Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1د يروشلم په کوڅو کښې ښکته پورته منډې ووهئ. اخوا ديخوا په غور سره وګورئ او په چوکونو کښې لټون وکړئ. کۀ چرې تاسو داسې يو کس هم پېدا کړئ چې هغه صداقت او اِنصاف کوى او په رښتياو پسې ګرځى، نو زۀ به دا ښار نۀ تباه کوم.
2کۀ څۀ هم چې دوئ زما په نوم قسم خورى چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے،“ خو بيا هم دوئ دروغ وائى.
3اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو.
4نو بيا ما سوچ وکړو چې، ”دا خو غريبانان او جاهله مخلوق دے، دوئ ځکه بېوقوفه کارونه کوى چې د مالِک خُدائ لار نۀ پېژنى او د هغۀ د حکمونو نه ناواقفه دى.
5نو زۀ به د دوئ مشرانو له لاړ شم او هغوئ سره به خبرې وکړم. نو دوئ به ضرور د مالِک خُدائ د لارو او حکمونو نه خبر وى.“ خو افسوس چې دې مشرانو هم د مالِک خُدائ د تابعدارۍ زنځير او جغ مات کړو او د خپلو ځانونو نه يې اخوا کړے وو.
6نو په دې وجه به د ځنګل نه زمرے راشى او دوئ به وخورى، او د دشتو نه به ليوۀ راشى او دوئ به برباد کړى، او پړانګ به ورته پټ کښېنى ترڅو چې څوک هم د ښار نه رابهر شى نو هغه به ټوټې ټوټې کړى. ځکه چې هغوئ غټ سرکشه دى او په څو ځله مرتد شوى دى.
7مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ څنګه تاسو معاف کړم؟ ستاسو بچو زۀ پرېښے يم او دوئ په هغه معبودانو يقين وکړو چې په حقيقت کښې هغه رښتينى نۀ دى. کۀ څۀ هم ما د هغوئ ټول ضرورتونه پوره کړل، خو هغوئ لکه د بېوفا ښځې په شان زنا وکړه او د چکلې مخې ته يې قطارونه جوړ کړل.
8دوئ لکه د ښۀ څربه مستو آسونو په شان دى چې هر يو د خپل ګاونډى د ښځې پسې هڼيږى.“
9مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې زۀ دوئ ته د دې بېشرمه کارونو په وجه سزا ورنۀ کړم څۀ؟ او ولې د داسې قوم نه بدله وانۀ خلم څۀ؟
10لاړ شئ او د هغوئ د انګورو باغونه تالا والا کړئ خو بلکل په پوره توګه يې مۀ تباه کوئ. او د انګور بوټى څانګې راماتې کړئ، ځکه چې دا خلق زما نۀ دى.“
11مالِک خُدائ دا فرمائى، ”د اِسرائيل او يهوداه خلقو ما سره هر قسمه بېوفائى او خيانت کړے دے.“
12دوئ د مالِک خُدائ په حقله دروغ ووئيل او وائى، ”هغه به مونږ سره هيڅ هم نۀ کوى. په مونږ به مصيبت نۀ راځى. قحط او جنګ به هم په مونږ باندې نۀ راځى.“
13دوئ وائى، ”پېغمبران هسې فضول خبرې کوى او دوئ سره د خُدائ پاک له طرف نه پېغام نشته. د کوم مصيبت نه چې مونږ يروى هغه دې په دوئ باندې په خپله راشى.“
14نو ځکه مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ فرمائى، ”اے يرمياه، نو لکه څنګه چې دوئ داسې خبرې کوى نو زۀ هم خپل کلام ستا په خولۀ کښې لکه د اور په شان اچوم او دوئ نه خشاک جوړوم چې دوئ وسوزوى.
15مالِک خُدائ فرمائى، اے اِسرائيله، زۀ به د لرې ځائ نه ستا خلاف يو زورَور او پخوانے قوم راولېږم چې په تا حمله وکړى چې تۀ يې په ژبه او خبرو باندې نۀ پوهېږې.
16د هغوئ سره وژونکى غشى دى او ټول تکړه او زورَور فوجيان دى.
17هغوئ به ستاسو فصلونه او خوراک لواړ تېر کړى، هغوئ به ستاسو زامن او لوڼه ووژنى. هغوئ به ستاسو رَمې او څاروى تباه کړى، او هغوئ به ستاسو د انګورو او د اينځر ونې تباه کړى. تاسو چې په کومو محفوظو ښارونو باندې بهروسه کوئ نو د هغې لښکرې به يې تباه برباد کړى.
18مالِک خُدائ فرمائى چې، خو بيا هم په هغه ورځو کښې به زۀ تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم.
19اے يرمياه کۀ چرې خلق تا نه تپوس وکړى چې دا هر څۀ زمونږ مالِک خُدائ پاک ولې مونږ سره وکړل؟ نو تۀ دوئ ته ووايه، چې تاسو خپل حقيقى خُدائ پرېښودو او د هغۀ په ځائ مو په خپل مُلک کښې د غېرو معبودانو خِدمت وکړو، نو په دې وجه به تاسو په پردى وطن کښې د پردو خلقو خِدمت وکړئ.“
20مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”د يعقوب اولاد ته اعلان وکړه، د يهوداه خلقو ته ووايه،
21اے کم عقلو او بېشعوره خلقو، تاسو سترګې لرئ خو وينئ نه او غوږونه لرئ خو اورئ نه، ما ته غوږ ونيسئ.
22مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے.
23خو زما قوم سرکشه او د ضدناکو زړونو لرونکى دى. دوئ زما نه واوړېدل او زۀ يې پرېښودلم.
24دوئ هيڅکله خپل ځان سره دا نۀ دى وئيلى چې، راځئ د مالِک خُدائ نه يره وکړُو، څوک چې په مونږ باندې د منى او سپرلى موسم کښې بارانونه راوروى، او هغه مونږ ته د رېبلو موسم په مقرره وخت کښې راولى.
25ستاسو غلطيانو تاسو د دې عجيبه برکتونو نه محرومه کړئ. ستاسو ګناهونو تاسو د دې ښۀ څيزونو نه منع کړئ.
26زما د غوره شوى قوم په مينځ کښې شريران پېدا کيږى. هغوئ لکه د مارغانو د ښکاريانو په شان په انتظار کښې ناست دى، دوئ د خلقو دپاره دام خوروى ترڅو هغوئ په کښې راګېر کړى.
27لکه څنګه چې د يو ښکارى پنجره د مارغانو نه ډکه وى، نو هم دغه شان د دوئ کور هم د شرارت او فساد نه ډک وى. هم دا وجه ده چې دوئ ډېر زورَور او مالداره شوى دى،
28ښۀ خورى او څربه کيږى او د هغوئ د بدو کارونو څۀ حد نشته دے. او نۀ هغوئ د يتيمانانو سره مدد کوى چې ورته هغه څۀ مِلاو شى کوم يې چې حق دے، او نۀ د غريبانانو مدد کوى.
29نو مالِک خُدائ فرمائى چې، آيا زۀ دوئ ته په دې بدو کارونو کولو سره سزا ورنۀ کړم څۀ؟ او د داسې قوم نه بدله وانۀ خلم څۀ؟
30کوم کارونه چې په دې مُلک کښې وشو هغه خراب او قابل نفرت دى.
31پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“