Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1دا د هغه خط متن دے کوم چې يرمياه پېغمبر د يروشلم نه څپرکیل ته هغه مشرانو او اِمامانو، پېغمبرانو، او نورو ټولو خلقو ته څوک چې نبوکدنضر بادشاه د يروشلم نه څپرکیل ته جلاوطن کړى وُو،
2هغۀ دا د هغه وخت نه وروستو وليکلو کله چې يهوياکين بادشاه، د هغۀ مور مَلِکه، د دربار خصيان آفسران، د يهوداه او يروشلم مشران، ماهِر کسان او کاريګران د يروشليم نه شړلى وُو.
3هغۀ هغه خط د اِلعاسه د سافن زوئ او ګمرياه د خِلقياه زوئ په لاس ولېږلو، کوم چې د يهوداه بادشاه صدقياه د څپرکیل نبوکدنضر له ولېږلو. په هغې کښې دا ليکلے شوى وُو،
4”مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغه ټولو خلقو ته فرمائى کوم چې ما مالِک خُدائ هغوئ د يروشلم نه څپرکیل ته قېديان بوتلل،
5خپل ځان له په څپرکیل کښې کورونه جوړ کړئ او په هغې کښې اوسېږئ. باغونه وکَرئ او د هغې نه خوراک کوئ.
6تاسو ودونه وکړئ چې زامن او لوڼه مو پېدا شى. نو دغه شان بيا خپل زامن او لوڼه هم وادۀ کړئ چې د هغوئ هم بچى پېدا شى. تاسو په شمېر کښې زيات شئ نه چې کم شئ.
7کوم ښار ته چې ما تاسو جلاوطن کړى يئ د دغه ښار خير غواړئ. او مالِک خُدائ ته د هغې دپاره دُعا کوئ، ځکه کۀ چرې په هغې کښې خير وى، نو تاسو به هم په خير يئ.
8مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو ته فرمائى چې، خبردار، ستاسو په مينځ کښې چې کوم نبيان او فالبين اوسيږى چې هغوئ تاسو دوکه نۀ کړى. د هغوئ خوبونو ته توجو مۀ ورکوئ.
9ځکه هغوئ تاسو ته زما په نوم د دروغو پېشګوئې کوى. هغوئ ما تاسو ته نۀ دى درلېږلى. مالِک خُدائ داسې فرمائى.
10مالِک خُدائ فرمائى چې، کله چې په څپرکیل کښې ستاسو اويا کاله تېر شى، نو زۀ به ستاسو خوا ته راشم او خپله هغه د رحم وعده به پوره کړم چې تاسو بيا واپس خپل مُلک ته راولم.
11مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى، هغه منصوبه چې تاسو ته مستقبل او اُميد درکړى.
12بيا به په هغه وخت تاسو ما ته مِنت زارى وکړئ، ما ته به رجوع وکړئ او ما نه به دُعا وغواړئ، او زۀ به ستاسو دُعا واورم.
13تاسو به زما لټون کوئ او کۀ چرې په پوره زړۀ سره زما لټون وکړئ نو تاسو به مې پېدا کړئ.
14مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به تاسو ته اجازت درکړم چې ما پېدا کړئ. زۀ به ستاسو مُلک دوباره تاسو له درکړم. د هغه ټولو مُلکونو او ځايونو نه به تاسو واپس راولم په کومو کښې چې ما خوارۀ کړى وئ، او زۀ به تاسو هغه مُلک ته واپس راولم د کوم نه چې ما تاسو جلاوطن کړى وئ، مالِک خُدائ فرمائى.
15تاسو ووايئ چې، مونږ دپاره مالِک خُدائ په څپرکیل کښې هم پېغمبر��ن راپېدا کړى دى،
16خو مالِک خُدائ ته غوږ ونيسئ چې هغه د هغه بادشاه په حقله فرمائى څوک چې د داؤد په تخت ناست دے او د هغه خلقو په حقله څوک چې په دې ښار کښې پاتې شوى دى، او ستاسو د مُلک خلقو په حقله څوک چې تاسو سره جلاوطن شوى نۀ وُو.
17مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زۀ به په هغوئ باندې جنګ، قحط او وبا راولم او هغوئ به د هغه خرابو اينځرو په شان کړم چې د خوړلو قابل نۀ وى.
18زۀ به په هغوئ جنګ، قحط او وبا نازله کړم او د هغوئ پسې به يم، او د دُنيا ټول نور قومونه چې هغوئ ته ګورى نو ورته به د يرې او دهشت مثال وى او چې چرته هم هغوئ خوارۀ کړم نو ټولو خلقو ته به يې د نفرت او سپکاوى باعث وګرځوم.
19مالِک خُدائ فرمائى چې، ځکه چې هغوئ زما کلام ته غوږ نۀ نيولو، هغه پېغام چې ما بار بار د خپلو خادِمانو نبيانو په ذريعه هغوئ ته ورکړے وو. او تاسو جلاوطنو هم زما پېغام ته غوږ ونۀ نيولو، مالِک خُدائ فرمائى.
20نو اوس تاسو ټولو اے جلاوطن شوو څوک چې ما د يروشلم نه څپرکیل ته لېږلئ د مالِک خُدائ کلام واورئ.
21مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د اخىاب د قولاياه د زوئ او د صدقياه د معسياه د زوئ په حقله فرمائى چې، هغوئ تاسو ته زما په نوم د دروغو پېشګويانې وکړى، زۀ به هغوئ نبوکدنضر د څپرکیل بادشاه ته حواله کړم، او هغه به هغوئ ستا د سترګو د وړاندې مړۀ کړى.
22ځکه چې د هغوئ په وجه به، د يهوداه نه ټول جلاوطن شوى خلق څوک چې په څپرکیل کښې قېديان دى هغوئ به داسې ښېرې کوى، مالِک خُدائ دې تاسو سره د صدقياه او اخىاب په شان کار وکړى څوک چې د څپرکیل بادشاه په اور کښې سوزولى وُو.
23ځکه چې هغوئ په بنى اِسرائيلو کښې شرمناک ګناهونه کړى دى، هغوئ د خپلو ګاونډيانو د ښځو سره د زنا باوجود، زما په نامه د دروغو پېغام خلقو ته وړاندې کړے دے د کوم چې ما هغوئ ته حُکم نۀ دے ورکړے. خو ما ته د هغوئ په حقله عِلم دے او په هغوئ باندې زۀ ګواه يم. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“
24مالِک خُدائ په څپرکیل کښې دا پېغام سمعياه نحلامى ته راولېږلو،
25”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، تا په خپل اختيار سره يو خط صفنياه د معسياه زوئ، اِمام ته، او تا د دې نقل نورو اِمامانو او د يروشلم خلقو ته ولېږلو، چې په کښې تا وليکلو چې،
26تۀ مالِک خُدائ د يهويدع په ځائ اِمام جوړ کړې او هغۀ تۀ د خپل کور مشر جوړ کړې. نو تا ته په کار دى چې هر يو ليونے کس چې په دروغو سره نبوت کوى د لرګى په کنده کښې بند کړې او په غاړه کښې ورته د اوسپنې زنځير واچوې.
27نو بيا تاسو د عنتوت يرمياه ته زورنه ولې نۀ ده ورکړې، چا چې ستاسو په مينځ کښې د پېغمبرۍ دعوىٰ کوله او خلقو ته يې د پېغمبرۍ خبرې کولې؟
28ځکه چې مونږ ته په څپرکیل کښې هغۀ پېغام راولېږلو، او پېشګوئې يې وکړه چې زمونږ په جلاوطنۍ کښې به ډېر وخت لګيږى. نو هغۀ ووئيل، تاسو په دې وجه کورونه جوړ کړئ او هلته په کښې اوسېږئ، باغونه وکَرئ او د هغې مېوې خورئ.“
29صفنياه اِمام دا خط يرمياه نبى ته ولوستلو،
30او بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو چې،
31”ټولو جلاوطنو ته خط ورولېږه او ورته وليکه چې، مالِک خُدائ د سمعياه نحلامى په حقله فرمائى چې، هغۀ د خپل ځان نه تاسو ته پېشګوئې کړې ده، او کۀ څۀ هم چې هغه ما تاسو ته نۀ دے درلېږلے. او هغۀ تاسو داسې تيار کړئ چې د هغۀ په دروغو باندې باور وکړئ.
32نو بيا په دې وجه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به سمعياه نحلامى او د دۀ اولاد ته په يقين سره سزا ورکړم. د هغۀ د خاندان نه به څوک هم ژوندى پاتې نۀ شى، او نۀ به هغوئ هغه احسانونه او نعمتونه وګورى کوم چې زۀ د خپل غوره شوى قوم سره کوم، ځکه چې هغۀ زما خلاف خلقو ته د سرکشۍ کولو لمسون وکړو، مالِک خُدائ فرمائى.“