Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1کله چې د څپرکیل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ ټولو لښکرو او د هغۀ د بادشاهت د لاندې ټولو مُلکونو چې په يروشلم او د هغۀ په خوا او شا ښارونو باندې حمله کوله نو د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته ورکړے شو.
2مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يرمياه ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د يهوداه بادشاه صدقياه ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ دا ښار د څپرکیل بادشاه ته حواله کړم، او هغه به اوس دې ښار ته اور واچوى.
3تۀ به د هغۀ د ګرفتارى نه ونۀ تښتې بلکې په يقين سره به تۀ ګرفتار شې او هغۀ ته به حواله کړے شې. تۀ به د څپرکیل بادشاه په خپلو سترګو ووينې، او هغه به تا سره مخامخ خبرې وکړى. او هغه به تا څپرکیل ته جلاوطن کړى.
4نو بيا اے صدقياه د يهوداه بادشاه، ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ ستا په حقله فرمائى چې، تۀ به په جنګ کښې قتل نۀ شې،
5بلکې تۀ به په خپل عام مرګ باندې مړ شې. څنګه چې خلقو ستا د پلار نيکۀ د جنازې د عزت دپاره خوشبو سوزوله څوک چې ستا نه وړاندې بادشاهان وُو، نو دغه شان به خلق ستا د جنازې د عزت دپاره خوشبو وسوزوى. او هغوئ به ماتم کوى او وائى به چې، افسوس، اے زمونږه بادشاه، تۀ مړ شوې. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“
6نو بيا يرمياه پېغمبر دا پېغام د يهوداه بادشاه صدقياه ته په يروشلم کښې ورکړو.
7په هغه وخت کښې د څپرکیل بادشاه لښکرو د يروشلم او د يهوداه د نورو ښارونو په خلاف جنګ کولو کوم چې لکيس او عزيقه وُو. صرف دا مضبوط ښارونه وُو چې د قبضې نه پاتې شوى وُو.
8د مالِک خُدائ دا پېغام يرمياه ته ورکړے شو پس د دې نه چې صدقياه بادشاه او د يروشلم ټولو خلقو د غلامانو د آزادولو دپاره لوظ وکړو
9او ټولو په دې اتفاق وکړو چې هر څوک به خپل عبرانى غلامان او وينځې آزادوى، او هيڅ څوک به خپل د مُلک سړے يا ښځه بند نۀ ساتى.
10ټولو مشرانو او خلقو چا چې هم دا لوظ کړے وو هغوئ دا خبره ومنله چې هغوئ به خپل غلامان او وينځې آزادوى او نور به هغوئ په خپله قبضه کښې نۀ ساتى او هغوئ يې آزاد کړل.
11خو وروستو هغوئ خپله فېصله بدله کړه، هغوئ آزاد شوى غلامان واپس راوستل او هغوئ يې بيا په زور سره دوباره خپل غلامان او وينځې جوړ کړل.
12نو بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو،
13”ما ستاسو د پلار نيکۀ سره لوظ وکړو کله چې ما هغوئ د مِصر نه د غلامۍ د مُلک نه رابهر او آزاد کړل. نو ما وفرمائيل چې،
14په هر يو اوؤم کال تاسو هر هغه عبرانى چې خپل ځان يې په تاسو خرڅ کړے دے آزاد کړئ. د شپږ کاله د خِدمت کولو نه وروستو، نو په کار دے چې تاسو هغه آزاد کړئ او رُخصت يې کړئ. خو ستاسو پلار نيکۀ زما خبرو ته نۀ غوږ ونيولو او نۀ يې ورته توجو ورکړه.
15خو اوس تاسو پښېمانه شوئ او توبه مو وويستله او خپله ف��صله مو بدله کړه او هغه کار مو وکړو چې څۀ زما په نظر کښې صحيح وو، او تاسو هر يو د خپلو غلامانو د آزادولو اعلان وکړو. او دا چې تاسو زما په کور کښې چې زما د نوم مهر پرې لګولے شوے دے ما سره لوظ وکړو.
16خو تاسو بيا خپله فېصله بدله کړه او زما د نوم بېحرمتى مو وکړه، او تاسو بيا هر يو سړے غلام او ښځه مو واپس وينځه کړه څوک چې تاسو آزاد کړى وُو. نو بيا تاسو هغوئ په زور سره دوباره غلامان او وينځې کړل.
17نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو زما پيروى ونۀ کړه، تاسو د خپل مُلک خلقو ته د آزادۍ اعلان ونۀ کړو. نو زۀ اوس بيا تاسو ته دغه شان د آزادۍ اعلان کوم. مالِک خُدائ فرمائى چې ستاسو آزادى به داسې وى چې زۀ به تاسو په تُورې، وبا او قحط باندې مړۀ کړم. زۀ به تاسو ټولې دُنيا ته د عبرت او د يرې سبب وګرځوم.
18ځکه چې تاسو ما سره د لوظ شرائط مات کړل نو زۀ به تاسو هم دوه ځايه کړم لکه څنګه چې تاسو سخى دوه ځايه کړى وُو او د هغې په مينځ کښې تېر شوئ.
19آو، زۀ به تاسو په مينځ وشلوم، هغه کۀ تاسو د يهوداه او يروشلم آفسران، د دربار خصيان آفسران، اِمامان او يا عام خلق هم يئ، ځکه چې تاسو ما سره خپل لوظ مات کړو.
20نو زۀ به مو خپلو دشمنانو ته حواله کړم څوک چې ستاسو مرګ پسې ګرځى. ستاسو د مړو لاشونه به د هوا د مارغانو او د ګيدړانو خوراک کړم.
21زۀ به د يهوداه بادشاه صدقياه او د هغۀ آفسران هم د هغوئ دشمنانو ته حواله کړم څوک چې د هغوئ مرګ پسې ګرځى. کۀ څۀ هم چې د څپرکیليانو د بادشاه لښکرو خپلې حملې ستاسو خلاف بندى کړى دى،
22مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به هغوئ ته حُکم ورکړم او بيا به زۀ هغوئ واپس دې ښار ته راولم. هغوئ به ستاسو خلاف جنګ وکړى او هغوئ به دا ښار قبضه کړى او وبه يې سوزوى. او زۀ به د يهوداه ښارونه وران او تباه کړم نو بيا به څوک هم هلته نۀ اوسيږى.“