Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
10 verses
1وروستو د دې نه چې د څپرکیل بادشاه نبوکدنضر د يهوياکين د يهويقيم زوئ د يهوداه بادشاه څپرکیل ته سره د آفسرانو، کاريګرانو او لوهارانو قېديان بوتلل نو بيا مالِک خُدائ ما ته په رويا کښې د اينځرو دوه ټوکرۍ راوښودلې چې د مالِک خُدائ د کور مخې ته پرتې وې.
2په يوه ټوکرۍ کښې اول موسمى او پاخۀ اينځر وُو، او په بله ټوکرۍ کښې خراب اينځر وُو، دومره ډېر خراب چې د خوړلو نۀ وُو.
3نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”يرمياه تا ته څۀ ښکارى؟“ ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”اينځر. ښۀ اينځر ډېر ښۀ دى خو خراب اينځر ډېر خراب دى، دومره خراب دى چې د خوړلو قابل هم نۀ دى.“
4نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
5”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، دا ښۀ اينځر د يهوداه د هغه خلقو په شان دى چې ما د څپرکیل مُلک ته د دې ځائ نه جلاوطن کړى دى او زۀ هغوئ ته هم دغه شان ښۀ ګورم.
6زۀ به هغوئ ته په ښۀ سترګه ګورم، او زۀ به هغوئ دې مُلک ته واپس راولم. زۀ به هغوئ آباد کړم او زۀ به هغوئ ونۀ غورزوم، زۀ به هغوئ وکرم او د بېخ نه به يې نۀ راوباسم.
7زۀ به هغوئ له دا خواهش ورکړم چې هغوئ ما وپېژنى چې زۀ مالِک خُدائ يم. هغوئ به زما مخلوق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم، ځکه چې هغوئ به په پوره زړۀ سره ما ته رجوع وکړى.
8مالِک خُدائ وفرمائيل، هغه خراب اينځر چې دومره ډېر خراب دى چې د خوړلو قابل هم نۀ دى، نو دغه شان به زۀ د صدقياه د يهوداه بادشاه، او د هغۀ د آفسرانو سره څوک چې د يروشلم نه ژوندى پاتې شوى دى کۀ هغه دلته اوسيږى او يا کۀ په مِصر کښې دى دغه شان سلوک وکړم.
9زۀ به هغوئ په زمکه د هر يو مُلک دپاره د دهشت مثال او د افت زده ګانو نمونه وګرځوم. زۀ چې هغوئ چرته هم خوارۀ کړم نو هغوئ به د عبرت يو مثال جوړ شى او خلق به د هغوئ نوم د بېعزتۍ دپاره استعمالوى او د هغوئ بېعزتى به کوى او لعنت به پرې وائى.
10زۀ به په هغوئ جنګ راولم، لوږه او وبا به پرې راولم، تر هغې پورې چې هغوئ به په هغه مُلک کښې ختم کړم کوم چې ما دوئ او د دوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو.“