Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1سفطياه د متان زوئ، جدلياه د فشحور زوئ، يهوکل د شلمياه زوئ او فشحور د مُلکياه زوئ هغه څۀ واورېدل چې يرمياه ټولو خلقو ته وفرمائيل چې،
2”مالِک خُدائ فرمائى چې، هر څوک چې په دې ښار کښې ايسار شى نو هغوئ به په جنګ، قحط او د وبا په وجه مړۀ شى. خو هر څوک چې خپل ځان څپرکیليانو ته حواله کړى، نو هغوئ به ژوندى پاتې شى.
3مالِک خُدائ داسې هم فرمائى چې، دا ښار به په يقين سره د څپرکیل د بادشاه فوجيانو ته حواله کړے شى او هغوئ به يې قبضه کړى.“
4نو بيا آفسران بادشاه له ورغلل او ورته يې ووئيل چې، ”دا سړے دې خامخا قتل کړے شى، ځکه چې هغه په ښار کښې زمونږ خلق او په جنګ کښې بچ شوى فوجيان په خپلو دې خبرو باندې بېزړۀ کوى. هغه د خلقو ښېګړه نۀ لټوى بلکې په دې خبرو سره ورته نقصان ورکوى.“
5صدقياه بادشاه ورته په جواب کښې ووئيل چې، ”صحيح ده، هغه اوس ستاسو په لاس کښې دے. زۀ تاسو نۀ شم منع کولے.“
6نو بيا هغوئ يرمياه ونيولو او په پړو يې د قېدخانې په دربار کښې ډيګۍ ته ورکوز کړو کوم چې د مُلکياه شهزاده ملکيت وو. نو په هغه ډيګۍ کښې اوبۀ نۀ وې، خو لاندې په بېخ کښې ډيرې بوختې وې او يرمياه په هغې کښې ډوب شو.
7خو د ايتهوپيا خصى عبيدمَلِک د دربار يو اهم شخصيت د دې نه خبر شو چې هغوئ يرمياه په ډيګۍ کښې اچولے شوے دے. په دغه وخت کښې بادشاه د بنيامين په دروازه کښې ناست وو او عدالت يې شروع کړے وو.
8نو عبيدمَلِک هلته لاړو او بادشاه ته يې ووئيل چې،
9”بادشاه سلامت، دې سړو ډېر زيات بد کار وکړو په دې چې هغوئ يرمياه نبى د اوبو په ډيګۍ کښې واچولو. هغه به ډېر زر د لوږې نه مړ شى، ځکه چې په ښار کښې روټۍ ختمه شوه.“
10نو بادشاه عبيدمَلِک له حُکم ورکړو چې، ”د دې ځائ نه ځان سره دېرش سړى بوځه او يرمياه د مړ کېدو نه وړاندې د هغه ډيګۍ نه راوباسه.“
11نو عبيدمَلِک د ځان سره کسان واخستل او په شاهى محل کښې د خزانې نه لاندې کمرې ته لاړو او د خپل ځان سره يې څۀ زړې جامې چِرړې راواخستلې. او هغه يې يرمياه ته د پړى په ذريعه ډيګۍ ته ښکته کړې.
12عبيدمَلِک يرمياه ته آواز ورکړو او ورته يې ووئيل چې، ”دا زړې کپړې او جامې په خپلو ترخونو کښې کېږده چې د راختو په وخت کښې دې پړے زخمى نۀ کړى.“ يرمياه هم هغه شان وکړل،
13او هغوئ هغه د ډيګۍ نه په پړو راوويستلو. او بيا يرمياه د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بندى پاتې شو.
14يوه ورځ صدقياه بادشاه، يرمياه پسې کسان ورولېږل او هغه يې خپل ځان ته د مالِک خُدائ د کور درېمې دروازې ته راوستو. بادشاه ورته ووئيل چې، ”زۀ غواړم چې تا نه يو څو تپوسونه وکړم. نو د هيڅ قسمه حقيقت او رښتيا پټولو کوشش مۀ کوه.“
15يرمياه ورته وفرمائيل، ”کۀ چرې زۀ تاسو ته رښتيا ووايم، نو تاسو به ما مړ کړئ. او کۀ چرې زۀ تاسو ته نصيحت وکړم، نو تاسو به ما ته غوږ ونۀ نيسئ.“
16نو بيا صدقياه بادشاه د هغۀ سره په پټه وعده وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”زۀ په مالِک خُدائ درته قسم خورم څوک چې ژوندے دے، او څوک چې مونږ ته ژوند راکوى، نۀ به زۀ تا مړ کړم او نۀ به دې هغه کسانو ته حواله کړم څوک چې تا وژل غواړى.“
17نو په هغه وخت کښې بيا يرمياه صدقياه د يهوداه بادشاه ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، کۀ چرې تاسو خپل ځان د څپرکیل آفسرانو ته حواله کړئ، تاسو او ستاسو خاندان به ژوندى پاتې شئ، او دا ښار به د سوزېدو نه بچ شى.
18خو کۀ تاسو د خپل ځان د حواله کېدو نه اِنکار وکړئ، نو دا ښار به څپرکیليانو ته حواله کړے شى، او هغوئ به دا ښار د سر نه تر آخره پورې وسوزوى. او تاسو به ترې نۀ شئ تښتېدلے.“
19خو صدقياه بادشاه يرمياه ته ووئيل چې، ”زۀ د خپل مُلک د هغه خلقو نه يرېږم چا چې غدارى وکړه او څپرکیليانو له ورغلل، کېدے شى چې د څپرکیل فوجيان ما هغوئ ته حواله کړى او بيا به هغوئ ما سره بد سلوک وکړى.“
20يرمياه ورته وفرمائيل چې، ”هغوئ به تاسو چا ته نۀ حواله کوى کۀ چرې تۀ د مالِک خُدائ تابعدارى غوره کړې. هغه به ستا ژوند بچ کړى او تا ته به خير شى.
21خو کۀ چرې تاسو نۀ غواړئ چې خپل ځان هغوئ ته حواله کړئ نو بيا مالِک خُدائ ما ته دا موضوع په رويا کښې ښکاره کړې ده چې
22څومره ښځې چې په دې شاهى محل کښې ژوندۍ پاتې وى نو هغوئ به فوجيان د څپرکیليانو آفسرانو ته ستاسو نه بوځى. نو بيا به د تلو په وخت دا ښځې تاسو ته داسې پېغور درکوى او درته به وائى چې، ”ستاسو څومره ښۀ دوستان وُو، ټولو تاسو سره دوکه وکړه او بېلارې يې کړئ. او کله چې ستا پښه په دلدل کښې کېښودے شوه نو بيا يې تۀ خپل نصيب ته پرېښودلې.“
23ستاسو ټولې ښځې او ماشومان به څپرکیليانو ته بهر راوويستلے شى، او تۀ به هم د هغوئ د نيولو نه بچ نۀ شې. تاسو به د څپرکیل د بادشاه له خوا ګرفتار شئ، او دا ښار به وسوزيږى.“
24نو بيا صدقياه يرمياه ته ووئيل چې، ”چا ته داسې ونۀ وائې چې تا ما ته دا خبره وکړه، ګنې تۀ به مړ شې.
25کۀ آفسرانو ته زما او ستا د ملاقات پته ولګى او راشى او ستا نه تپوس وکړى چې تاسو يو بل ته څۀ ووئيل نو مونږ ته سمه خبره وکړه او دروغ مۀ وايه ګنې مړ به دې کړُو،
26نو بيا هغوئ ته ووايه چې ما بادشاه ته مِنت او زارى وکړه چې بيا مې د يونتن د کور تاخانې ته مۀ لېږه ګنې زۀ به هلته مړ شم.“
27هم هغه شان وشول، لږ وخت تېر شوے نۀ وو چې د بادشاه ټول آفسران راغلل او د يرمياه نه يې تپوسونه شروع کړل چې بادشاه د څۀ دپاره راغوښتے وې. خو يرمياه د بادشاه په هداياتو عمل وکړو. خو د بادشاه او د يرمياه په مينځ کښې شوې خبرې هيچا هم نۀ وې اورېدلې.
28نو بيا يرمياه د دې نه وروستو د يروشلم د شکست پورې د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بندى پاتې شو.