Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1د صدقياه د يوسياه د زوئ د يهوداه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې دا پېغام يرمياه ته د مالِک خُدائ له طرفه ورکړے شو.
2مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د خپل ځان دپاره جغ جوړ کړه او د څرمنې په تسمو سره يې په خپله غاړه کښې واچوه.“
3بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د ادوم، موآب، عمون، صور او د صيدا بادشاهانو ته د هغوئ د هغه سفيرانو په ذريعه پېغام ورواستوه څوک چې يروشلم ته د يهوداه د بادشاه صدقياه ليدلو له راغلى وُو.
4هغوئ له دا پېغام د هغوئ د مالِکانو دپاره ورکړه چې دا هغه څۀ دى چې ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ يې فرمائى،
5ما په خپل لوئ طاقت او زورَور لاس سره زمکه او په کښې ټول انسانان او ځناور پېدا کړل، او هر چا ته چې زما خوښه وى نو بيا دا هغوئ له ورکوم.
6خو زۀ به اوس ستاسو ټول مُلکونه خپل خِدمت کوونکى نبوکدنضر د څپرکیل بادشاه ته حواله کړم، تر دې چې زۀ به ځنګلى ځناور هم د دۀ تابعدار کړم.
7ټول قومونه به د هغۀ خِدمت وکړى، او د هغۀ د زوئ او د نمسى به تر هغې پورې خِدمت کوى ترڅو چې د هغۀ د مُلک د ختمېدو دپاره مقرر شوے وخت نۀ وى راغلے. نو بيا به نور ډېر قومونه او لوئ بادشاهان راشى او څپرکیليان به خپل غلامان جوړ کړى.
8مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې يو قوم يا بادشاهت د نبوکدنضر يعنې د څپرکیل د بادشاه د خِدمت نه اِنکار وکړى او يا خپل څټ د هغۀ د جغ لاندې نۀ کړى، نو زۀ به بيا په هغه قوم جنګ، قحط او وبا را نازله کړم، ترڅو چې څپرکیليانو هغه قبضه کړے نۀ وى.
9نو بيا خپلو دروغژنو نبيانو، فالګرو، د خوب تعبير کوونکو، خپل قسمت معلومونکو او جادوګرو ته غوږ مۀ نيسئ، څوک چې تاسو ته وائى چې تاسو به د څپرکیل د بادشاه خِدمت نۀ کوئ.
10هغوئ تاسو ته د دروغو نبوت کوى او په دې خبرو به تاسو د خپل مُلک نه لرې وشړلے شئ، زۀ به تاسو خوارۀ وارۀ کړم او تاسو به تباه شئ.
11خو کۀ کوم يو قوم هم خپل څټ د څپرکیل بادشاه د جغ لاندې ښکته کړى او د هغۀ خِدمت وکړى، نو زۀ به دا قوم په خپله زمکه باندې پرېږدم چې هغه وکَرى او هلته اوسيږى.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.
12ما هم دا پېغام د يهوداه بادشاه صدقياه ته ورکړو. ما ورته ووئيل، ”خپل څټونه د څپرکیل بادشاه جغ ته ښکته کړئ، د هغۀ او د هغۀ د خلقو خِدمت وکړئ، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.
13نو بيا ولې تۀ او ستا عوام دې په هغه جنګ، قحط يا وبا مړۀ شى په کومو چې مالِک خُدائ هر هغه قوم يروى څوک چې د څپرکیل د بادشاه د خِدمت نه اِنکار کوى؟
14د دروغژنو نبيانو خبرو ته غوږ مۀ نيسئ څوک چې تاسو ته وائى چې د څپرکیل د بادشاه خِدمت به نۀ کوئ، ځکه چې هغوئ تاسو ته دروغ وائى.
15مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې، هغوئ ما نۀ دى درل��ږلى. هغوئ زما په نوم د دروغو نبوت کوى. نو ځکه زۀ به تاسو د خپل مُلک نه وشړم، نو تاسو او هغه نبيان دواړه به هلاک شئ.“
16نو بيا ما اِمامانو ته ووئيل چې، ”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، هغه نبيانو ته غوږ مۀ نيسئ چې څوک داسې وائى چې د خُدائ پاک د کور مقدس څيزونه به ډېر زر د څپرکیل نه راواپس شى. هغوئ تاسو ته د دروغو پېشګويانې کوى.
17هغوئ ته غوږ مۀ نيسئ، د څپرکیل د بادشاه خِدمت کوئ، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ. نو بيا دې ولې دا ښار تباه او په کنډرو بدل شى څۀ؟
18کۀ چرې هغوئ په رښتيا سره پېغمبران وى او د مالِک خُدائ د خوا نه ورته کلام ورکړے شوے وى نو بيا دې هغوئ ما ته چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يم سوال او مِنت وکړى چې زۀ هغه پاتې شوى مقدس څيزونه څپرکیل ته پرې نۀ ږدم چې هغوئ يوسى. او چې هغه په يروشلم کښې د مالِک خُدائ په کور او د يهوداه بادشاه په محل کښې پاتې شى.
19نو مالِک خُدائ، ربُ الافواج د هغه څيزونو په حقله وفرمائيل کوم چې په يروشلم کښې پاتې وُو لکه د زېړو ستنې او د زېړو ډيګۍ، او د اوبو راوړلو ګاډۍ او نور سامانونه.
20دا هم هغه پاتې شوى څيزونه دى کله چې نبوکدنضر بادشاه د يهوداه بادشاه، د يهويقيم زوئ يهوياکين او د يهوداه او يروشلم مشران سپين روبى ټول څپرکیل ته بوتلل.
21مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى هغه څيزونو په حقله کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې پاتې دى او د يهوداه او په يروشلم او د بادشاه په محل کښې پاتې دى،
22دا سامانونه به څپرکیل ته يوړے شى او دا به زما د راتلو د ورځې پورې هلته وى، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، نو بيا به زۀ دا ټول سامان واپس راوړم او په دې ځائ کښې به يې ولګوم.“