تېرېدلے نۀ شى؟“
13مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”دا ځکه چې هغوئ زما شريعت هېر کړو کوم تعليم چې ما هغوئ ته وړاندې کړے وو، نۀ هغوئ زما کلام ومنلو او نۀ يې د هغې پيروى وکړه،
14بلکې د دې په ځائ هغوئ د خپل سرکشه زړونو پيروى وکړه، او هغوئ د بعل د بُت پيروى وکړه لکه څنګه چې د هغوئ پلار نيکۀ ورته د عبادت کولو تعليم ورک��ے وو.
15نو ځکه، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ګورئ، زۀ به هغوئ ته د خوړلو دپاره ګنډير ورکړم او د څښلو دپاره به زهريله اوبۀ ورکړم.
16زۀ به هغوئ په داسې قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړم چې نۀ به يې دوئ او نۀ به يې د دوئ پلار نيکۀ پېژنى، او زۀ به په دوئ جنګ راولم ترڅو چې يې هلاک کړى نۀ وى.“
17مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”هغه څۀ چې کېدونکى دى په هغې غور وکړئ. سندرې ويونکې او ماتم کوونکې ښځې راوغواړئ چې راشى، او هغه ښځې راوغواړئ چې په مړى په ژړا کولو کښې ماهرې دى.
18لاړ شئ او هغوئ زر راولئ چې په مونږ باندې دومره ژړا او سندرې ووائى ترڅو زمونږ سترګې د اوښکو نه ډکې شى، او زمونږ د بڼو نه اوښکې روانې شى.“
19د صيون نه د ژړا آوازونه اورېدلے کيږى چې وائى، ”واى، واى، مونږه څنګه تباه شُو او په شرمونو وشرمېدو. مونږ مُلک پرېښودو ته مجبوره شوى يُو، ځکه چې زمونږ کورونه تباه شوى دى.“
20اے ښځو، د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسئ، او د هغۀ د خولې هرې خبرې ته غوږ ونيسئ. خپلو لوڼو ته د سندرو او ماتم کولو تعليم ورکړئ، او يو بل ته په خپلو کښې د ماتم کولو تعليم ورکړئ.
21ځکه چې مرګ زمونږ کور ته په کړکو راننوتے دے او زمونږ قلعو ته رادننه شوے دے، هغه اوس ماشومان د کوڅو نه او ځوانان د بازارونو او چوکونو نه راټولوى او تېروى.
22مالِک خُدائ فرمائى، ”خلقو ته ووايه چې د مړو لاشونه به په پټو کښې لکه د ډېران د سرې پراتۀ وى، او لکه د غنمو وږې په شان د لَوګرى شا ته اخوا ديخوا پراتۀ وى دغه شان به مړى هرې خوا ته پراتۀ وى او د راټولولو به يې څوک نۀ وى.“
23مالِک خُدائ فرمائى، ”هوښيار دې په خپله هوښيارتيا فخر ونۀ کړى، نۀ دې زورَور په خپل زور باندې او نۀ دې دولتمند په خپل دولت باندې فخر وکړى.“
24مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ څوک فخر کول غواړى نو هغه دې په دې خبره فخر وکړى چې دوئ ما پېژنى او په دې پوهيږى چې زۀ هغه مالِک خُدائ يم چې په زمکه باندې نۀ ختمېدونکې مينه، عدل و اِنصاف او صداقت راولم. ځکه چې په دې څيزونو کښې زما خوشحالى ده.“
25مالِک خُدائ فرمائى، ”هغه ورځې راروانې دى چې، زۀ به ټولو هغه خلقو ته سزا ورکړم څوک چې صرف جسمانى سنت شوى دى.
26زۀ به مِصر، ادوم، عمون، موآب او هغوئ ته څوک چې په دشتو او ميرو کښې اوسيږى سزا ورکړم، او ورسره به بنى اِسرائيل ته هم سزا ورکړم. ځکه چې د ټولو بُت پرستو قومونو په شان، د دوئ زړونه هم مالِک خُدائ ته وقف نۀ دى.“