Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1هم د هغه کال په اوومه مياشت، اِسمٰعيل د نتنياه زوئ او د اليسمع نمسے چې د شاهى خاندان يو کس وو، او د اوچتې عُهدې آفسر وو، هغه د لسو سړو سره مصفاه ته د جدلياه سره مِلاوېدو له لاړو. کله چې هغوئ په شريکه روټۍ خوړله،
2نو ناګهانه د نتنياه زوئ اِسمٰعيل او د هغۀ لسو کسانو ټوپ کړو او خپلې تُورې يې راوويستلې او جدلياه يې قتل کړو، څوک چې د څپرکیل بادشاه په يهوداه کښې ګورنر مقرر کړے وو.
3اِسمٰعيل هم هغه ټول يهوديان ووژل څوک چې په مصفاه کښې د جدلياه سره وُو، او هغه څپرکیليان فوجيان هم چې هلته وُو.
4د جدلياه د قتلېدو نه يوه ورځ وروستو چې لا څوک هم د هغۀ په مرګ باندې خبر نۀ وُو،
5اتيا کسان د شِکم، سيلا او سامريه نه د خُدائ کور ته راغلل چې عبادت وکړى. هغوئ خپلې ږيرې د غم په وجه خرئيلې وې، او د غم په وجه يې خپلې جامې هم شلولې وې او خپل ځانونه يې هم زخمى کړى وُو. او خپل ځان سره يې غله دانه او خوشبو مالِک خُدائ ته د نذرانې پېش کولو په توګه راوړې وې.
6نو اِسمٰعيل د اوښکو نه په ډکو سترګو سره د مصفاه نه بهر ووتو او د هغه کسانو سره د ملاقات دپاره لاړو. کله چې هغه هغوئ ته ورسېدلو نو ورته يې ووئيل چې، ”راشئ، وګورئ چې د جدلياه د اخيقام زوئ سره څۀ شوى دى.“
7خو چې څنګه هغوئ ښار ته ورننوتل، نو فوراً اِسمٰعيل او د هغۀ ملګرو ټول ووژل او د هغوئ لاشونه يې په يوه ډيګۍ کښې وروغورزول.
8خو په هغه ډله کښې لس کسان وُو چې هغوئ اِسمٰعيل سره دا خبره وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ چرې تۀ مونږ ونۀ وژنې نو کوم غنم، اوربشې، او د زيتون تېل او شات چې مونږ پټ ذخيره کړى دى هغه به تا له راوړُو.“ نو په دې خبره هغۀ هغوئ ژوندى پرېښودل.
9هغه د اوبو ډيګۍ چې اِسمٰعيل په کښې د هغه مړو لاشونه ورګزار کړل کوم چې هغۀ وژلى وُو هم هغه لويه ډيګۍ وه چې آسا بادشاه جوړه کړې وه چې کله هغۀ د مصفاه دفاع مضبوطه کړه چې خپل ځان د اِسرائيلو د بعشا بادشاه نه وساتى. اِسمٰعيل د نتنياه زوئ هغه د مړو نه ډکه کړه.
10بيا اِسمٰعيل د بادشاه لوڼه او هغه ټول کسان چې نبوزردان د فوج مشر په مصفاه کښې جدلياه ته پرېښى وُو هغوئ ټول يې ګېر کړل او ځان سره يې د عمون د علاقې په طرف روان کړل.
11خو کله چې يوحانان د قريح زوئ او نور د فوج مشران د اِسمٰعيل د جرم نه خبر شول،
12نو هغوئ خپل ټول سپاهيان راټول کړل او هغۀ پسې راووتل او په جبعون کښې د لوئ تالاب سره نزدې هغوئ هغه پېدا کړو.
13کله چې د اِسمٰعيل سره قېديانو يوحانان او ورسره نور فوجى مشران وليدل نو هغوئ ډېر خوشحاله شول.
14او د مصفاه نه ټول قېديان وتښتېدل او د يوحانان مدد يې شروع کړو.
15خو اِسمٰعيل سره د خپلو هغه اتو کسانو دوستانو د عمون مُلک ته وتښتېدلو.
16نو بيا يوحانان د قريح زوئ او نورو فوجى مشرانو، هغه ټول کسان د ځان سره روان کړل کوم چې هغوئ په جبعون کښې د اِسمٰعيل نه خلاص کړى وُو چې په هغوئ کښې سپاهيان، زنانه، ماشومان او د دربار خصيان شامل وُو، څوک چې د جدلياه د قتلولو نه وروستو اِسمٰعيل ګرفتار کړى وُو.
17هغوئ مِصر ته د تللو وخت کښې د کِمهام سرائى چې بيتلحم سره نزدې وو هلته ايسار شُو.
18نو د دې يرې نه چې کۀ څپرکیليان په دې موضوع خبر شى چې اِسمٰعيل جدلياه قتل کړے دے، هغه څوک چې د څپرکیل بادشاه د يهوداه ګورنر مقررولو، نو هغوئ به بيا څۀ کوى.