Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، کۀ چرې تاسو واپس ما له راتلل غواړئ نو ما له واپس راشئ. کۀ چرې تاسو خپل پليت بُتان زما د نظر نه اخوا کړئ او نور نۀ ګمراه کېږئ،
2کله چې تاسو قسم خورئ چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے“ نو په رښتيا، اِنصاف، او صداقت سره خپله وعده پوره کوئ، نو بيا به تۀ د دُنيا قومونو ته د برکت ذريعه وګرځې او ټول قومونه به ستا په وجه زما نوم ته جلال ورکړى.“
3مالِک خُدائ د يهوداه او يروشلم خلقو ته فرمائى، ”د خپلو زړونو په سخته زمکه کښې يوه وکړئ او په ازغو کښې تخم مۀ کَرئ.
4اے د يهوداه او د يروشلم خلقو خپل زړونه ما ته وقف کړئ، هسې نه ستاسو د بدو اعمالو په وجه زما د قهر اور بل شى نو هغه به تاسو مکمل وسوزوى او بيا به داسې هيڅ څوک نۀ وى چې هغه مړ کړى.“
5په يهوداه کښې اعلان وکړئ او يروشلم ته اِطلاع ورکړئ او ورته ووايئ، ”په ټول مُلک کښې بيګل وغږوئ. په زوره چغې ووهئ. او ورته ووايئ، راشئ، محفوظو ښارونو کښې پناه واخلئ.
6د صيون طرف ته د تېښتې دپاره جنډا اوچته کړئ او په منډه محفوظ ځائ ته وتښتئ. ځکه چې زۀ د شمال د خوا نه افت او سخته تباهى راولم.
7د ځنګل د زمرى په شان د قومونو سخت او تباه کوونکے دشمن د خپل غار نه راووتو، هغه د خپل ځائ نه راروان دے چې ستاسو زمکه تباه کړى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ کړى او هغه به خالى پاتې شى.
8د ماتم او ټاټ جامې واغوندئ، ژړا او وير وکړئ. ځکه چې د مالِک خُدائ سخت قهر تر اوسه پورې په مونږ باندې دے.
9مالِک خُدائ فرمائى، په هغه ورځ به بادشاهان او آفسران حوصله بائيلى، د اِمامانو به د يرې نه وېښتۀ ودريږى او پېغمبران به د يرې نه جام پاتې شى.“
10بيا ما ووئيل، ”اے قادر مطلق خُدايه، دا خلق او يروشلم ستا په هغه وينا دوکه شُو کومه چې تا کړې وه چې تاسو به پوره په امن کښې اوسېږئ، خو په دې کښې تُوره زمونږ د مرۍ دپاسه سوره شوه.“
11په دغه وخت کښې به دې خلقو او يروشلم ته ووئيلے شى چې، ”زما عزيزانو. د صحرا د اوچتو غونډو نه به سوزونکى هوا په تاسو راشى، دا به هغه ښۀ هوا نۀ وى چې دانې د بوسو نه جدا کوى.
12خو زما د خوا نه به ډېره تېزه هوا لکه د طوفان راشى نو اوس زۀ خپله فېصله او سزا د ستاسو په خلاف اعلانوم.“
13وګورئ، دشمن لکه د وريځو په شان زمونږ خوا ته راروان دے. د هغۀ جنګى ګاډۍ لکه د تېز طوفان په شان راروانې دى او د هغۀ آسونه د باز نه تېز دى. په مونږ افسوس، مونږ تباه او برباد شُو.
14اے يروشلمه، خپل زړۀ د ګناه او شرارت نه ووينځه، نو دغه شان به تۀ خلاصون حاصل کړئ. ترڅو پورې به تۀ په خپل زړۀ کښې د ګناه سوچونه کوې؟
15يو آواز د دان نه د بد خبر اعلان کوى او د اِفرائيم د غونډو نه د افت راتلو خبردارے ورکوى.
16د دُنيا غېر قومونو ته خبردارے ورکړه او يروشلم ته اعلان وکړه چې، ”ستاسو او د يهوداه د ښارونو خلاف د جنګ چغې وهونکے غټ لښکر د لرې مُلک نه راروان دے.
17دوئ به يروشلم داسې محاصره کړى لکه چې سړى د پټى حفاظت کوى، ځکه چې د دې خلقو د مالِک خُدائ نه سرکشى کړې ده، مالِک خُدائ داسې فرمائى.
18اے يهوداه، ستا خپل چال چلن دا مصيبت په تا نازل کړے دے. دا ستا سزا ده. او دا څومره ترخه ده. او دا څومره زړۀ سورے کوونکې ده.“
19واى! واى! زۀ په درد او مصيبت کښې راګېر شوم. زړۀ مې درزيږى نور زۀ چپ پاتې کېدے نۀ شم. ځکه چې ما د دشمن د جنګ د بيګل آوازونه واورېدل او د دوئ د جنګ د ناروا شور آوازونه مې واورېدل.
20د تباهۍ او بربادۍ چپې پرله پسې په مُلک راخورې شوې، هر طرف ته مُلک تباه شو، ناګهانه زما خېمې تباه شوې، او په يوه لحظه کښې زما پناه ګاه تباه شوه.
21ترڅو پورې به زۀ د جنګونو دا جنډې ګورم او ترڅو پورې به د بيګلو آوازونه اورم؟
22مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خلق کم عقل دى، هغوئ ما نۀ پېژنى. هغوئ لکه د ناپوهه ماشومانو په شان عقل نۀ لرى. په ورانى کښې ډېر پوهه دى خو په نېکۍ کولو نۀ پوهيږى.“
23ما په زمکه باندې نظر واچولو زمکه خالى وه او هيڅ په کښې نۀ وُو، او چې آسمان ته مې وکتل نو هلته هم رڼا نۀ وه.
24په غرونو باندې مې نظر واچولو نو دا خوځېدل او غونډو هم ټالونه خوړل.
25ما هرې خوا ته وليدل خو څوک هم راته ښکاره نۀ شو، او ټول مارغان هم تښتېدلى وُو.
26ما هغه زرخيزه پټى وليدل چې په شاړو بدل شوى وُو. او ښارونه وران ويجاړ شوى وُو، چې د مالِک خُدائ په يروونکې غصې سره چخڼى شوى وُو.
27مالِک خُدائ فرمائى، ”ټوله زمکه به تباه شى خو زۀ به بيا هم دا په پوره توګه نۀ تباه کوم.
28نو په دې وجه به زمکه ماتم کوى، او بره آسمان به تک تور شى. ځکه چې ما دا وفرمائيل او د خپلې خبرې نه به وانۀ وړم. ما دا فېصله کړې ده دا به بدله نۀ کړم.“
29د ښار خلق چې د فوجيانو د آسونو او د غشو ليندو شور او درزار واورى نو تښتى. او هر يو کس ځنګلونو او غرونو ته پناه وړى او هر يو ښار به خالى شى او هيڅ څوک به پاتې نۀ شى.
30اے تباه او لوټ شويه ښاره، تۀ اوس څۀ کوې؟ تۀ ولې سرې جامې اچوې او د سرو کالے استعمالوې او سترګې توروې؟ تۀ هسې فضول خپل ځان سينګاروې. ستا عاشقانو تۀ نامنظوره کړے يې او ستا نه نفرت کوى او هغوئ ستا وژل غواړى.
31ما داسې ژړا واورېدله لکه چې د يوې ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت وى، داسې زبيرګى وُو لکه څنګه چې يوه ښځه په وړومبى ماشوم کوى. زما لور صيون ژاړى او سلګۍ وهى، او خپل لاس يې د امداد دپاره اوږد کړے دے او وائى، ”افسوس په ما! زۀ تباه شوم او چې د خپلو قاتلانو د وړاندې تکه زېړه او بېوسه شوې يمه.“