Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته د يهويقيم د يوسياه د زوئ د حکومت په دوران کښې ورکړے شو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې،
2”د ريکاب خاندان ته لاړ شه او هغوئ ته دعوت ورکړه چې د مالِک خُدائ کور ته راشى نو بيا هغوئ هلته يوې کوټې ته بوځه او د څښلو دپاره ورله مے ورکړه.“
3نو بيا زۀ يازنياه د يرمياه زوئ او د حبصنيا نمسى ته او د هغۀ زامنو او وروڼو او د ريکاب مکمل خاندان ته ورغلم.
4ما هغوئ ټول د مالِک خُدائ کور ته او د يجدليا د زوئ حنان پېغمبر او د هغۀ د زامنو کوټې ته راوستل چې د خُدائ پاک خادِم وو. دا کوټه د آفسرانو د کوټې سره خوا کښې او د معسياه د سلوم زوئ چې چوکيدار وو د هغۀ د کوټې دپاسه وه.
5نو بيا ما جامونه سره د پيالو راواخستل او د ميو نه مې ډک کړل او هغه مې د ريکاب خاندان ته پېش کړل او ورته مې ووئيل چې، ”راشئ او مے وڅښئ.“
6خو هغوئ راته په جواب کښې ووئيل چې، ”مونږ مے نۀ څښو، ځکه چې زمونږ نيکۀ يوندب د ريکاب زوئ مونږ ته دا حکم راکړے دے چې تاسو او ستاسو اولاد دې کله هم مے نۀ څښى.
7او تاسو کورونه مۀ جوړَوئ، او تخم مۀ کَرئ، او مۀ د انګورو باغونه کَرئ او تاسو چې هيڅکله دا کارونه ونۀ کړئ، او ضرورى ده چې په خپلو خېمو کښې اوسېږئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه تر ډېره وخته پورې ژوندى پاتې شئ چرته چې تاسو د مسافرو په شان ژوند کوئ.
8مونږ د هغه هر څۀ تابع يُو د څۀ چې مونږ ته زمونږ نيکۀ يوندب د ريکاب زوئ تعليم راکړے دے. نۀ خو مونږ او نۀ زمونږ ښځو او نۀ زمونږ زامنو لوڼو کله مے څښلى دى.
9او نۀ مونږ د اوسېدو دپاره کورونه جوړ کړى او نۀ مو د انګور باغ، پټى يا فصلونه کَرلى دى.
10مونږ په خېمو کښې اوسېدلو او په هر هغه څۀ مو پوره عمل کړے دے څۀ چې مونږ ته زمونږ نيکۀ يوندب حکم کړے وو.
11خو کله چې نبوکدنضر بادشاه په دې مُلک باندې قبضه وکړه، مونږ ووئيل، راځئ چې، مونږ يروشلم ته د څپرکیليانو او د شام د لښکرو نه وتښتُو. نو بيا ځکه مونږ په يروشلم کښې پاتې شُو.“
12نو بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو، او وې فرمائيل چې،
13”دا هغه کلام دے چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، لاړ شه او د يهوداه سړو او د يروشلم خلقو ته ووايه چې، آيا تاسو د دې نه سبق نۀ زده کوئ او زما د کلام پيروى نۀ کوئ؟
14يوندب د ريکاب زوئ خپلو بچو ته حکم وکړو چې مے مۀ څښئ نو هغوئ د هغۀ دا حکم ومنلو. تر نن ورځ پورې چا هم په هغوئ کښې مے ونۀ څښل، ځکه چې هغوئ د خپل پلار نيکۀ د حکم پيروى کوى. خو ما تاسو سره په څو څو ځله خبرې وکړې خو تاسو زما د خبرو پيروى ونۀ کړه.
15ما تاسو ته بار بار خپل نبيان درولېږل. هغوئ تاسو ته وفرمائيل چې، په تاسو کښې دې هر يو د خپلو بدو کارونو نه واوړى او ښۀ کارونه دې کوى، او مۀ تاسو د نورو معبودانو پيروى کوئ او مۀ يې خِدمت کوئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه کښې اوسېږئ کومه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړې ده. خو تاسو زما خبرو ته توجو ورنۀ کړه او نۀ مو غوږ ونيولو.
16يوندب چې د ريکاب زوئ د هغۀ اولاد د خپل پلار حُکم ومنلو او د هغې پيروى يې وکړه، خو تاسو خلقو زما خبره ونۀ منله.
17نو د دې په وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ما ته غوږ شئ. زۀ اوس د يهوداه او د يروشلم په ټولو خلقو باندې هغه ټول افتونه راولم د کومو چې ما د هغوئ خلاف اعلان کړے دے. ما هغوئ ته ووئيل، خو هغوئ غوږ ونۀ نيولو. ما هغوئ ته آواز وکړو، خو هغوئ ما ته جواب رانۀ کړو.“
18نو يرمياه د ريکاب خاندان ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، تاسو خو د خپل پلار نيکۀ يوندب حکم ومنلو او د هغۀ د ټولو هداياتو مو تابعدارى وکړه او په هر هغه څۀ باندې مو عمل وکړو چې هغۀ درته وئيلى وُو.
19نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، د يوندب د ريکاب د زوئ په خاندان کښې به همېشه يو سړے داسې وى چې زما خِدمت به کوى.“