Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1 مالِک خُدائ يرمياه له پېغام ورکړو،
2”د مالِک خُدائ د کور د دروازې سره ودرېږه او خلقو ته اعلان وکړه چې، اے د يهوداه ټولو اوسېدونکو او هغه کسانو چې په دې لارو د مالِک خُدائ کور ته د عبادت دپاره دننه کيږى، د مالِک خُدائ کلام واورئ.
3مالِک خُدائ ربُ الافواج چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے فرمائى چې د خپل چال چلن او سلوک اصلاح وکړئ، نو بيا به زۀ تاسو ته په دې زمکه د اوسېدو دپاره موقع درکړم.
4د هغوئ په دروغژنو خبرو مۀ دوکه کېږئ چې وائى، ”مونږ دلته په امن کښې يُو ځکه چې دا د خُدائ پاک کور، د خُدائ پاک کور، د خُدائ پاک کور دے.“
5کۀ چرې په رښتيا سره تاسو خپل چال چلن او د ژوند طريقې بدلې کړئ، او په اِنصاف سره د يو بل سره معامله وکړئ،
6او چې نه تاسو په مسافر، يتيم او کونډه باندې ظلم وکړئ، او په دې ځائ کښې د بېګناه وينه تويه نۀ کړئ، او د پردو معبودانو عبادت نه لاس په سر شئ او په دې خپل ځان ته نقصان مۀ رسوئ،
7نو بيا به زۀ تاسو په هم دې مُلک کښې د اوسېدو دپاره پرېږدم کوم چې ما ستاسو پلار نيکۀ له د تل دپاره په ميراث کښې ورکړے وو.
8خو ګورئ تاسو په دروغژنو خبرو باندې يقين ساتئ کومې چې بېفائدې دى.
9تاسو غلا، قتل او زنا کوئ او د دروغو قسمونه خورئ، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کوئ، او د هغه غېرو معبودانو عبادت کوئ چې تاسو د مخکښې نه نۀ دى پېژندلى.
10او د دې نه وروستو هغه کور ته هم راځئ کوم چې زما په نامه ياديږى او زما په حضور کښې ودرېږئ او وايئ چې، ”مونږ په حفاظت کښې يُو،“ خو دوباره بيا خپلو ټولو حرامو کارونو پسې ګرځئ څۀ؟
11مالِک خُدائ فرمائى چې، ولې په کوم کور چې زما نامه ليکلے شوې ده د دې نه د ډاکوانو د پټېدو ځائ جوړ شوے دے څۀ؟ خبردار. څۀ چې تاسو کوئ زۀ دا هر څۀ ګورم.
12تاسو د سيلا ښار ته لاړ شئ، په کوم ځائ کښې چې ما خپله وړومبۍ عبادتخانه جوړه کړې وه، نو هلته به درته دا پته ولګى چې ما خپل قوم بنى اِسرائيل سره د دوئ د شرارت په وجه هغه ښار سره څۀ کړى دى.
13مالِک خُدائ فرمائى چې، هرکله چې تاسو دا د شرارت کارونه کول، ما تاسو ته بار بار د دوئ په حقله وينا وکړه، خو تاسو زما وينا ته غوږ ونۀ نيولو. ما تاسو ته آواز درکړو خو تاسو جواب رانۀ کړو.
14نو بيا چې ما کوم افت په سيلا ښار نازل کړے دے نو زۀ به هم هغه افت په دې عبادتخانې چې زما نوم پرې ليکلے شوے دے، او په دې عبادتخانه چې تاسو پرې يقين کوئ، او په دې ځائ چې ما ستاسو پلار نيکۀ او تاسو له درکړے دے نازل کړم.
15زۀ به تاسو د خپل حضور نه داسې وشړم لکه څنګه چې ما ستاسو خپلوان د اِفرائيم خلق شړلى وُو.“
16مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے يرمياه، دې قوم ته نوره دُعا مۀ کوه. او �� هغوئ دپاره ما ته سوال او فرياد مۀ کوه، ما ته د هغوئ سره د مدد کولو سفارش مۀ کوه، ځکه چې زۀ به ستا خبره نۀ اورم.
17ولې تۀ هغه څۀ نۀ وينې چې کوم هغوئ د يهوداه په ښارونو کښې او د يروشلم په کوڅو کښې کوى؟
18ماشومان خشاک راغونډوى، پلاران اور بلوى او ښځې اوړۀ اغږى او ترې نه پېړې جوړوى چې د آسمانې مَلِکې په نامه بُت ته ترې نازکې روټۍ پخې کړى. او هغوئ نورو معبودانو ته د څښلو نذرانې وړاندې کوى، او په خپل دې عمل ما غصه کوى.
19آيا هغوئ په خپل دې عمل سره ما ته نقصان رسوى څۀ؟ خو هغوئ خپل ځان ته نقصان رسوى او په خپل دې عمل سره خپل ځانونه شرموى.
20نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ فرمائى، زما د قهر او غصې اور به د دې ځائ په انسانانو، ځناورو، او د مېدان په ونو او د زمکې په فصلونو نازل کړم. او هر څۀ به وسوزى او څوک به هم دا اور نۀ شى مړ کولے.“
21ربُ الافواج مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى، ”خپلې سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ واخلئ او په خپله يې غوښې وخورئ.
22ځکه کله چې ما ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راوويستل او هغوئ سره مې خبرې وکړې او خپل حُکمونه مې دوئ له ورکړل، نو ما هغوئ له د سوزېدونکو نذرانو او د قربانۍ په حقله حُکم نۀ وو ورکړے.
23خو ما هغوئ له دا حُکم ورکړو، چې زما تابعدارى کوئ، نو زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به زما خلق يئ. او د کومو لارو چې زۀ درته د تلو حکم کوم په هغې تلل کوئ. نو په دې کښې به ستا خير وى.
24خو هغوئ زما دا حکم ونۀ منلو او زما کلام ته يې غوږ ونۀ نيولو، بلکې د خپل سرکشه زړۀ خواهشونه يې ومنل نو په دې باندې هغوئ د ښۀ کېدو په ځائ نور هم خراب شول.
25د کومې ورځې نه چې ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راووتل تر اوسه پورې، ورځ په ورځ، وخت په وخت، ما خپل خِدمت کوونکى پېغمبران تاسو له درولېږل.
26خو هغوئ زما خبرو ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې توجو ورکړه. او هغوئ سرکشه وُو تر دې چې د خپل پلار نيکۀ نه يې هم زيات بدکارونه وکړل.
27نو اے يرمياه، کله چې تۀ دوئ ته دا هر څۀ ووائې دوئ به تا ته غوږ ونۀ نيسى، او کله چې تۀ دوئ ته آواز ورکړې دوئ به تا له جواب نۀ درکوى.
28نو دوئ ته ووايه، دا هغه قوم دے چې د مالِک خُدائ تابعدارى يې ونۀ کړله او اصلاح يې قبوله نۀ کړله. رښتينوالے د دوئ نه تلے دے، او هغه نور د دوئ د خُلو نه نۀ اورېدلے کيږى.“
29”خپل وېښتۀ د وير دپاره کل کړئ او لرې يې وغورزوئ. په اوچتو خُشکو غرونو د وير او ماتم سندرې ووايئ، ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ رد کړل او دا نسل يې خپل قهر او غضب ته پرېښودلو.
30مالِک خُدائ فرمائى چې د يهوداه خلقو زما د سترګو د وړاندې ګنده کارونه کړى دى، هغوئ زما په کور کښې خپل پليت بُتان اېښى دى په کومو چې زما نوم ليکلے دے او هغه يې ناپاکه کړے دے.
31او ورسره ورسره هغوئ د بنىهنوم په وادۍ کښې د توفت په نوم علاقائى عبادتخانې جوړې کړې چې هلته خپل زامن او لوڼه په اور کښې وسوزوى او قربانى يې کړى چې نۀ ورته ما حکم کړے وو او نۀ مې په خيال خاطر کښې تېر شوى وُو.
32خو خبردار، يو وخت داسې راروان دے چې دې ځائ ته به نور د توفت يا د بنىهنوم وادى نۀ وائى بلکې خلق به ورته د قتل و غارت وادى وائى. ځکه چې هلته به دومره ډېر لاشونه ښخ کړے شى چې نور به د ښخولو دپاره ځائ نۀ وى.
33نو د هغوئ لاشونه به د هوا مارغانو او د ځنګلى ځناورو خوراک شى او داسې څوک به ژوندى نۀ وى چې دا ترې نه وشړى.
34زۀ به د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې د خندا خوشحالۍ آوازونه ختم کړم. د ناوې او زلمى آوازونه به نور په دې ښارونو کښې نۀ اورېدلے کيږى. ځکه چې دا مُلک به وران ويجاړ وى.“