Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته پس د هغې نه ورکړے شو کله چې د فوج کمانډر نبوزردان هغه په راما کښې آزاد کړو. نو هغۀ يرمياه هم د يروشلم او يهوداه په هغه کسانو کښې په زنځيرونو تړلے وموندلو څوک چې څپرکیل ته جلاوطن کېدلو.
2د فوج کمانډر يرمياه ته آواز وکړو او ورته يې ووئيل چې، ”مالِک خُدائ ستا مقدس رب دا تباهى په دې مُلک نازله کړې ده.
3لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو هغه شان يې وکړل. ځکه چې دې خلقو د مالِک خُدائ خلاف ګناه وکړه او د هغۀ نافرمانى يې وکړه.
4خو زۀ اوس ستا د لاسونو نه زنځيرونه اخوا کوم او تا آزادوم. کۀ تۀ ما سره څپرکیل ته تلل غواړې، نو راځه چې ځُو. زۀ به ګورم چې ستا پوره خيال وساتلے شى. او کۀ تۀ ما سره هلته تلل نۀ غواړې، نو دلته ايسار شه. ټول مُلک ستا د وړاندې دے. چرته چې تۀ تلل غواړې نو هلته په آزاده توګه لاړ شه.
5کۀ چرې تا دا فېصله کړې وى چې دلته پاتې شې، نو بيا جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى ته واپس لاړ شه. هغه د څپرکیل بادشاه له طرفه د يهوداه حکمران مقرر شوے دے. د هغه خلقو سره پاتې شه په چا چې هغه حکومت کوى. خو دا ستا خوښه ده، چرته دې چې زړۀ غواړى هلته لاړ شه.“ نو بيا نبوزردان يرمياه ته څۀ خوراک او پېسې ورکړې او هغۀ ته يې ووئيل چې لاړ شه.
6نو بيا يرمياه جدلياه د اخيقام زوئ له په مصفاه کښې واپس لاړو، او هغه په يهوداه کښې د هغه خلقو سره اوسېدلو کوم چې په هغه مُلک کښې پاتې شوى وُو.
7د يهوداه څۀ فوجى آفسران چې په کلى والو علاقو کښې پټ شوى وُو، هغوئ دا واورېدل چې په يهوداه کښې جدلياه د اخيقام زوئ په غريبانانو خلقو باندې د څپرکیل بادشاه حکمران مقرر کړے دے. په هغوئ کښې نارينه، زنانه، او ماشومان شامل دى څوک چې څپرکیل ته جلاوطن کړے شوى نۀ وُو او په يهوداه کښې پاتې وُو.
8په هغوئ کښې دا آفسران شامل دى، اِسمٰعيل د نتنياه زوئ، يوحانان او يونتن د قريح زامن، شراياه د تنحومت زوئ، د عيفاى نطوفاتى زامن، يزنياه د معکاتى زوئ او د هغوئ فوجيان. هغوئ د جدلياه د ليدو دپاره مصفاه ته لاړل.
9جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى هغوئ سره په قسم خوړلو وعده وکړه چې، ”د خپل ځان په حواله کېدو څپرکیليانو نه مۀ يرېږئ. د هغوئ د خِدمت کولو نه مۀ يرېږئ. په دې مُلک کښې اوسېږئ، او د څپرکیل د بادشاه خِدمت کوئ او هر څۀ به ستاسو دپاره د خير وى.
10زۀ به په خپله په مصفاه کښې اوسېږم او کله چې د څپرکیليانو وفد دلته راشى نو زۀ به ستاسو د طرف نه نمائنده يم. خو په دې وخت کښې تاسو انګور، او د ګرمۍ مېوې، او د زيتُونو تېل په چاټو کښې جمع کړئ، او په کومو ښارونو مو چې قبضه کړې ده په هغوئ کښې اوسېږئ.“
11په دې دوران کښې چې کوم د يهوديانو خلق چې موآب، عمون، ادوم او نورو مُلکونو ته مسافر شوى وُو نو هغوئ ټول په دې خبر شول چې د څپرکیل بادشاه د يهوداه پاتې شوى خلقو له په يهوداه کښې د اوسېدو اجازت ورکړے دے او جدلياه يې د هغوئ حکمران جوړ کړے دے،
12نو بيا هغوئ ټول د يهوداه مُلک ته واپس راغلل، په مصفاه کښې جدلياه ته، د هغه ټولو مُلکونو نه کوم ته چې هغوئ خوارۀ شوى وُو. او هغوئ د اوړى ډيرې مېوې او انګور راټول کړل.
13د هغې نه پس، د قريح زوئ يوحانان او هغه فوجى آفسران څوک چې په کلى والو علاقو کښې وُو، په مصفاه کښې جدلياه له راغلل،
14هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”تا ته دا پته شته چې بعليس د عمون بادشاه اِسمٰعيل د نتنياه زوئ ستا د قتلولو دپاره رالېږلے دے؟“ خو جدلياه په دې خبره باندې يقين ونۀ کړلو.
15نو د قريح زوئ يوحانان هغۀ ته پټ غوندې ووئيل، ”ما پرېږده چې د نتنياه زوئ اِسمٰعيل ووژنم او هيچا ته به د دې پته ونۀ لګى. ولې مونږ هغۀ ته اجازت ورکړُو چې هغه راشى او تا ووژنى؟ د يهوداه د هغه خلقو به څۀ حال وى څوک چې واپس خپل مُلک ته راغلل او ستا په مشرۍ کښې راټول شول؟ نو بيا ولې دې مونږ د يهوداه دا لږ کسان کوم چې ژوندى يُو خوارۀ وارۀ او ورک شُو؟“
16خو جدلياه يوحانان ته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ تا په سختۍ سره منع کوم دا کار مۀ کوه. تۀ چې د اِسمٰعيل په حقله څۀ وائې نو هغه رښتيا نۀ دى.“