Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1دلته يرمياه ته د مالِک خُدائ پېغام د يهويقيم د يوسياه د زوئ د يهوداه بادشاه د حکومت په وړومبنى سر کښې ورکړے شو.
2مالِک خُدائ هغۀ ته داسې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېږه، او هغه خلقو ته اعلان وکړه څوک چې د يهوداه د خوا او شا ښارونو نه د عبادت دپاره راغلى دى. هغوئ ته زما کلام پوره پوره واوروه او يو لفظ هم ترې نه کم نۀ کړې.
3کېدے شى چې هغوئ تا ته غوږ ونيسى او هر يو د خپلو بدو لارو نه راواوړى. کومه منصوبه چې ما د هغوئ خلاف جوړه کړې وه، نو بيا به زۀ خپل سوچ بدل کړم او هغه افت به پرې نۀ راولم.
4هغوئ ته ووايه، مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې تاسو ما ته غوږ ونۀ نيسئ او کوم شريعت چې ما تاسو ته پېش کړے دے د هغې پيروى ونۀ کړئ،
5او کۀ چرې تاسو زما د خِدمت کوونکو پېغمبرانو کلام ته غوږ ونۀ نيسئ کوم چې ما تاسو ته بار بار درلېږلى دى خو تاسو هغوئ ته غوږ ونۀ نيولو،
6نو زۀ به د دې کور سره هم هغه شان کار وکړم لکه څنګه مې چې د سيلا سره کړے وو، او د زمکې په مخ به د دُنيا ټول قومونه د دې ښار نوم په لعنت کولو سره اخلى.“
7کله چې يرمياه د مالِک خُدائ په کور کښې دا کلام واورولو نو اِمامانو، پېغمبرانو او ټولو خلقو د هغۀ کلام واورېدو،
8نو چې څنګه يرمياه هغه کلام خلقو ته اورول ختم کړو کوم چې ورته مالِک خُدائ حکم کړے وو چې دې خلقو ته يې واوروى نو سمدستى اِمامانو، نبيانو او ټولو خلقو هغه ونيولو او چغې يې کړې، ”دا ضرورى ده چې تۀ د دې په وجه مړ شې.
9تۀ ولې د مالِک خُدائ په کور کښې د هغۀ په نوم پېغام ورکوې چې دا کور به لکه د سيلا په شان شى او دا ښار به په صحرا او کنډرو بدل شى؟“ نو د مالِک خُدائ په کور کښې ټول خلق د يرمياه نه راتاو شول.
10کله چې د يهوداه آفسرانو د دې خبرو په حقله واورېدل، هغوئ د شاهى محل نه د مالِک خُدائ د کور طرف ته لاړل او هلته د نوې دروازې په نوم دروازه کښې په داخلېدو سره په خپلو ځايونو باندې کښېناستل.
11نو بيا اِمامانو او پېغمبرانو، ټولو آفسرانو او نورو خلقو ته وفرمائيل چې، ”دې سړى ته دې د مرګ سزا ورکړے شى ځکه چې هغۀ د دې ښار خِلاف پېشګوئې وکړه او تاسو په خپلو غوږُونو واورېده.“
12نو بيا يرمياه ټولو آفسرانو او ټولو خلقو ته وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ رالېږلے يم چې د دې کور او د دې ښار خِلاف هغه ټولې پېشګويانې وکړم کومې چې تاسو واورېدلې.
13تاسو اوس د خپلو طريقو او اعمالو اصلاح وکړئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک تابعدارى وکړئ. نو بيا به مالِک خُدائ خپل سوچ بدل کړى او د کوم افت د نازلېدو منصوبه يې چې جوړه کړې ده هغه به نۀ نازلوى.
14ترڅو پورې چې زما خبره ده، زۀ خو ستاسو په قبضه کښې يم، څۀ چې تاسو ته ښۀ او صحيح ښکارى هم هغه ما سره وک��ئ.
15خو تاسو په دې يقين وساتئ، کۀ چرې تاسو ما مړ کړئ، نو تاسو او د دې ښار خلق څوک چې په کښې اوسيږى د يو بېګناه کس خون به په خپله غاړه واخلئ ځکه چې په حقيقت کښې زۀ مالِک خُدائ تاسو ته رالېږلے يم، چې دا ټولې خبرې ستاسو غوږونو ته درورسوم.“
16نو آفسرانو او خلقو چې دا واورېدل، نو اِمامانو او پېغمبرانو ته يې ووئيل، ”دې سړى ته دې د مرګ سزا ورنۀ کړے شى، ځکه چې هغۀ مونږ ته د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نوم خبرې وکړې.“
17نو بيا د قوم يو څو مشران راپاڅېدل او ټولو حاضرو خلقو ته يې ووئيل چې،
18”د مورشيت ميکاه نبى چې د حزقياه د بادشاهت په ورځو کښې د يهوداه بادشاه وو، پېشګوئې وکړه. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو ته وفرمائيل، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، صيون به لکه د پټې په شان په يوې واړولے شى، د يروشلم نه به د خاورو ډېرے جوړ شى، او په اوچتو غونډو چرته چې د خُدائ کور دے په هغې کښې به جاړې بوټى راشنۀ شى.
19ولې حزقياه چې د يهوداه بادشاه وو هغه په مرګ محکوم کړو څۀ؟ آيا حزقياه د مالِک خُدائ نه ونۀ يرېدو چې د هغۀ رحم ولټوى؟ آيا مالِک خُدائ خپله فېصله بدله نۀ کړه د کوم افت د رانازلېدو چې هغۀ د دوئ خلاف منصوبه جوړه کړې وه؟ مونږ په خپله په خپل ځان د سخت افت راوستو په حالت کښې يُو.“
20په هغه ورځو کښې يو بل نبى د اورِياه په نوم چې د قِريَتيعريم اوسېدونکے وو او د سمعياه زوئ وو د يرمياه نبى په شان د مالِک خُدائ په نوم نبوت کولو. هغۀ هم د دې ښار او د دې خلقو خلاف لکه څنګه چې يرمياه خبرې کړې وې يو شان خبرې وکړې.
21کله چې يهويقيم بادشاه، او د هغۀ ټولو فوجيانو او آفسرانو د اورِياه خبرې واورېدلې، نو بادشاه د هغۀ د قتلولو کوشش وکړو. خو کله چې اورِياه واورېدل نو د يرې نه مِصر ته وتښتېدلو.
22نو بيا يهويقيم بادشاه الناتن د عکبور زوئ مِصر ته سره د نورو کسانو ولېږلو.
23نو هغوئ اورِياه په مِصر کښې ونيولو او يهويقيم بادشاه له يې راوستلو، او هغه يې په تُوره قتل کړو او د هغۀ لاش يې د عامو خلقو په قبرستان کښې ښخ کړو.
24خو اخيقام د سافن زوئ د يرمياه مدد کولو، نو ځکه هغه د مرګ دپاره خلقو ته حواله نۀ کړے شو.