Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1د يهوداه د مُلک د صدقياه بادشاه د بادشاهۍ په لسم کال کوم چې اتلسم کال د نبوکدنضر د بادشاهۍ وو، د مالِک خُدائ کلام يرمياه ته ورکړے شو.
2په هغه وخت کښې چې د بابل د بادشاه لښکرو د يروشلم نه ګېره اچولې وه نو يرمياه په دې ورځو کښې د يهوداه د شاهى محل دننه په فوجى چاوڼۍ کښې بند وو.
3نو صدقياه بادشاه هغه هلته قېد کړو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ ولې دا پېشګوئې کوې؟ چې مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ دا ښار د بابل بادشاه ته حواله کوم نو بيا به هغه په دې ښار قبضه وکړى.
4صدقياه بادشاه به د بابليانو د لاس نه ونۀ تښتى، او هغه به په يقين سره د بابل بادشاه ته حواله کړے شى، او هغه به دۀ سره مخامخ خبرې وکړى او دے به يې په خپلو سترګو سره وګورى.
7ستا د ترۀ زوئ حنمايل د سلوم زوئ به تا له راشى او درته به وائى چې په عنتوت کښې زما زمکه واخله، ځکه چې تۀ زما نزدې خپلوان يې نو اول د اخستو حق ستا دے او دا ستا فرض هم جوړيږى چې تۀ يې واخلې.
8نو بيا لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، زما د ترۀ زوئ حنمايل فوجى چاوڼۍ ته راغلو او هغۀ ووئيل چې په عنتوت کښې زما زمکه واخله کومه چې د بنيامين په علاقه کښې ده. ځکه چې دا ستا حق دے چې تۀ يې خلاصه کړې او د خپل ځان دپاره يې واخلې. نو زۀ په دې پوهه شوم چې مالِک خُدائ ما سره په هم دې حقله خبره کړې وه.
9نو بيا ما هغه زمکه د ترۀ زوئ حنمايل نه د اوولسو سپينو زرو سيکو په بيعه واخستله.
10ما د ګواهانو په وړاندې د هغه زمکې انتقال نامه وليکله او په هغې مې دستخط وکړو او مهر مې پرې ولګولو او هغه سپين زر مې په تله کښې وتلل.
11بيا ما د مهر شوې انتقال نامې چې د خرڅولو ټول اصُول او شرائط په کښې درج شوى وُو او هم يوه غېر مهر شوې کاپې راواخسته.
14مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، د سودا دا دواړه کاغذونه واخله چې په يو باندې مهر شته او په بل نشته او دواړه په خاورين منګى کښې واچوه ترڅو چې د ډېر وخت دپاره محفوظ پاتې شى.
15نو مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، په دې ��ُلک کښې به بيا کورونه، پټى او د انګورو باغونه اخستل کيږى.“
16”د هغې نه وروستو کله چې ما د زمکې کاغذونه باروک د نيرياه زوئ له ورکړل نو بيا ما دُعا وکړه،
17اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، تا په خپل لوئ طاقت او قُدرت سره او په خپل زورَور لاس سره آسمان او زمکه جوړ کړل. ستا دپاره يو کار هم ناممکن نۀ دے.
18تۀ زرګونو خلقو سره مينه کوې، خو د مور پلار د ګناهونو په وجه تۀ د هغوئ بچو له سزا ورکوې. اے عظيم او طاقتور خُدايه، د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے،
19ستا مقصد عظيم او ستا کارونه زورَور دى. ستا سترګې د انسان ټولې لارې وينى، او تۀ هر يو ته د خپل چال چلن او عمل په مطابق اجر ورکوې.
20تا په مِصر کښې معجزې او حېرانونکى کارونه کړى دى، او ستا دا سلسله په بنى اِسرائيلو او په ټولو انسانانو کښې تر ننه پورې راروانه ده، او تر نن ورځ پورې تا خپل نوم ته جلال ورکړو.
21تا په خپل زورَور لاس، لوئ دهشت، عجيبه کارونو او معجزو سره خپل خلق بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل..
22تا هغوئ ته هغه زرخيزه زمکه ورکړه د کومې دې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره وړاندې وعده کړې وه.
23خو چې کله زمونږ پلار نيکۀ په دې مُلک کښې داخل شول او په دې يې قبضه وکړه نو هغوئ نۀ ستا واورېدل او نۀ يې ستا د شريعت پيروى وکړه. او هغوئ په هغه څۀ باندې عمل ونۀ کړو د کوم چې ورله تا حکم کړے وو. نو بيا ځکه تا دا ټول افتونه په هغوئ رانازل کړل.
24وګورئ چې بابليانو د ښار د نيولو دپاره ګېرچاپېره څنګه د خاورو ډېرى جوړ کړل. د جنګ، قحط او وبا په وجه به دا ښار بابليانو ته څوک چې پرې حمله کوى حواله شى. تا چې څۀ وئيلى وُو نو هغه کارونه وشول، اوس يې په خپله وګوره.
25خو اے مالِکه خُدايه زما ربه تۀ هغه ذات يې چې ما ته دې حُکم راکړو چې د ګواهانو په مخکښې هغه زمکه واخله، سره د دې چې د ښار حالت داسې خراب وو چې بابليانو نيولو.“
26نو کله چې زۀ راپاڅېدم او خپلې سترګې مې پرانستلې، نو زۀ پوهه شوم چې په خوږ خوب اودۀ وم.“ نو بيا د مالِک خُدائ له طرفه دا پېغام يرمياه ته راغلو چې،
27”زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم، او د ټولو مخلوقاتو رب العالمين يم. آيا داسې کار شته چې د هغې کول زما دپاره ناممکن وى؟
28نو ځکه زۀ دا ښار د بابل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ لښکر ته حواله کوم، نو هغوئ به دا قبضه کړى
29او د دېوال نه اخوا بابليان به راشى او په دې ښار به اور بل کړى. هغوئ به ټول کورونه وسوزوى، چرته چې خلقو زۀ په دې غصه کړم چې د کوټو په چتونو يې بعل ته خوشبويۍ وسوزولې او نورو معبودانو ته يې د څښلو نذرانې پېش کړې.
30نو د اِسرائيل او د يهوداه خلقو د ځوانۍ نه واخله تر اوسه پورې د شرارت نه بغېر بل کوم کار نۀ دے کړے او هر وخت يې زۀ په خپل کردار سره غصه کړے يم.
31د کومې ورځې نه چې دا ښار جوړ شوے دے نو د هغې ورځې نه تر ننه پورې زۀ دې خلقو غصه کړے او په قهر کړے يم. نو ځکه زۀ دا ښار د خپل مخ نه اخوا کوم.
32د اِسرائيل او د يهوداه خلقو زۀ په هغه ټولو شرارتونو کوم چې دوئ وکړل غصه کړم کۀ هغه بادشاهانو، آفسرانو، مشرانو، اِمامانو او کۀ نبيانو هم کړى وى.
33زما خلقو ما ته شا کړې ده، او ما ته د کتلو نه يې اِنکار کړے دے، سره د دې چې ما بار بار په نرمۍ سره هغوئ ته تعليم ورکړے دے، خو هغوئ زما خبرو ته غوږ نۀ دے نيولے او نۀ يې زما اصلاح قبوله کړې ده.
34هغوئ خپل حرام بُتان زما په کور کښې اېښى دى، کوم کور چې زما د عبادت دپاره جوړ شوے وو او هغوئ په دې زما کور پليت کړے دے.
35هغوئ د هنوم په وادۍ کښې بعل ته علاقائى عبادتخانې د دې دپاره جوړې کړې چې مولک بُت ته خپل زامن او لوڼه قربانى کړى. نۀ خو ما هغوئ له د داسې کولو حُکم ورکړو او نۀ زما ذهن ته داسې خرابه خبره راغلې ده چې هغوئ به داسې په بد او پليت کار کولو سره يهوداه ګناه ګار کړى.“
36”تاسو وايئ چې، دا ښار به د جنګ، قحط، او وبا په وجه د بابل بادشاه قبضه کړى، خو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د دې ښار په حقله فرمائى چې،
37زۀ به په يقين سره خپل غوره شوى خلق د ټولو مُلکونو نه واپس دې ځائ ته راولم کوم چې ما د خپلې غصې او لوئ غضب په وخت کښې خوارۀ وارۀ کړى وُو. او هغوئ به واپس راولم او په دې ځائ کښې به نور په امن او سکون سره اوسيږى.
38بيا به هغوئ زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.
39زۀ به هغوئ ته د زړۀ او د سوچ يووالے ورکړم چې د خپل ځان د خوشحالۍ او د خپل نسل د آبادۍ او سکون دپاره به زما نه همېشه يريږى.
40زۀ به د هغوئ سره ابدى لوظ وکړم، چې زۀ به د هغوئ سره ښېګړه کول هيڅکله نۀ پرېږدم. او زۀ به خپله يره د هغوئ په زړُونو کښې واچوم، ترڅو چې نور هغوئ ما نه لرې لاړ نۀ شى.
41هغوئ ته په برکت ورکولو سره ما ته خوشحالى ملاويږى، او زۀ به په وفادارۍ او پوره زړۀ سره هغوئ په دې مُلک کښې دوباره آباد کړم.
42لکه څنګه چې ما په دې خلقو دا لوئ افت راوستو، نو دغه شان به زۀ دوئ ته هغه ټولې سوکالۍ هم ورکړم د کومې چې ما هغوئ سره وعده کړې ده.
43نو يو ځل به بيا په دې مُلک کښې زمکې واخستلے شى، د کوم چې تاسو وايئ چې دا خو صحرا او بېکاره زمکه ده، بغېر د انسانانو او ځناورو، ځکه چې دا خو بابليانو ته په قبضه کښې ورکړے شوې وه.
44آو، د بنيامين په علاقه، د يروشلم په خوا او شا، د يهوداه په ښارونو، غريزه علاقو، د غرونو په کلو، مغربى صحراګانو او په نجب کښې به زمکې د سپينو زرو سيکو باندې اخستلے کيږى او مهر شوى انتقالونه او ګواهان به په کښې نيولے کيږى، ځکه چې زۀ به دا قوم د غلامۍ نه واپس راولم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“