Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”تۀ د يهوداه د بادشاه محل ته ښکته لاړ شه او هلته دا پېغام بيان کړه،
2اے د يهوداه بادشاه، د مالِک خُدائ پېغام واوره، تاسو څوک چې د داؤد په تخت ناست يئ، تۀ، او ستا آفسران او ستا قوم څوک چې په دې دروازه تګ راتګ کوئ.
3مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، اِنصاف او صداقت قائم کړئ. څوک چې لوټ شوے وى هغه د ظالم د لاس نه آزاد کړئ. په مسافرو، يتيمانو او کونډو ظلم او زياتے مۀ کوئ او بېګناه وينه په دې ځائ کښې مۀ توئيوئ.
4کۀ چرې تاسو په احتياط سره زما په حکمونو عمل وکړئ، نو بيا هغه بادشاه څوک چې په يروشلم کښې د داؤد د اولاد نه د داؤد په تخت ناست دے د هغۀ بادشاهى او د هغۀ اولاد به قائم وى او هغه به د خپلو آفسرانو او د هغه خلقو سره چې په ګاډو او آسونو باندې سوارۀ دى د دې محل په دروازو راداخل شى.
5مالِک خُدائ فرمائى چې، کۀ چرې تاسو په دې حکمونو عمل ونۀ کړئ، قسم دې زما په خپل ذات وى چې دا محل به د خاورو ډېرے کړم.
6نو بيا مالِک خُدائ د يهوداه د بادشاه د محل په حقله داسې فرمائى، کۀ څۀ هم چې د يهوداه محل زما دپاره د جِلعاد په شان مېوه لرونکے او د لبنان د غرونو په شان شين او ښکلے دے، خو زۀ به په يقين سره دا په دشته بدل کړم لکه د هغه ښارونو په شان چې څوک په کښې نۀ اوسيږى.
7زۀ به ستا د بربادۍ دپاره وسله بند جنګى لښکر درولېږم او هغوئ به ستا ستنې چې د دِيار د ښائسته ونو نه تيارې شوې دى راوباسى او په اور کښې به يې وغورزوى.
8نو کله چې د ډېرو قومونو خلق په دې ښار باندې تېريږى نو بيا به د يو بل نه دا تپوس کوى چې، مالِک خُدائ ولې د دې لوئ ښار سره داسې سلوک وکړو؟
9نو هغوئ ته به جواب ورکړے شى چې، د دې ښار سره داسې سلوک ځکه وشو چې هغوئ د خپل خُدائ پاک سره لوظ مات کړو او د نورو معبودانو عبادت او خِدمت يې وکړو.“
10اے د يهوداه خلقو، د مړ شوى بادشاه يوسياه په حقله ژړا مۀ کوئ، او د هغۀ په مرګ ماتم مۀ کوئ. خو د دې په ځائ ډېره سخته ژړا د هغۀ د زوئ سلوم بادشاه په حقله وکړئ، څوک چې د مُلک نه شړلے شوے دے ځکه چې هغه به بيا کله هم واپس رانۀ شى، او نۀ به خپل ذاتى مُلک دوباره وګورى.
11نو بيا مالِک خُدائ د يوسياه د زوئ سلوم په حقله فرمائى، څوک چې د پلار نه پس د يهوداه بادشاه جوړ شوے وو، ”هغه د دې ځائ نه لاړو او هغه به هيڅکله نۀ راواپس کيږى.
12هغه به په هغه ځائ کښې مړ شى چرته چې هغوئ قېدى بوتلے دے او هغه به دا مُلک بيا دوباره هيڅکله ونۀ ګورى.“
13”افسوس دے په يهويقيم څوک چې په ناجائزه او په زور سره په مزدورانو باندې خپل محل جوړوى، څوک چې په بېاِنصافۍ سره د هغې دېوالونه خېژوى، ځکه چې هغه په خپلو خلقو بغېر پېسو کار کوى. هغه هغوئ ته مزدورى هم نۀ ورکوى.
14هغه وائى چې، زۀ به د خپل ځان دپاره يو لوئ محل جوړ کړم چې په کښې بره لوئې کوټې او ډيرې اوچتې کړکۍ وى او د لرګى کار به يې په خوشبودار دِيار سره وکړم او تک سور رنګ به ورکړم.
15خو د دِيار نه د ښائسته محلونو جوړول څوک لوئ بادشاه نۀ جوړوى. بېشکه ستا پلار، يوسياه، سره خو د خوړلو او څښلو دپاره هر څۀ ډېر تېر وُو، خو سره د دې هغه په خپله هره معامله کښې صادق او اِنصاف کوونکے وو، نو ځکه مالِک خُدائ ورله برکت ورکړو.
16هغۀ به غريبانانو او محتاجو له امداد او اِنصاف ورکولو، د دې په بدل کښې ورته برکت مِلاو شو. نو د دې ښکاره مطلب دا دے، څوک چې داسې کوى نو هغه ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى.
17خو ستاسو سترګې او زړۀ صرف د ناروا پېسو ګټلو طرف ته متوجه شوى دى، د بېګناه خلقو وينه توئيوئ او دلته په هغوئ باندې ظلم او زياتے کوئ.“
18نو مالِک خُدائ د يهوداه بادشاه، د يوسياه د زوئ يهويقيم په حقله فرمائى، ”خلق به ستا په مرګ ماتم نۀ کوى تر دې چې ستا په کور کښې به هيڅ څوک هم د غم او افسوس اظهار نۀ کوى او نۀ به څوک ووائى چې افسوس دے، اے مالِکه. افسوس ستا شان شوکت لاړو ختم شو.
19هغه به داسې ښخ کړے شى لکه څنګه چې يو خر ښخولے شى، هغه به راښکلے شى او د يروشلم د دروازو نه به بهر وغورزولے شى.“
20”اے د يروشلم خلقو، بره لبنان ته لاړ شئ او چغې ووهئ، ستاسو د ژړا آواز دې په بسن کښې واورېدے شى، او د عباريم نه ژړا وکړئ، ځکه چې ستاسو ټول ملګرى تباه شوى دى.
21ما په هغه وخت کښې تاسو ته خبردارے درکړو کله چې تاسو ښۀ په آرام وئ، خو تاسو ووئيل، مونږ مۀ تنګوه. د ځوانۍ نه ستاسو هم دا عادت وو، تاسو زما تابعدارى نۀ ده کړې.
22زما د غضب طوفان به ستاسو ټول شپونکى جارُو کړى، او ستاسو ټول دوستان به جلاوطن کړى او هلته به غلامان شى او تاسو به د خپلو بدو عملونو په وجه سپک او شرمنده شئ.
23تاسو څوک چې په لبنان کښې اوسېږئ، او ځان ته مو د دِيار نه جاله جوړه کړې ده، تاسو به د دردونو په وجه داسې زبيرګى کوئ لکه چې يوه ښځه يې د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې کوى.“
24مالِک خُدائ يهوياکين ته چې، د يهويقيم زوئ او د يهوداه بادشاه دے وفرمائيل، ”زما دې په خپل ذات قسم وى، کۀ چرې تۀ زما د ښى لاس ګوتمه هم ولې نۀ وے نو تۀ به بيا هم ما ايستلې او اخوا غورزولې وے.
25زۀ به تاسو هغه چا ته حواله کړم څوک چې ستا ژوند ختمول غواړى او د چا نه چې تۀ يرېږې. زۀ به تا د څپرکیل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ خلقو ته حواله کړم.
26زۀ به تا او ستا مور د دې مُلک نه جلاوطن کړم، او تاسو به په پردى مُلک کښې مړۀ شئ، په هغه مُلک کښې چرته چې تاسو پېدا شوى نۀ يئ.
27تاسو به دې مُلک ته بيا هيڅکله هم واپس رانۀ شئ کوم چې تاسو غوښتل چې هغه بيا ووينئ.“
28خلقو ووئيل چې، ”ولې دا سړے يهوياکين بادشاه د هغه مات منګى په شان دے څۀ، کوم چې غورزولے شوے وى او د هيچا په کار نۀ وى؟ هغه او د هغۀ بچى ولې په يو داسې مُلک کښې جلاوطن کړے شوى دى چې هغوئ ته هيڅ پته هم نۀ وى؟“
29اے زما وطنه، زما وطنه، زما وطنه. د مالِک خُدائ دې پېغام ته غوږ ونيسه،
30مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”دا کس په بېاولادو کښې حساب کړه، دا کس به په خپل ټول ژوند کښې نۀ خوشحاله او نۀ آباد شى. د هغۀ د اولاد نه به څوک هم آباد نۀ شى، او يو به هم نۀ د داؤد په تخت کښېنى، او نۀ به په يهوداه کښې حکومت وکړى.“