Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1د صدقياه د بادشاهۍ د نهم کال په لسمه مياشت د څپرکیل نبوکدنضر بادشاه د خپل ټول لښکر سره راغلو او د يروشلم نه يې ګېره واچوله.
2د صدقياه د بادشاهۍ په يوولسم کال د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ هغوئ د ښار دېوالونه مات کړل او ښار ته ورننوتل.
3د يروشلم د نيولو نه وروستو، د څپرکیل د بادشاه ټول فوجى آفسران د ښار د مينځنۍ دروازې سره خپله ډېره واچوله چې په هغوئ کښې نرګلشراضر د سمګر، او نيبوسرسکيم سر لښکر، او نرګلشراضر د بادشاه مشاور، او نور ټول آفسران شامل وُو.
4کله چې صدقياه بادشاه او د هغۀ ټولو فوجيانو چې دا هر څۀ وليدل چې څپرکیليان ښار ته راننوتل، نو هغوئ وتښتېدل. هغوئ شپه په شپه ښار پرېښودو او د شاهى باغ شا ته د دوه دېوالونو تر مينځه د دروازې د لارې نه بهر ووتل او د اُردن خوا ته روان شول.
5خو د څپرکیليانو لښکر ورپسې وو او د يريحو سره نزدې يې په هوار مېدان صدقياه ونيولو. هغوئ هغه د څپرکیل نبوکدنضر بادشاه له بوتلو، څوک چې په رِبله کښې د حمات په علاقه کښې وو. هلته د څپرکیل بادشاه په صدقياه د سزا فېصله واوروله.
6هغۀ په رِبله کښې د صدقياه په وړاندې د صدقياه زامن او د يهوداه ټول مشران حلال کړل.
7بيا هغوئ د صدقياه سترګې راوويستلې او هغه يې د پيتلو په زنځيرونو وتړلو او څپرکیل ته يې بندى بوتلو.
8په دې دوران کښې څپرکیليانو يروشلم، شاهى محل او د خلقو کورونه وسوزول او د ښار دېوالونه يې وران کړل.
9بيا نبوزردان، د فوجيانو کمانډر هغه کسان چې ژوندى پاتې شوى وُو او کوم کسان چې بګوړه شوى وُو هغوئ يې څپرکیل ته بنديوان بوتلل.
10خو نبوزردان لږ څۀ غريبانان خلق په يهوداه کښې پرېښودل چا چې زمکه نۀ لرله، او هغۀ هغوئ ته پټى او د انګورو باغونه په حواله کړل چې د هغې خيال ساتى.
11خو نبوکدنضر بادشاه فوجى آفسر نبوزردان ته دا حکم وکړو چې،
12”لاړ شئ او يرمياه پېدا کړئ او د هغۀ ښۀ خيال وساتئ. هغۀ له تکليف مۀ ورکوئ او هغه چې څۀ غواړى هغه ورله وکړئ.“
13نو نبوزردان فوجى کمانډر، نبوشازبان مشر آفسر، نرګلشراضر د بادشاه مشاور، او د څپرکیل بادشاه نورو ټولو آفسرانو
14حکم وکړو چې يرمياه د فوجيانو چاوڼۍ نه رابهر کړئ. هغوئ هغه جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى ته وسپارلو، چا چې هغه خپل کور ته واپس بوتلو. نو بيا هغه په يهوداه کښې د خپلو خلقو سره پاتې شو.
15په کوم وخت کښې چې يرمياه په فوجى چاوڼۍ کښې بند وو، نو د مالِک خُدائ کلام په هغۀ نازل شو چې،
16”لاړ شئ او د ايتهوپيا عبيدمَلِک ته ووايئ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به د دې ښار سره هر هغه څۀ وکړم لکه څنګه چې ما هغوئ ته دهمکى ورکړې ده. زۀ به پ�� هغوئ باندې افتونه نازل کړم، نه چې آبادى. تۀ به د هغوئ تباهى وګورې،
17خو په هغه ورځ به زۀ تا بچ کړم او تۀ به هغه چا ته حواله نۀ کړے شې د چا نه چې ستا په زړۀ کښې يره ده.
18ځکه چې تا په ما باور وکړو، زۀ به ستا ژوند تا ته درکړم. زۀ به تا بچ کړم او محفوظ به دې وساتم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“