Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته ورکړے شو،
2”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې فرمائى چې، ټولې هغه خبرې چې ما تا سره وکړې هغه په يو کِتاب کښې وليکه.
3مالِک خُدائ فرمائى چې، ګوره، نو هغه وخت راروان دے چې زۀ به خپل خلق اِسرائيل او يهوداه د جلاوطنۍ نه بحال کړم او هغه مُلک او ځائ ته به يې واپس راولم کوم چې ما د هغوئ پلار نيکۀ له په ميراث کښې ورکړے وو او دا به بيا د هغوئ ملکيت وى، دا مالِک خُدائ فرمائى.“
4دا هغه خبرې دى چې مالِک خُدائ د اِسرائيل او يهوداه د خلقو په حقله فرمائيلى دى،
5”مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ د يرې ژړا اورم، هلته دهشت دے او امن نشته.
6نو زۀ به ستاسو نه دا يو تپوس وکړم چې ولې سړى بچى راوړى څۀ؟ نو دا ولې زۀ چې هر يو تکړه سړى ته ګورم نو لکه د يوې بيمارې ښځې په شان چې د ماشوم د پېدا کېدو وخت يې رانزدې شوے وى هغسې يې لاسونه په خپله ګېډه باندې اېښى وى او هر يو لکه د مړى په شان تک زېړ شوى وى؟
7افسوس چې هغه ورځ به څومره سخته وى. د هغې ورځې په شان به بله کومه ورځ هم نۀ وى. دا به د يعقوب دپاره سخته ورځ وى، خو په آخر کښې به هغه ترې بچ شى.
8مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، په هغه ورځ به د هغوئ د غاړې نه هغه جغ مات کړم او د زنځيرونو نه به يې خلاص کړم او هغوئ به نور د پردو خلقو غلامان نۀ وى.
9خو هغوئ به د خپل مالِک خُدائ او د داؤد د نسل نه د هغه بادشاه خِدمت وکړى، څوک چې به زۀ په هغوئ باندې مقرروم.
10بلکې مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمت کوونکيه يعقوبه، مۀ يرېږه. او اے اِسرائيله تۀ مۀ پرېشانه کېږه. زۀ به په يقين سره تا او ستا اولاد په هغه لرې مُلک کښې د جلاوطنۍ نه آزاد کړم. او تۀ به راواپس شې او خير خيريت سره به ژوند کوې. او څوک به تا نۀ شى يرولے.
11نو مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم. او زۀ به هغه ټول قومونه مکمل تباه کړم چرته چې ما تاسو خوارۀ وارۀ کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به تاسو په اِنصاف سره تنبيه کړم، او زۀ به تاسو هم داسې بېسزا نۀ پرېږدم.
12مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ستاسو زخمونه خطرناک دى، او ستاسو زخمونه لاعلاجه دى.
13داسې څوک نشته چې ستا خيال وساتى، ستا د زخمونو دپاره دارو نشته، ستا دپاره علاج نشته دے.
14ستا ټولو ملګرو تۀ هېر کړے يې، هغوئ ستا پرواه نۀ کوى. ما په تا باندې داسې حمله وکړه لکه څنګه چې په دشمن کوم، او د يو ظالم په شان مې سزا درکړه، ځکه چې ستا شرارتونه ډېر غټ دى، او ستا ګناهونه ډېر زيات دى.
15نو بيا ولې تاسو په خپلو زخمونو او درد ژړا فرياد کوئ، او تاسو وايئ چې د دې خو هيڅ علاج نشته؟ خو دا ما ستاسو د لويو شرارتونو او ډېرو ګناهونو په و��ه درسره وکړل.
16خو هر هغه څوک چې تاسو روغ تېروى هغوئ به روغ تېر کړے شى، او ستاسو ټول دشمنان به جلاوطن کړے شى. هر هغه څوک چې تاسو لوټ کوى هغوئ به لوټ کړے شى، او څوک چې په تاسو باندې حمله کوى په هغوئ باندې به حمله وکړے شى.
17مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به ستاسو صحت دوباره ښۀ کړم، او ستاسو زخمونو ته به شفا ورکړم. زۀ به دا کار وکړم ځکه چې ما اورېدلى دى چې خلق تا ته ”جلاوطن شوے“ وائى، ”صيون د چا چې څوک هم خيال نۀ ساتى.“
18مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به د يعقوب اولاد د غلامۍ نه واپس راولم او په هغوئ به رحم وکړم، د يروشلم تباه شوے ښار به هم هغه ځائ کښې دوباره آباد کړم، او زوړ محل به يې په خپل اصلى ځائ کښې ودروم.
19نو په هغه وخت کښې به د هغه خلقو نه د شُکر ګزارۍ حمدونه او د خوشحالۍ آوازونه واورېدلے شى. زۀ به د هغوئ شمېر زيات کړم، او هغوئ به کمولے نۀ شى. زۀ به خلق مجبور کړم چې د هغوئ عزت وکړى، او هغوئ به سپک نۀ شمېرلے کيږى.
20د هغوئ ماشومان به لکه د پخوا په شان ژوند کوى، او د هغوئ جماعت به زما په مخکښې قائم شى، او زۀ به هغه ټولو خلقو له سزا ورکړم څوک چې په دوئ باندې ظلم کوى.
21د هغوئ مشر به د هغوئ د خپل قوم نه وى، او د هغوئ مشر به د هغوئ د خپلو خلقو نه وى. زۀ به هغه خپل ځان ته نزدې کړم او هغه به ما له راشى، ځکه چې څوک دا جرأت کولے شى چې نابللے راشى؟ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
22نو هغه وخت به تاسو زما خلق يئ او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.“
23ګورئ د مالِک خُدائ غصه لکه د طوفان په شان رانازليږى، او د تېزو هواګانو په شان د بدعمله خلقو په سر په غضب سره لګيږى.
24او د مالِک خُدائ سخت قهر او غضب به تر هغې پورې وى او واپس به نۀ شى ترڅو چې د هغۀ مقصد پوره شوے نۀ وى. په راتلونکو ورځو کښې به تاسو په دې هر څۀ باندې پوهه شئ.