Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1د يهوداه د بادشاه د صدقياه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې په هم هغه کال په پينځمه مياشت په څلورم کال د جبعون د ښار يو پېغمبر د عزور زوئ حننياه د مالِک خُدائ په کور کښې د اِمامانو او د خلقو په وړاندې ما ته خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل چې،
2مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ”زۀ به د څپرکیل د بادشاه جغ مات کړم چې بوج يې په خلقو باندې دے.
3زۀ به په دوو کالو کښې دننه دننه د مالِک خُدائ د کور هغه ټول مقدس څيزونه واپس دې ځائ ته راوړم کوم چې نبوکدنضر بادشاه څپرکیل ته وړلى وُو.
4زۀ به هم د يهوداه بادشاه د يهويقيم زوئ يهوياکين سره د يهوداه د هغه ټولو خلقو واپس دې ځائ ته راولم کوم چې په څپرکیل کښې جلاوطن دى. بېشکه چې زۀ به د څپرکیل د بادشاه جغ مات کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.“
5بيا يرمياه پېغمبر د اِمامانو او د هغه ټولو خلقو په مخکښې کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې ولاړ وُو حننياه نبى ته داسې جواب ورکړو،
6هغۀ وفرمائيل چې، ”آمين. مالِک خُدائ دې هم داسې وکړى. هغه دې ستا پېشګوئې پوره او رښتيا کړى چې هغه به دوباره ټول د مالِک خُدائ د کور سامان سره د هغه کسانو چې څپرکیل ته قېديان بوتلے شوى دى دلته واپس راولى.
7خو اوس تۀ هم هغه خبرو ته کومې چې زۀ تا ته د ټولو خلقو په وړاندې کوم غوږ ونيسه.
8زما او ستا نه ډېر وړاندې پخوانو نبيانو دا پېشګوئې کړې ده چې په ډېرو مُلکونو او لويو بادشاهتونو به جنګ، قحط او وبا راځى.
9خو کوم يو پېغمبر چې د خير او سلامتۍ پېشګوئې کوى نو هغه به په رښتيا سره په دې وپېژندلے شى چې د مالِک خُدائ له طرفه رالېږلے شوے دے کله چې د هغۀ پېشګوئې رښتيا شى.“
10نو بيا حننياه د يرمياه نبى د غاړې نه جغ لرې کړو او ټوټه ټوټه يې کړو،
11او حننياه ټولو خلقو ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به په دوو کالونو کښې دننه هم دغه شان د نبوکدنضر بادشاه جغ چې کوم هغۀ د ټولو قومونو په غاړه کښې اچولے دے لرې کړم.“ په دې خبره يرمياه د هغه ځائ نه لاړو.
12نو بيا څۀ موده وروستو کله چې حننياه پېغمبر د يرمياه پېغمبر د څټ نه جغ مات کړو، نو بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه پېغمبر نازل شو چې،
13”لاړ شه او حننياه ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى، تا خو د لرګى جغ مات کړو، خو د دې په ځائ به مالِک خُدائ د خلقو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوى.
14مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به د دې ټولو قومونو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوم ترڅو چې هغوئ د څپرکیل د بادشاه نبوکدنضر خِدمت وکړى. مالِک خُدائ فرمائيلى دى، تر دې چې زۀ به د ځنګل په ځناورو باندې هم نبوکدنضر ته اختيار ورکړم چې د هغۀ خِدمت وکړى.“
15بيا ��رمياه نبى حننياه نبى ته وفرمائيل چې، ”حننياه ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ تۀ نۀ يې رالېږلے، تۀ دې قوم ته د دروغو نبوت کوې او هغوئ ستاسو په دروغو باندې باور کوى.
16نو ځکه بيا مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې، زۀ اوس تا د زمکې د مخ نه اخوا کوم. په هم دې کال کښې به تۀ مړ شې، ځکه چې تا د مالِک خُدائ خلاف د سرکشۍ تعليم ورکړے دے.“
17نو د هم هغه کال په اوومه مياشت حننياه پېغمبر مړ شو.