Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
38 verses
1يرمياه ته د يهوداه بادشاه د يوسياه د زوئ يهويقيم د بادشاهۍ په څلورم کال، د يهوداه د ټولو خلقو په حقله د مالِک خُدائ د طرف نه پېغام ورکړے شو. په هم دغه کال باندې نبوکدنضر د څپرکیل په تخت کښېناستو.
2نو بيا يرمياه نبى د يروشلم ټولو اوسېدونکو او د يهوداه ټول قوم ته بيان وکړو او ورته يې وفرمائيل،
3”د يهوداه بادشاه د امون د زوئ يوسياه د بادشاهۍ د ديارلسم کال نه واخله، تر اوسه پورې مالِک خُدائ د درويشتو کالو دپاره ما ته پېغام راکړو او ما هغه تاسو ته څو ځله در رسولے دے، خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو.
4سره د دې چې مالِک خُدائ بيا بيا خپل خِدمتګاران پېغمبران رالېږلى دى، تاسو هغوئ ته نۀ غوږ نيولو او نۀ مو هغوئ ته توجو ورکوله.
5هغوئ به تاسو ته فرمائيل چې، تاسو هر يو خپلې خرابې طريقې او هغه بد کارونه پرېږدئ کوم چې تاسو کوئ، نو بيا تاسو په هغه مُلک کښې تر تله پورې اوسېدلے شئ کوم چې ما تاسو او ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے دے.
6هغوئ به تاسو ته فرمائيل چې د نورو معبودانو عبادت او خِدمت مۀ کوئ، تاسو چې په خپلو لاسونو کوم بُتان جوړ کړى دى هغوئ ته په عبادت کولو زما قهر مۀ راپاروئ. نو بيا به زۀ تاسو ته نقصان نۀ درکوم.
7مالِک خُدائ وفرمائيل چې، خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو، او تاسو چې څۀ جوړ کړى وُو د هغې په وجه تاسو زۀ په قهر او غصه کړم، او تاسو په خپله خپل ځان ته نقصان ورسولو.
8نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ځکه چې تاسو زما پېغام ته غوږ ونۀ نيولو،
9زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د څپرکیل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.
10زۀ به د هغوئ د خندا او د خوشحالۍ چغې د دې ځائ نه خاموش کړم او زۀ به د هغوئ د وادۀ د ناوې او د زلمى د خوشحالۍ آوازونه خاموش کړم. د هغوئ د مېچونو آوازونه به خاموش کړم او د هغوئ ډيوې به مړې کړم.
11دا ټول مُلک به په شاړو او خرابو باندې بدل شى، او دا قومونه به د اويا کالونو دپاره د څپرکیل د بادشاه خِدمت کوى.
12خو چې کله اويا کالونه پوره شى، نو بيا به زۀ د څپرکیل بادشاه او د هغۀ قوم، او د هغۀ مُلک له سزا ورکړم، د هغوئ د هغه ګناهونو په وجه کوم چې هغوئ کړى دى، مالِک خُدائ دا فرمائى، او د تل دپاره به د څپرکیل مُلک په دشته او خرابه بدل کړم.
13زۀ به په دې مُلک هغه ټول افتونه راولم کوم چې ما د دۀ خلاف بيان کړى دى، او په دې کِتاب کښې ليکلے شوى دى او کوم چې د يرمياه نبى په ذريعه د ټولو قومونو خلاف پېشګوئې شوې ده.
14نور ډېر قومونه او غټ بادشاهان به هغوئ غلامان جوړ کړى، او زۀ به هغوئ ته هم هغه شان سزا ورکړم کومه سزا چې هغوئ نورو ته ورکړې وه.“
15مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے ما ته يې وفرمائيل، ”زما د لاس نه دا پيالۍ واخله چې زما د غضب د شرابو نه ډکه ده او ټولو قومونو ته چې زۀ تا استوم په هغوئ يې وڅښوه.
16کله چې هغوئ دا وڅښى، نو هغوئ ټول به زنګيږى او تيندکونه به خورى او کوم جنګ چې زۀ په دوئ باندې راولم د هغې په وجه به ليونى شى.“
17نو بيا ما د مالِک خُدائ د لاس نه پيالۍ واخستله او په هغه ټولو قومونو مې وڅښله چې زۀ چا ته هغۀ ورلېږلے وم.
18زۀ يروشلم او د يهوداه ټولو ښارونو او د هغوئ بادشاهانو او مشرانو له لاړم او هغوئ ټولو د غضب د پيالۍ نه وڅښل. د هغه وخت نه تر اوسه پورې، دا مُلک تباه شو، او د هغوئ دپاره د يرې او دهشت، ټوقو مسخرو شو او خلقو د هغوئ په نومونو لعنت وئيلو.
19ما دا پيالۍ فِرعون د مِصر بادشاه او د هغۀ نوکرانو او آفسرانو له او ټولو مِصريانو له ورکړه،
20او نورو ټولو هغه پردو خلقو ته څوک چې په دې مُلک کښې اوسېدل، او د عُوض ټولو بادشاهانو ته، د فلستيه د ټولو ښارونو بادشاهانو ته لکه اسقلون، غزه، عقرون، او کوم خلق چې په اشدود کښې پاتې وُو ورکړه،
21د ادوم، موآب او عمون قومونه ته،
22د صور او صيدا ټولو بادشاهانو ته، او د سمندر د ساحلى علاقو بادشاهانو ته،
23د ددان، تيما او بُوز ښارونو او هغه ټولو خلقو ته څوک چې لرې اوسېدل،
24د عربو ټولو بادشاهانو ته او د ټولو هغه اجنبيانو بادشاهانو ته چې هلته په ريګستان کښې اوسېدل،
25د زِمرى، عيلام او د مادى ټولو بادشاهانو ته،
26او ما د شمال ټولو نزدې لرې بادشاهانو ته، او پرله پسې د زمکې په مخ ټولو بادشاهتونو ته ورکړه. او د دې هر څۀ نه وروستو د څپرکیل بادشاه به يې هم وڅښى.
27بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اوس هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، تاسو وڅښئ چې نشه شئ او اولټۍ وکړئ، او چې راوغورزېږئ چې بيا هيڅکله راپورته نۀ شئ ځکه چې زۀ به په تاسو جنګ راولم.
28خو کۀ هغوئ ستا د لاس د پيالۍ اخستلو او څښلو نه اِنکار وکړى، هغوئ ته ووايه، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، دا پيالۍ به ضرور څښئ.
29ګورئ چې ما د تباهۍ کار په يروشلم کښې شروع کړلو کوم ښار چې زما په نوم ياديږى. نو ولې تاسو به د سزا نه خلاص شئ څۀ؟ تاسو به بېسزا پاتې نۀ شئ، ځکه چې زۀ په ټوله زمکه کښې او د هغوئ په ټولو اوسېدونکو باندې جنګ راولم، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى.
30نو اوس دا ټولې خبرې د هغوئ خلاف بيان کړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ به د آسمان د اوچتو او مقدسو ځايونو نه لکه د ازمرى په شان وغړمبيږى او هغه به د خپل وطن خلاف زورَور آوازونه وکړى. او هغه به داسې په تېزه آوازونه وکړى لکه څنګه چې د انګورو نچوړونکى په هغه وخت کښې شور کوى. او هغه به د هغوئ ټولو خلاف په زوره چغې ووهى څوک چې په دُنيا کښې اوسيږى.
31او د هغۀ د عدالت آواز به د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې ورسيږى. ځکه چې مالِک خُدائ د قومونو خِلاف عدالت کوى. او هغه به د ټولو انسانانو فېصله واوروى او بدکاران به جنګونو ته حواله کړى. مالِک خُدائ دا فرمائى.
32ربُ الافواج داسې فرمائى چې، وګورئ، افت د يو مُلک نه بل مُلک ته پيوسته خوريږى او يو لوئ طوفان د دُنيا د بل سر نه راروان دے.
33په هغه ورځ به چې کوم خلق مالِک خُدائ وژلى وى د هغوئ لاشونه به هر چرته د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې پراتۀ وى. په هغوئ باندې به نۀ څوک ماتم کوى او نۀ به يې څوک رايوځائ کولے شى او نۀ به ښخولے شى خو په زمکه به لکه د ډيران د ډيرى په شان پراتۀ وى.
34اے د قوم شپونکو تاسو په خپل ځان باندې ژړا او ماتم وکړئ، او اے د قومونو مشرانو تاسو په خاورو ايرو کښې ورغړېږئ. ځکه ستاسو د حلالېدلو او خورېدلو وخت رارسېدلے دے. تاسو به د خټو د نازک لوښى په شان راوغورزېږئ او ټوکړې ټوکړې به شئ.
35د شپونکو سره به د تېښتې دپاره يو ځائ هم نۀ وى، او د قوم د مشرانو سره به د منډې دپاره يو ځائ هم نۀ وى.
36د شپونکو ژړا انګولا واورئ، او د قوم د مشرانو ژړا او فرياد واورئ، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ مُلک تباه کوى.
37د مالِک خُدائ د يروونکى قهر په وجه به د آرام ځايونه خراب شى.
38مالِک خُدائ لکه د يو طاقتور ازمرى په شان کله چې د خپل غار نه راوځى او په خلقو حمله وکړى نو دغه شان به د ظالم تيره تُوره او د مالِک خُدائ سخت قهر به د هغوئ مُلک تباه کړى.“