Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه وخت کښې به دشمن د بادشاهانو او د يهوداه د آفسرانو، د اِمامانو او د پېغمبرانو او د يروشلم د نورو خلقو هډُوکى د قبرونو نه بهر راوباسى،
2او د زمکې په مخ به يې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به د هغه چا په وړاندې يعنې د نمر، سپوږمۍ او ستورو مخې ته پراتۀ وى د چا چې هغوئ عبادت کولو، ځکه چې هغوئ د دې څيزونو خِدمت کولو، او دې پسې روان وُو، او دې ته يې سجده کوله. د هغوئ هډُوکى به دوباره په خپلو کښې رايوځائ نۀ شى او نۀ به ښخ کړے شى بلکې د ډيران په شان به پراتۀ وى.
3او هر چرته چې د دې بدعمله قوم ژوندى کسان کوم چې ما خوارۀ وارۀ کړى دى اوسيږى، نو هغوئ به د ژوند نه په مرګ باندې خوشحاله وى.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ دا وفرمائيل.
4”هغوئ ته ووايه چې مالِک خُدائ داسې فرمائى، هرکله چې څوک راپرېوځى، نو هغوئ بيا نۀ راپاڅى څۀ؟ هرکله چې يو سړے په غلطه لار روان شى آيا هغه به بيا راواپس نۀ شى څۀ؟
5نو بيا د يروشلم خلق د صحيح لارې نه ولې اوړېدلى دى؟ دوئ په دروغو او دوکه مارۍ کښې خپل ځان انغښتے دے او ما ته د واپس راتلو نه اِنکار کوى.
6ما هغوئ ته په غور سره غوږ ونيولو خو هغوئ حقيقت نۀ وئيلو. او څوک هم په خپلو بدو کارونو باندې توبه ګار نۀ وُو او چا هم دا نۀ وئيل چې، ”دا مې کوم غلط کار وکړو؟“ لکه څنګه چې آس د جنګ مېدان ته په منډه روان وى دغه شان دوئ هم هر يو په خپلو غلطو لارو په تېزۍ سره روان دى.
7تر دې چې مختلف مارغان لکه ډينګان، ګوګوشتکې، طوطاګرکى او زاڼى هم په دې پوهيږى چې اوس موسم بدل شو او راواپس کيږى. خو زما غوره شوے قوم زما د قانون نه ناخبره دے.
8تاسو څنګه دا وايئ چې، مونږ ټول هوښياران يُو ځکه چې مونږ سره د مالِک خُدائ شريعت موجود دے؟ او حال دا چې د شريعت عالمانو په خپلو دروغو سره اصلى شريعت بدل کړے دے.
9ګورئ دغه هوښياران به وشرميږى او په خپل کم عقلتوب کښې به راګېر شى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ کلام رد کړو نو بيا د دوئ هوښيارتيا چرته لاړه؟
10نو په دې وجه به زۀ د هغوئ ښځې پردو سړو ته حواله کړم او زمکه او جائيداد به يې هم نورو خلقو له ورکړم. ځکه چې د ماشومانو نه واخله تر بوډاګانو پورې هر يو د ناجائزه ګټې په لالچ کښې دى، د پېغمبر نه واخله تر اِمام پورې ټول دوکه ماران دى.
11هغوئ زما د خلقو د سختو زخمونو عرضى علاج کوى. او کله چې خير نۀ وى نو هغوئ وائى چې، خير دے، خير به شى.
12آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ له سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
13”زۀ به د دوئ پوره فصل تباه کړم. د انګورو په بوټى کښې به يوه دانه هم پاتې نۀ شى، او نۀ به اينځر د اينځر په ونه کښې وليدلے شى، د دوئ پاڼې به اوچې شى. او هر څۀ چې ما دوئ له ورکړى دى هغه به ترې نه واپس واخلم.
14نو بيا به دوئ وائى چې مونږ ولې دلته په آرام سره ناست يُو؟ راځئ چې قلعه بند ښارونو ته وتښتو چې هلته کښې مړۀ شُو، ځکه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ دا تباهى راباندې راوستې ده او د زهرو ډک جام يې مونږ ته څښلو دپاره راکړے دے. ځکه چې مونږ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده.
15مونږ د امن په طمع وُو، خو مونږ هيڅ خير ونۀ ليدلو. مونږ د شفا حاصلولو اُميد کولو، بلکې د هغې په ځائ په مونږ يره راغله.
16واورئ. زمونږ د دشمن د آسونو شڼېدل د دان د ښار نه اورېدلے کيږى. او د هغوئ د آسونو د هڼېدلو نه ټوله زمکه په لړزېدو ده. هغوئ د دې دپاره راغلى دى چې دا مُلک او هر څۀ چې په کښې دى تباه کړى، ښارونه او هر څوک چې په کښې اوسيږى تېر کړى.“
17مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به ستاسو خلاف زهريله ماران درولېږم چې هيڅ قسم منتر به په هغې اثر نۀ کوى او هغه به تاسو وچيچى.“
18نو بيا ما ووئيل چې خوشحالى زما نه لاړه او زما د خفګان علاج نشته، او دننه زړۀ مې بېهوشه دے.
19زما د خلقو ژړا ته غوږ ونيسئ چې په ټول مُلک کښې اورېدلے کيږى، هغوئ تپوس کوى وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ صيون پرېښودے دے څۀ؟ آيا د هغوئ بادشاه نور دلته کښې نشته څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته په جواب کښې فرمائى چې، ”تاسو ولې د هسې فضول او پردو بُتانو په عبادت زما قهر او غضب راوپارولو؟“
20خلق چغې سورې وهى او ژاړى چې، ”اوړے تېر شو، فصل لو شو، خو مونږ لا بچ نۀ يُو.“
21زۀ د خپلو خلقو د دردونو سره دردمند شوم. او په پرېشانۍ کښې راګېر شوم.
22آيا په جِلعاد کښې مرهم نشته؟ آيا هلته طبيبان نشته څۀ؟ نو بيا ولې زما د قوم د زخمونو دپاره شفا نشته څۀ؟