Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه وخت کښې به زۀ د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو خُدائ يم، او هغوئ به زما خلق وى.“
2مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”د بنى اِسرائيلو کوم خلق چې د مرګ نه بچ پاتې شوى وُو ما په هغوئ په بيابان کښې فضل وکړو، کله چې هغوئ د آرام په تلاش کښې روان وُو ما د هغوئ ساتنه وکړه.
3ډېر پخوا مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته راڅرګند شو، او ورته يې وفرمائيل چې، ما تاسو سره نۀ ختمېدونکې مينه کړې ده، ما تاسو په خپله مينه او رحم سره خپل ځان ته رانزدې کړئ.
4زۀ به تا بيا آباد کړم، او تۀ به بيا آباد شې، اے پېغلې اِسرائيله. تۀ به بيا تمبل راواخلې او بهر به د ګډا دپاره په خوشحالۍ سره راووځې.
5تاسو به دوباره د سامريه په غونډو باندې د انګورو باغونه وکَرئ، او څوک چې دا باغونه کَرى هغوئ به يې په مېوه خوشحاله شى.
6نو هغه ورځ راروانه ده چې د اِفرائيم د غونډو نه به چوکيداران آوازونه وکړى او وائى به چې، راځئ چې صيون ته د عبادت دپاره او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته لاړ شو.“
7مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د يعقوب دپاره د خوشحالۍ سندرې ووايئ او چغې ووهئ چې بنى اِسرائيل د ټولو نه لوئ قوم دے. مالِک خُدائ ته د حمد و ثناء چغې ووهئ او ووايئ چې، اے مالِکه خُدايه، په بنى اِسرائيلو کښې پاتې شوے خپل قوم دې بچ کړه.
8نو زۀ به هغوئ د شمالى مُلک نه واپس راولم او د زمکې د لرو ځايونو نه به يې راغونډ کړم. تر دې چې ړاندۀ، ګوډيان، اُميدوارې ښځې او د ماشوم د پېدا کېدو په حالت کښې ښځې، نو هغوئ ټول به د لوئ قبيلې په شکل کښې دلته بيا راواپس شى.
9کله چې هغوئ واپس راشى نو د پښېمانۍ نه به اوښکې د هغوئ په مخ روانې وى او زۀ به هغوئ په ډېره مينه خپلو کورونو ته واپس بوځم، نو زۀ به هغوئ د روانو اوبو په خوا کښې او په هواره لاره بوځم هسې نه چې چرته تيندک وخورى، ځکه چې زۀ د بنى اِسرائيلو پلار يم، او اِفرائيم زما مشر زوئ دے.“
10مالِک خُدائ فرمائى، ”اے قومونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ، او هغه لرې ساحلى وطنونو ته يې بيان کړئ. هغه چا چې بنى اِسرائيل خوارۀ کړى دى هم هغه به يې راغونډ کړى. لکه څنګه چې شپونکے د خپلې رمې ساتنه کوى هم داسې به هغه د هغوئ خيال ساتى.
11مالِک خُدائ به د بنى اِسرائيلو فديه ورکړى او هغوئ به د هغه کسانو نه آزاد کړى چې د دوئ نه زورَور دى.
12هغوئ به راشى او پاس د صيون په غرۀ به د خوشحالۍ چغې ووهى، او هغوئ به د مالِک خُدائ په برکتونو لکه غله دانه، مے، تېل، او د رمو په زياتولو خوشحاله شى. د هغوئ ژوند به لکه د سيرابه باغ په شان وى، او هغوئ به نور غمژن نۀ شى.
13نو پېغلې به د خوشحالۍ نه ګډيږى، ځوانان او بوډاګان به هم خوشحالى کوى. زۀ به د هغوئ غم په خوشحالۍ باندې بدل کړم، او زۀ به هغوئ له تسلى ورکړم، او زۀ به د هغوئ خفګان په خوشحالۍ بدل کړم.
14زۀ به د هغوئ اِمامان په غوړو زېړو خوراکونو ماړۀ کړم، او زما خلق به زما په نعمتونو باندې ماړۀ پټ شى. مالِک خُدائ دا فرمائى.“
15مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په راما کښې د چغو آواز واورېدلے شو، د ماتم او لوئ ژړا آواز. راحيل په خپلو بچو باندې ژړا کوى، هيڅ قسم تسلى نۀ قبلوى ځکه چې د هغې ماشومان غېب کړے شوى دى.“
16خو مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ژړا او اوښکې توېدل بس کړئ، تاسو ته به د خپلو کارونو اجر مِلاو شى.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ستاسو ماشومان به د دشمن د مُلک نه راواپس شى.“
17مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ستا د راتلونکى ژوند دپاره اُميد شته دے، ستاسو ماشومان به خپل مُلک ته بيا واپس راشى.
18د اِفرائيم ژړا او فرياد ما ته رارسېدلے دے، تا ما ته تربيت راکړو چې په لاره شم، لکه د ناجوته سخى په شان دې تربيت راکړو او زۀ اوس په لاره شوے يم. ما دې خپل حضور ته واپس راوله، نو زۀ به واپس راشم، ځکه چې تۀ زما مالِک خُدائ او خُدائ پاک يې.
19ستا نه د اوړېدو نه پس مونږ توبه وکړه، د پوهېدو نه وروستو مونږ خپله سينه ووهله. مونږ چې کوم کم عقل کارونه په ځوانۍ کښې کړى وُو د هغې په وجه سپک او شرمنده شُو.“
20مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ولې اِسرائيل تر اوسه زما محبوب زوئ نۀ دے څۀ په چا کښې چې زۀ خوشحالېږم؟ کۀ څۀ هم چې زۀ د دۀ خلاف بار بار خبرې کوم، نو بيا هم هغه يادوم. نو په دې وجه زما زړۀ ورپسې زهيريږى، زما په زړۀ کښې د دۀ دپاره ډېر رحم دے.
21اے زما قومه، تاسو د تلو په وخت په خپله لار داسې نښې ودروئ چې د هغې نه په واپسۍ کښې خلقو ته د صحيح لارې پته ولګى. اے پېغلې اِسرائيله راوګرځه، خپلو ښارونو ته راوګرځه.
22اے زما بېوفا لورې، تۀ به ترڅو پورې سرګردانه ګرځې؟ مالِک خُدائ به يو نوے کار وکړى او هغه دا دے چې بنى اِسرائيل به خپل مالِک خُدائ ته غاړه ورکړى.“
23مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”کله چې زۀ هغوئ د غلامۍ نه واپس راولم، په يهوداه او د هغې په ښارونو کښې به هغوئ بيا داسې ووائى چې، اے د صداقت ځايه، اے مقدس غره، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى.
24ښاريان او زمينداران او شپونکى به د خپلو رمو سره په شريکه د يهوداه په مُلک کښې اوسيږى.
25زۀ به ستړو ستومانو ته طاقت ورکړم او مړاوى شوى به تازه کړم.
26نو کله چې زۀ راپاڅېدم او خپلې سترګې مې پرانستلې، نو زۀ پوهه شوم چې په خوږ خوب اودۀ وم.“
27مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځ راروانه ده چې زۀ به د اِسرائيل او يهوداه او د هغوئ د ځناورو نسلونه زيات کړم.
28او لکه څنګه چې ما هغوئ د بېخ نه راويستل، او ټوکړې ټوکړې مې کړل، او راومې غورزول، او تباه مې کړل او افتونه مې پرې نازل کړل، نو دغه شان به زۀ هغوئ دوباره آباد او قائم کړم.
29په هغه ورځو کښې به نور خلق داسې نۀ وائى چې، تراوۀ انګور يې پلارانو وخوړل، او غاښونه يې د بچو وبرېښېدل.
30خو هر سړے به د خپلې ګناه په وجه مړ کيږى، هر څوک چې تراوۀ انګور وخورى هم د هغۀ غاښونه به برېښيږى.“
31مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه وخت راروان دے چې کله زۀ د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو سره يو نوے لوظ وکړم.
32دا به د هغه لوظ په شان نۀ وى کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما هغوئ د لاس نه ونيول او د مِصر نه مې بهر وويستل، ځکه چې هغوئ ما سره کړے لوظ مات کړو، کۀ څۀ هم چې زما مثال هغوئ ته د وفادار خاوند په شان وو. مالِک خُدائ داسې فرمائى.
33خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بنده ګان وى.
34نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى. زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“
35مالِک خُدائ داسې فرمائى، هغه څوک چې نمر په دې مقرروى چې د ورځې وځليږى، او هغه چا چې سپوږمۍ او ستورى مقرر کړل چې د شپې وځليږى، څوک چې سمندر راپاڅوى چې د هغې چپې شور وکړى نو د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
36مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ترڅو پورې د کائنات دا نظام موجود وى، نو تر هغه وخته پورې به د بنى اِسرائيلو قوم زما د وړاندې قائم وى.“
37مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لکه څنګه چې د آسمان د ناپ تول اندازه نۀ شى لګولے او د زمکې د بنياد اندازه نۀ شى معلومولے نو زۀ به هم د اِسرائيل د ګناهونو په وجه د هغوئ نه اِنکار ونۀ کړم.“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
38”هغه ورځ راتلونکى ده،“ مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کله چې دا ښار د حننايل د برج نه واخله تر د ګوټ د دروازې پورې به دوباره زما دپاره آباد شى.
39او د هغه ځائ نه به سيدها د ښار حدود جارب غونډۍ پورې ورسيږى او بيا به د جوعه طرف ته راتاو شى.
40نو بيا به ټوله دره چرته چې د مړو لاشونه او ايرې غورزولے شى او هغه ټوله زمکه د کومې مېدانونه چې د قِدرون د درې د نمرخاتۀ پورې پراتۀ دى، او د آسونو د دروازې پورې، ټوله به مالِک خُدائ ته مقدسه وى. دا ښار به هيڅکله بيا د بېخ نه راونۀ ويستلے شى او نۀ به تباه شى.“