Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1په يهوداه کښې د يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال، مالِک خُدائ يرمياه ته پېغام ورکړو چې،
2”يو طومار راواخله او په هغې زما ټول کلام کوم چې ما درته د يهوداه، د اِسرائيل او د ټولو قومونو په خلاف د يوسياه د بادشاهۍ د وخت نه تر اوسه پورې نازل کړے دے وليکه.
3شايد چې د يهوداه خلق د هغه ټولو افتونو په حقله واورى کوم چې زما په هغوئ د راوستلو نيت دے، نو کۀ هر يو د خپلې بدعملۍ نه راوګرځى نو بيا به زۀ د هغوئ ګناهونه او بدعملونه معاف کړم.“
4نو بيا يرمياه باروک د نيرياه زوئ راوغوښتلو، او کله چې يرمياه هغۀ ته هغه هر څۀ ووئيل کوم چې مالِک خُدائ هغۀ ته فرمائيلى وُو، نو باروک هغه په يو طومار کښې وليکل.
5نو بيا يرمياه باروک ته وفرمائيل چې، ”زۀ دلته نظر بند يم نو د مالِک خُدائ کور ته دننه تلے نۀ شم.
6نو بيا تاسو د مالِک خُدائ کور ته کله چې روژه وى لاړ شئ او خلقو ته هغه څۀ ولولئ کوم چې ما تاسو ته وفرمائيل او تاسو هغه په يو طومار کښې وليکل. دا د يهوداه ټولو هغه خلقو ته ولوله کوم چې د خپلو ښارونو نه د عبادت دپاره دلته راغلى وى.
7شايد چې هغوئ مالِک خُدائ ته عرض او مِنت زارى وکړى او ټول د خپلو بدو لارو نه راوګرځى، ځکه چې د مالِک خُدائ قهر او غضب ډېر لوئ دے کوم چې يې د دې خلقو خلاف اعلان کړے دے.“
8باروک د نيرياه زوئ هم هغه شان وکړل څنګه چې ورته يرمياه نبى حکم کړے وو، نو د هغه طومار نه يې د مالِک خُدائ کلام د مالِک خُدائ په کور کښې ولوستلو.
9يهويقيم د يوسياه زوئ د يهوداه بادشاه د بادشاهۍ د پينځم کال په نهمه مياشت د يروشلم ټولو خلقو ته او د هغوئ دپاره څوک چې د يهوداه د ښارونو نه راغلى وُو، د روژې اعلان وکړو او هغوئ د مالِک خُدائ دپاره روژه ونيوله.
10د مالِک خُدائ په کور کښې د ګمرياه د سافن زوئ منشى د کوټې نه، کومه چې د دربار په بره حِصه کښې وه او د مالِک خُدائ د کور د داخلېدو د نوې دروازې سره نزدې وه، باروک ټولو خلقو ته چې هلته موجود وُو د يرمياه کلام د طومار نه تلاوت کړو.
11کله چې ميکاياه د ګمرياه زوئ او د سافن نمسى د مالِک خُدائ کلام د طومار نه واورېدو،
12نو هغه په شاهى محل کښې لاندې د منشى کوټې ته لاړو، چرته چې ټول آفسران ناست وُو. اليسمع، د دربار منشى، د سمعياه زوئ دلاياه، د عکبور زوئ الناتن، د سافن زوئ ګمرياه، د حننياه زوئ صدقياه او نور ټول آفسران هلته موجود وُو.
13نو ميکاياه هغوئ ته هغه هر څۀ ووئيل څۀ چې باروک خلقو ته د طومار نه بيانول او هغۀ ترې اورېدلى وُو.
14نو ټولو آفسرانو په مشورې سره يهودى د نتنياه زوئ، د شلمياه نمسى او د کوشى کړوسے باروک ته ورولېږلو چې ورته دا ووائى، ”آفسران وائى چې راشه، او ځان سره هغه طومار هم راوړه کوم چې تا ټولو خلقو ته ولوستلو.“ نو باروک د نيرياه زوئ د هغه طومار سره چې کوم يې په لاس کښې وو هغوئ له ورغلو.
15نو هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”مهربانى وکړه دلته کښېنه او مونږ ته دا طومار ولوله.“ نو باروک ورته هغه طومار ولوستلو.
16نو کله چې هغوئ دا کلام واورېدو، نو بيا هغوئ يو بل ته يرې سره کتل او باروک ته يې ووئيل چې، ”مونږ به ضرور بادشاه د دې ټول کلام نه خبر کړُو.“
17نو بيا هغوئ د باروک نه تپوس وکړو چې، ”تۀ مونږ ته دا ووايه چې دا هر څۀ تا څنګه وليکل؟ آيا يرمياه نبى تا ته وفرمائيل او تا وليکل؟“
18باروک ورته جواب ورکړو چې، ”آو، هغۀ دا هر څۀ ما ته وفرمائيل او ما هغه په دې طومار کښې په سياهۍ باندې وليکل.“
19نو آفسرانو باروک ته ووئيل چې، ”تۀ او يرمياه لاړ شئ او خپل ځان پټ کړئ. او هيچا ته مۀ وايئ چې تاسو چرته يئ.“
20نو بيا آفسرانو هغه طومار د دربار د منشى اليسمع په کوټه کښې کېښودو، نو بيا هغوئ د بادشاه دربار ته لاړل او د دې ټول کلام نه يې بادشاه خبر کړو.
21نو بادشاه يهودى نومې سړے ورولېږلو چې هغه طومار راوړى، نو يهودى هغه د اليسمع منشى د کوټې نه راوړو او بادشاه او هغه ټولو آفسرانو ته چې ورسره په خوا کښې ولاړ وُو ولوستلو.
22نو د کال نهمه مياشت وه، د يخنۍ موسم وو نو بادشاه په شاهى محل کښې د ژمى دپاره په جوړه شوې کوټه کښې نغرى ته ناست وو.
23هرکله چې يهودى درې څلور عنوانونه ولوستل، نو بادشاه دا طومار په چاقو وشلولو او هغه يې په نغرى کښې اور ته واچولو، تر دې چې هغه طومار ټول په اور کښې وسوزېدو.
24بادشاه او د هغۀ ټولو خِدمتګارانو چا چې دا کلام واورېدو هغوئ ونۀ يرېدل او نۀ يې د غم نه جامې وشلولې.
25کۀ څۀ هم چې الناتن، دلاياه او ګمرياه بادشاه ته مِنتُونه کول چې طومار مۀ سوزوه خو هغۀ د هغوئ خبرې ته غوږ ونۀ نيولو.
26نو بيا د دې په ځائ بادشاه يرحمئيل شهزاده او ورسره سراياه د عزرائيل زوئ او شلمياه د عبدائيل زوئ ته حکم وکړو چې باروک منشى او يرمياه نبى ګرفتار کړى. خو مالِک خُدائ هغوئ پټ کړل.
27کله چې يهويقيم هغه طومار وسوزولو چې په کښې هغه الفاظ وُو کوم چې باروک ته يرمياه فرمائيلى وُو او هغۀ ليکلى وُو، نو د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو او ورته يې وفرمائيل چې،
28”يو بل طومار راواخله او په هغې کښې هغه هر څۀ وليکه څۀ چې په اول طومار کښې ليکلے شوى وُو کوم چې يهويقيم د يهوداه بادشاه وسوزولو.
29نو همدارنګه يهويقيم د يهوداه بادشاه ته ووايه، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، تا دا طومار وسوزولو او يرمياه ته دې وئيل چې، تا ولې په دې کښې دا ليکلى دى چې په يقين سره به د څپرکیل بادشاه راشى او په حقيقت کښې به دا مُلک تباه کړى او انسان او ځناور داوړه به په کښې جارُو کړى؟
30نو په دې وجه مالِک خُدائ د يهويقيم د يهوداه بادشاه په حقله فرمائى چې، د هغۀ په اولاد کښې به څوک هم د داؤد په تخت بادشاهى ونۀ کړى، او د هغۀ لاش به په خوشى مېدان وغورزولے شى چرته چې په ورځ کښې به نمر او په شپه کښې به سختې يخنۍ او پرخې ته پروت وى.
31زۀ به هغۀ ته او د هغۀ اولاد او د هغۀ نوکرانو ته د هغوئ د غلطو کارونو په وجه سزا ورکړم، زۀ به په دوئ او په هغه چا باندې چې په يروشلم کښې اوسيږى او د يهوداه په ټولو خلقو به هغه افتونه راولم کوم چې ما د هغوئ خلاف اعلان کړى دى، ځکه چې هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيولو.“
32بيا يرمياه يو بل تش طومار راواخستلو او باروک ليکوال د نيرياه زوئ له يې ورکړو، نو څنګه به چې يرمياه فرمائيل نو هغه ټول الفاظ يې په کښې دوباره وليکل کوم چې په هغه طومار کښې ليکلے شوى وُو چې يهويقيم د يهوداه بادشاه په اور کښې اچولے او سوزولے وو. او د هغې نه علاوه يې نوره هم په دې موضوع رڼا واچوله.۔