Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1مالِک خُدائ فرمائى چې، ”افسوس دے د قوم په شپونکو باندې څوک چې زما د څرن د ځائ ګډې تباه کوى او خوروى.“
2نو ځکه مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، دې شپونکو ته فرمائى چې، ”تاسو زما رمې خورې ورې کړې او د خپل ځان نه مو لرې شړلې دى او د هغوئ مو ښۀ خيال نۀ دے ساتلے، زۀ به تاسو له د دې بد کار سزا درکړم، مالِک خُدائ فرمائى.
3زۀ به په خپله د خپلې رمې باقى پاتې شوى خلق د هغه ټولو مُلکونو نه راغونډ کړم کومو ته چې ما شړلى وُو او خپل وطن ته به يې واپس راولم. چرته چې به هغوئ مېوه ونيسى او د هغوئ شمېر به ډېر شى.
4زۀ به په هغوئ شپونکى مقرر کړم چې د هغوئ خيال وساتى، او هغوئ به نور د چا نه نۀ يريږى او نۀ به پرېشانه شى. او نۀ به يو ورک شى. ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“
5مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راتلونکې دى چې، زۀ به د داؤد په نسل کښې يوه صادقه څانګه راپورته کړم او بادشاه به يې کړم، او هغه به په هوښيارتيا سره حکومت کوى. او هغه به په مُلک کښې صداقت او اِنصاف قائم کړى.
6په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او اِسرائيل به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.“
7مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نو هغه ورځې راتلونکې دى چې خلق به نور داسې قسم نۀ خورى چې په هغه ژوندى خُدائ مو دې قسم وى چا چې بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر کړل،
8خو هغوئ به داسې وائى چې، قسم دے په هغه ژوندى مالِک خُدائ باندې چا چې د بنى اِسرائيل نسل د شمال او د نورو مُلکونو نه واپس راغونډ کړو کله چې هغۀ هغوئ تس نس کړى وُو. نو بيا به هغوئ په خپل مُلک کښې اوسيږى.“
9زما زړۀ د دروغژنو نبيانو په وجه مات شوے دے، او ټول هډُوکى مې په لړزان دى. زۀ لکه د هغه نشائى په شان شوے يم څوک چې په شرابو زيات نشه شوے وى، نو دغه شان زۀ د مالِک خُدائ او د مقدس کلام په وجه نشه يم.
10دا مُلک د زناکارانو نه ډک دے، نو په دې وجه مالِک خُدائ ورباندې لعنت نازل کړے دے نو زمکه اوچه شوې ده او په للمه کښې شينکے اوچ شوے دے. نبيان په بدو لارو روان شوى دى او خپل طاقت په غلطه طريقه استعمالوى.
11مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نبيان او اِمامان دواړه بېخُدايه کارونه کوى، تر دې چې ما په خپل کور کښې هم د دوئ بدعملۍ پېدا کړى دى.
12نو په دې وجه چې هغوئ چرته هم ځى د هغوئ پښې به ښوئيږى، او د تيارو خوا ته به بوتلے شى او هلته به هغوئ راوغورزيږى. زۀ به په هغوئ باندې د هغوئ د سزا په مقرر شوى وخت کښې افت نازل کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.
13”ما د سامريه د نبيانو دا خراب کارونه وليدل چې کوم هغوئ د بعل په نوم پېشګوئې خلقو ته کوله او زما قوم بنى اِسرائيل يې بېلارې کړو.
14خو ما د يروشلم په پېغمبرانو کښې �� دې نه زيات خراب کار وليدلو، هغوئ زنا کوى او بېايمانى کوى، او د بدعملو خلقو حوصله افزائى کوى، نو بيا يو هم د خپلو بد عملونو نه نۀ منع کيږى. هغوئ ټول زما دپاره د سدوم د خلقو په شان خراب دى، او د يروشلم خلق ما ته د عموره د خلقو په شان بد دى.“
15نو ځکه مالِک خُدائ ربُ الافواج د يروشلم د نبيانو په حقله داسې فرمائى، ”زۀ به هغوئ ته د خوړلو دپاره تريخ خوراک او د څښلو دپاره به ورله د زهرو اوبۀ ورکړم، ځکه چې د يروشلم د نبيانو په وجه، په ټول مُلک کښې بېدينى خوره شوې ده.“
16مالِک خُدائ ربُ الافواج خپلو خلقو ته فرمائى چې، ”دا نبيان چې تاسو ته کومه پېشګوئې کوى د هغوئ خبرو ته غوږ مۀ نيسئ، هغوئ تاسو د دروغو په اُميدونو سره ډکوى. هغوئ تاسو ته د مالِک خُدائ پېغام نۀ درکوى خو صرف د خپل سوچ او زړۀ نه تاسو ته رويا پېش کوى.
17هغوئ هغه خلقو ته مسلسل خبرې کوى څوک چې ما سپک ګڼى، چې مالِک خُدائ فرمائى چې تاسو به په خير خيريت يئ. او هغوئ ټولو ته څوک چې د خپل سرکشه زړۀ تابعدارى کوى هغوئ وائى تاسو ته به هيڅ قسمه نقصان ونۀ رسيږى.“
18خو په هغوئ کښې کوم يو د مالِک خُدائ په حضور کښې ولاړ وو چې هغه څۀ يې ليدلى يا اورېدلى وى کوم چې هغۀ فرمائيلى دى؟ يو هم نه. چا هغۀ ته غوږ نيولے او چا د هغۀ آواز اورېدلے دے؟
19ګورئ د مالِک خُدائ غضب لکه د طوفان په شان راروان دے، او د هغۀ غضب به د ډېر تېز طوفان په شان د بدعملو په سرونو باندې راتاو شى.
20او د مالِک خُدائ دا غضب به تر هغې پورې سوړ نۀ شى ترڅو پورې چې د هغۀ د زړۀ مقصد پوره شوے نۀ وى. په راتلونکو ورځو کښې به تاسو په دې ټولو باندې پوره پوهه شئ.
21”ما دا نبيان نۀ دى لېږلى، خو هغوئ د خپل ځان نه د پېغام ورکولو دپاره په منډه شوى دى، ما د هغوئ سره خبرې نۀ دى کړې، خو هغوئ پېشګويانې وکړى.
22کۀ چرې هغوئ زما په حضور کښې ما سره ولاړ وے، نو هغوئ به بيا زما کلام خلقو ته اورولو او هغوئ به يې د خپلو شرارتونو او بدعملونو نه را اړول.“
23مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ هغه خُدائ پاک يم چې هر چرته حاضر ناظر يم نه چې په يو ځائ کښې.
24ولې داسې څوک شته چې زما نه خپل ځان چرته پټ کړى او زۀ هغه ونۀ وينم؟“ مالِک خُدائ فرمائى. ”ولې زۀ په هر ځائ زمکه او آسمان کښې نۀ يم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى.
25”ما هغه هر څۀ واورېدل څۀ چې دې پېغمبرانو خلقو ته وفرمائيل څوک چې زما په نوم دروغ وائى او خلقو ته وائى چې، ما خوب وليدو. په خوب کښې په ما الهام وشو.
26دا خبرې به ترڅو پورې د دې دروغژنو پېغمبرانو په زړونو کښې راځى، څوک چې د خپلو سوچونو پېغامونه خلقو ته بيانوى.
27د هغوئ خيال دا دے چې کوم خوبونه چې دوئ په خپلو کښې يو بل ته بيانوى نو د دې په وجه به زما خلق زما نوم هېر کړى، لکه څنګه چې پخوا د دوئ پلار نيکۀ زما نوم هېر کړے وو او د بعل بُت عبادت يې وکړو.“
28مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کوم پېغمبر چې خوب ليدلے دے هغه دې بېشکه خپل خوب بيان کړى، خو چې په چا زما کلام نازل شوے دے هغه دې په وفادارۍ سره کلام خلقو ته واوروى. تش بوس د غنمو برابر دى څۀ؟“
29مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا زما پېغام د اور په شان نۀ دے څۀ، او زما پېغام د څټک په شان نۀ دے څۀ چې ګټ ټوټه ټوټه کوى؟
30نو ځکه زۀ د هغه پېغمبرانو خِلاف يم څوک چې د يو بل نه خبرې نقل کوى او بيا خلقو ته وائى چې دا کلام زما د طرفه دے.“
31مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ د هغه پېغمبرانو خِلاف هم يم چا چې خپله خولۀ پرانستى وى او د خپل ځان نه لګيا وى خبرې کوى او بيا وائى چې مالِک خُدائ داسې فرمائى.
32په حقيقت کښې زۀ د هغوئ خلاف يم،“ مالِک خُدائ دا بيان کوى، ”څوک چې د دروغو خوبونه جوړوى او زما خلقو ته هغه بيانوى، او هغوئ په خپلو بېحسابه دروغو سره زما خلق بېلارې کوى، حال دا چې نۀ ما هغوئ لېږلى دى او نۀ مې مقرر کړى دى. او هغوئ د خلقو د فائدې هيڅ خبرې نۀ کوى.“ مالِک خُدائ دا بيان کوى.
33”يرمياه، کله چې د دې خلقو نه عام کس يا پېغمبر يا اِمام ستا نه تپوس وکړى چې، تا سره د مالِک خُدائ نه کوم دروند پيټے شته څۀ؟ نو تۀ په جواب کښې ورته ووايه، نو هغه دروند پيټے هم تۀ يې، مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا وغورزوم.
34کۀ چرې يو پېغمبر، يا اِمام يا بل څوک دا دعوىٰ وکړى چې، ”دا د مالِک خُدائ دروند پيټے دے،“ زۀ به دۀ له او د دۀ خاندان له سزا ورکړم.
35نو بيا دې دا هر يو کس په تاسو کښې د يو بل نه او د خپلو دوستانو او خپلوانو نه تپوس کوى چې، ”مالِک خُدائ په جواب کښې څۀ فرمائيلى دى؟“ او يا دا چې، ”مالِک خُدائ کومه خبره کړې ده؟“
36خو نور به تۀ بيا کله هم دا ونۀ وائې چې، ”د مالِک خُدائ پېغام يو دروند پيټے دے،“ ځکه چې د هر سړى خپله خبره د هغۀ پېغام وګرځېدو نو تاسو بيا دغه شان د ژوندى مالِک خُدائ، ربُ الافواج خُدائ زمونږ د خُدائ پاک پېغام ته تعبير ورکوئ.
37تاسو پېغمبرانو ته داسې ووايئ چې، ”مالِک خُدائ تاسو له څۀ جواب درکړو؟ مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى؟“
38او کۀ بيا هم تاسو دا دعوىٰ کوئ چې، ”دا د مالِک خُدائ نه دروند پيټے دے،“ نو مالِک خُدائ بيا داسې فرمائى چې، ”تاسو خبرې خو کوئ چې دا د مالِک خُدائ نه دروند پيټے دے، اګر چې ما درته فرمائيلى وُو چې داسې خبرې مۀ کوئ چې دا د مالِک خُدائ د طرف نه دروند پيټے دے،“
39نو په دې وجه به زۀ تاسو په يقين سره هېر کړم او سره د هغه ښاره کوم چې ما تاسو او ستاسو پلار نيکۀ له ورکړو د خپل حضور نه لرې وشړم.
40زۀ به په تاسو باندې نۀ ختمېدونکے لعنت او ابدى شرم نازل کړم چې هيڅکله به هېرولے نۀ شى.“