Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ يو سړے خپله ښځه طلاقه کړى او د هغۀ نه جدا شى او بيا هغه د بل چا سره وادۀ وکړى نو آيا بيا اول خاوند ته د دې سره د دوباره وادۀ کولو اجازت شته څۀ؟ بلکل نه، ولې چې په داسې کولو به ټوله زمکه پوره پليته نۀ شى څۀ؟ خو اے اِسرائيله لکه څنګه چې يوه زناکاره ښځه په ډېرو سړو پسې ګرځى دغه شان تاسو په ډېرو بُتانو پسې وګرځېدئ نو اوس تاسو غواړئ چې ما ته دوباره راشئ څۀ؟
2د اوچتو خُشکو غرونو طرف ته نظر وکړه او وګوره چې آيا هلته په هغې کښې داسې ځائ شته چې تۀ په کښې بېحرمته شوے نۀ يې؟ د لارې په خوا کښې تۀ د زنا دپاره يارانو ته داسې ولاړه وې، لکه چې يو کوچے په صحرا کښې په انتظار ناست وى. تا د زناکارۍ او شرارت په وجه ټوله زمکه پليته کړې ده.
3نو باران په دې وجه ايسار شوے وو او د سپرلى څاڅکى ونۀ ورېدل. نو دا چې تا د کنجرى شکل نيولے دے او تا له هيڅ شرم نۀ درځى.
4تۀ د دومره بېشرمۍ باوجود بيا هم ما ته وائې چې، ”اے پلاره، کله چې زۀ وړه وم، تا ما سره مينه کوله،
5ولې تۀ به د تل دپاره ما ته په قهر يې څۀ؟ ولې ستا غضب به د تل دپاره په مونږ باندې وى څۀ؟“ تۀ خو داسې وائې مګر څومره بدعملى چې تا نه کېدے شى دومره کوې.“
6د يوسياه بادشاه د حکومت په دوران کښې مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”تا هغه څۀ وليدل کوم چې بېوفا اِسرائيل کړى دى؟ لکه د يوې بدکارې ښځې په شان هغې په هر يو اوچت غرۀ او د هرې شنې ونې د سورى لاندې زنا کړې ده.
7زما خيال دا وو چې د دې هر څۀ کولو نه وروستو به هغه ما ته واپس راوګرځى. خو دا راونۀ ګرځېده او د دې بېوفا خور يهوداه دا هر څۀ وليدل.
8ما بېوفا اِسرائيل ته د هغې د زناکارۍ په وجه طلاق نامه ورکړه او ومې شړله نو بيا ما وليدل چې د هغې خور يهوداه نۀ يرېدله. هغه هم بهر ووتله او زناکارى يې شروع کړه.
9ځکه چې د اِسرائيل دغه بدکارى هغې ته ډېره بېاهميته ښکارېده نو هغې هغه زمکه پليته کړه چې د کاڼو او لرګو د بُتانو سره يې زنا شروع کړه.
10خو د دې هر څۀ باوجود، د هغې بېوفا خور يهوداه ما ته په پوره زړۀ سره راونۀ ګرځېدله، خو صرف په ظاهرى شکل سره زما طرف ته راواپس شوه. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“
11نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”خو بيا دا چې بېايمانه اِسرائيل د دوکه باز يهوداه نه صادق دے.“
12هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د شمال طرف ته لاړ شه او هغوئ ته ووايه، اے بېايمانه اِسرائيله، مالِک خُدائ فرمائى ما ته راواپس شه. زۀ به په غصې سره نور تا ته نۀ ګورم، ځکه چې زۀ رحم کوونکے يم، مالِک خُدائ فرمائى، او نۀ به زۀ د تل دپاره تا ته غصه يم.
13تۀ صرف د خپلو ګناهونو اقرار وکړه چې ګناهګار يم او تا د خپل مالِک خُدائ خلاف سرکشى کړې ده، او تا د هرې شنې ونې د لاندې د پردو بُتانو عبادت کړے دے او زما د کلام تابعدارى دې نۀ ده کړې، مالِک خُدائ دا فرمائى.
14اے بېايمانه خلقو، راواپس شئ ځکه چې زۀ ستاسو مالِک يم. زۀ به ستاسو د ښاريې نه يو او د هرې قبيلې نه دوه دوه کسان خوښ کړم او صيون ښار ته به مو واپس راولم.
15زۀ به تاسو له د شپونکو په شان مشران درکړم چې زما سوچ لرى او تاسو ته په عِلم او عقل سره هدايت کوى.
16نو کله چې ستاسو د خلقو شمېر په هغه مُلک کښې ډېر شى، مالِک خُدائ فرمائى، نو تاسو به په هغه ورځو کښې د خُدائ د لوظ صندوق ذکر نۀ کوئ او هم به ستاسو خيال ته دا نور نۀ راځى، او نۀ به هغه يادوئ، او نۀ به د هغې د ضرورت احساس تاسو ته کيږى، او نۀ به هغه دوباره جوړ کړئ.
17نو په دغه وخت کښې به دوئ يروشلم ته د ”مالِک خُدائ تخت“ ووائى، او ټول قومونه به په يروشلم کښې راټول شى او د مالِک خُدائ نوم له به عزت ورکړى. او دوئ به نور د خپل سرکشه او شريره زړونو پيروى نۀ کوى.
18نو په دغه ورځو کښې به د يهوداه خاندان د اِسرائيل د خاندان سره يوځائ شى او په شريکه به دوئ د شمال د جلاوطنۍ د مُلک نه هغه مُلک ته واپس راشى کوم چې ما ستاسو پلار نيکۀ له په ميراث کښې ورکړے وو.“
19”مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې اے بنى اِسرائيله، ما غوښتل چې زۀ تا سره د خپل بچى په شان سلوک وکړم او د خپلې خوښې مُلک او زمکه درکړم، چې د نورو مُلکونو په نسبت ښکلې او شانداره وى. زما دا خيال وو چې تۀ به ما ته خپل پلار ووائې او زما نه به وانۀ وړې.
20خو تۀ ما سره بېوفا شوې د هغې ښځې په شان څوک چې خپل خاوند سره بېوفا وى. مالِک خُدائ دا فرمائى.
21د خُشکو غرونو په اوچتو سرونو باندې د بنى اِسرائيليانو د ژړا او فرياد شور اورېدلے شى، ځکه چې هغوئ غلطه لار اختيار کړې ده او خپل مالِک خُدائ يې هېر کړے دے.
22اے بېوفا بچو ما ته راواپس شئ زۀ به ستاسو بېوفائى له شفا درکړم. اے مالِکه خُدايه، مونږ به تا ته راواپس کيږُو ځکه چې تۀ مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې.
23مونږ چې په زور شور سره د غرونو او غونډو په سرونو د بُتانو کوم عبادت کړے دے دا په رښتيا سره دوکه وه، د بنى اِسرائيل خلاصون په يقين سره صرف په مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.
24د اول نه تر آخره پورې دې شرمناک د بعل بُت زمونږ د پلار نيکۀ د محنت مېوه، د دوئ رمې او څاروى، زامن او لوڼه ټول قبضه کړى دى.
25مونږ له په کار دى چې بېعزتى او شرم قبول کړُو او په شرمونو پټ شُو. ځکه چې مونږ د خپل پلار نيکۀ سره د خپل مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په خلاف ګناه کړې ده. د اول نه تر آخره پورې مونږ د خپل مالِک خُدائ پيروى نۀ ده کړې.“