Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1د يهوداه بادشاه يهوياکين د يهويقيم زوئ د تخت نه د راکوزولو نه وروستو د څپرکیل بادشاه نبوکدنضر د هغۀ په ځائ صدقياه د يوسياه زوئ د يهوداه بادشاه مقرر کړو.
2نۀ خو صدقياه او نۀ د هغۀ خِدمتګارانو او نۀ په يهوداه کښې پاتې شوى خلقو د مالِک خُدائ په کلام عمل کولو کوم چې د يرمياه په وسيله اورولے شوے وو.
3خو بيا هم صدقياه بادشاه يهوکل د شلمياه زوئ او صفنياه اِمام د معسياه زوئ يوه ورځ دواړه يرمياه نبى ته ورولېږل او د هغۀ ته يې خواست وکړو چې، ”مونږ ته زمونږ د مالِک خُدائ نه دُعا وغواړه.“
4تر اوسه يرمياه په قېدخانه کښې نۀ وو اچولے شوے او هر چرته چې يې زړۀ غوښتل هلته په خلقو کښې آزاد ګرځېدلو.
5په هم هغه وخت کښې د فِرعون فوجيانو مِصر پرېښودو او د يهوداه خوا ته روان شول، نو کله چې د څپرکیليانو فوجيانو چا چې يروشلم محاصره کړے وو د هغوئ د راتلو په حقله واورېدل نو هغوئ د يروشلم نه وروستو شول.
6نو بيا په هغه وخت کښې مالِک خُدائ يرمياه نبى ته پېغام ورکړو
7او وې فرمائيل چې، ”صدقياه د يهوداه بادشاه چا چې تۀ رالېږلے يې چې زما نه تپوس وکړى هغۀ ته ووايه، د مِصر فوجيان کوم چې په دې تکل راروان وُو چې ستاسو مدد وکړى هغوئ به زر خپل مُلک مِصر ته واپس لاړ شى.
8نو څپرکیليان به واپس راوګرځى او په دې ښار باندې به حمله وکړى، هغوئ به دا ښار قبضه کړى او اور به ورته واچوى.
9مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، خپل ځان ته دا دوکه مۀ ورکوئ چې ګنې د څپرکیليانو فوج ستاسو نه لاړو او بيا به نۀ راځى، ځکه چې هغوئ به بيا واپس راځى.
10تر دې چې کۀ تاسو د څپرکیليانو ټولو لښکرو ته په جنګ کښې شکست هم ورکړئ او د هغوئ په خېمو کښې صرف هغه زخميان سړى وُو چې د جنګ نه ژوندى پاتې شوى وُو، نو هغوئ به راپاڅى او دا ښار به ټول وسوزوى.“
11کله چې د څپرکیليانو فوجيان د مِصريانو د فوجيانو د رارسېدو په وجه د يروشلم د محاصرې نه راواپس او په شا شُو،
12نو يرمياه د دې دپاره د يروشلم د ښار نه د بنيامين قبائيلى علاقې ته په سفر روان شو ترڅو چې هلته کښې د خپلو خپلوانو نه زمکه کښې خپله برخه جائيداد جدا کړى.
13خو کله چې هغه د بنيامين دروازې ته ورسېدو، نو هلته د چوکيدارانو آفسر د اِرياه په نوم چې د شلمياه زوئ او د حننياه نمسے وو هغه ونيولو. او ورته يې ووئيل، ”تۀ بګوړه شوے يې او د څپرکیليانو سره ملګرے کېږې.“
14خو يرمياه ورته وفرمائيل چې، ”دا رښتيا نۀ دى. زۀ بګوړه نۀ يم او څپرکیليانو سره نه ملګرے کېږم.“ خو اِرياه هغۀ ته غوږ ونۀ نيولو، او يرمياه يې ونيولو او آفسرانو ته يې پېش کړو.
15هغوئ يرمياه ته سخت غصه شول او وې وهلو او د يونتن منشى په کور کښې يې بند کړو، د کوم نه چې هغوئ جيل جوړ کړے وو.
16يرمياه يې په يوه تاخانه کښې بند کړو او تر ډېره وخته پورې هلته په کښې وو.
17نو څۀ موده پس صدقياه بادشاه څوک ورولېږلو او يرمياه يې خپل محل ته راوغوښتلو، او هغۀ نه يې په راز کښې تپوس وکړو چې، ”د مالِک خُدائ د طرف نه څۀ پېغام شته څۀ؟“ يرمياه جواب ورکړو چې، ”آو، تۀ به د څپرکیل بادشاه ته په حواله کړے شې.“
18نو بيا يرمياه د صدقياه بادشاه ته وفرمائيل چې، ”ما ستا يا ستا د آفسرانو او يا د دې خلقو خلاف څۀ داسې بد کړى دى چې د هغې په وجه تاسو زۀ په دې قېد کښې اچولے يم؟
19ستاسو په هغه نبيانو باندې څۀ چل وشو چې تاسو ته به يې وئيل چې، د څپرکیل بادشاه به نۀ په تاسو او نۀ په دې مُلک باندې حمله وکړى؟
20نو اوس، بادشاه سلامته، زۀ تا ته سوال او مِنت کوم چې زما خبره واوره. ما د يونتن منشى کور ته واپس مۀ لېږه، ګنې زۀ به هلته مړ شم.“
21نو صدقياه بادشاه حُکم وکړو چې يرمياه د يونتن منشى کور ته مۀ استوئ بلکې د هغې په ځائ يې د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بند کړئ. او بيا بادشاه دا حکم هم وکړو چې هره ورځ ورته د تنور يوه روټۍ تر هغه وخته پورې ورکوئ ترڅو چې په ټول ښار کښې يوه روټۍ هم وى. نو يرمياه بيا د فوجيانو چاوڼۍ کښې بند کړے شو.