Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1نو بيا د فوج ټول جنګى مشران، يوحانان د قريح زوئ او يزنياه د هوسعياه زوئ، او د وړو نه تر لويو پورې ټول خلق
2يرمياه نبى ته راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ ستا مِنت کوُو چې زمونږ دپاره د مالِک خُدائ ستا مقدس خُدائ نه دُعا وغواړه، کوم چې پاتې شوى کسان يُو. لکه څنګه چې تۀ وينې چې د مخکښې په مقابل کښې اوس مونږ ډېر لږ يُو.
3زمونږ دپاره دُعا وکړه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته لارښودنه وکړى چې څۀ وکړُو او چرته لاړ شُو.“
4يرمياه هغوئ ته په جواب کښې وفرمائيل چې، ”صحيح ده، زۀ به مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته هم هغه شان دُعا وکړم لکه څنګه چې تاسو ما ته خواست وکړو، او زۀ به هر هغه څۀ تاسو ته ووايم چې هغه څۀ ما ته وفرمائى. زۀ به ستاسو نه هيڅ څيز هم نۀ پټوم.“
5بيا هغوئ يرمياه ته ووئيل، ”نو بيا دې مالِک خُدائ په مونږ په دې خبره رښتينے او وفادار ګواه وى کۀ چرې مونږ ستا په هغه ټولو خبرو عمل ونۀ کړو کومې چې مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک زمونږ دپاره تا ته فرمائيلى دى چې تۀ يې مونږ ته بيان کړې.
6کۀ هغه کلام زمونږ خوښ شى او کۀ خوښ نۀ شى، مونږ به د مالِک خُدائ د کلام پيروى کوُو چا ته چې تۀ مونږ د خپل خواست دپاره لېږې. ځکه کۀ چرې مونږ د هغۀ د کلام پيروى وکړُو، نو هر څۀ به زمونږ دپاره د خير وى.“
7لس ورځې وروستو د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو.
8نو بيا هغۀ يوحنان د قريح زوئ او نورو فوجى آفسرانو ته، او ټولو خلقو لويو او وړو ته آواز وکړو،
9هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو زۀ مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته د خپل درخواست سره ولېږلم، هغه داسې فرمائى چې،
10کۀ تاسو په دې مُلک کښې پاتې شئ، نو زۀ به تاسو بيا آباد کړم او نۀ به مو خرابوم، زۀ به تاسو وکرم او تاسو به د بېخ نه نۀ وباسم. زۀ ستاسو په هغه افت کوم چې ما په تاسو نازل کړے دے پښېمانه يم.
11مالِک خُدائ فرمائى چې، د څپرکیل بادشاه نه نور مۀ يرېږئ. ځکه چې زۀ تاسو سره يم او د هغۀ نه به مو بچ کړم او د هغۀ د لاس نه به خلاصون درکړم.
12زۀ به په تاسو دا رحم وکړم چې هغه به درباندې مهربانه کړم، نو بيا به هغه تاسو ته په خپل مُلک کښې د پاتې کېدو اجازت درکړى.
13خو کۀ چرې تاسو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې پېغام نه اِنکار وکړئ، او کۀ چرې تاسو ووايئ چې، نه، مونږ به دلته نۀ پاتې کيږُو،
14خو د دې په ځائ به مِصر ته لاړ شُو، چرته چې به مونږ د جنګونو، د جنګ د بيګل آوازونو او قحط نه آزاد شُو،
15نو بيا تاسو د مالِک خُدائ پېغام د يهوداه پاتې خلقو ته واوروئ. مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، کۀ چرې تاسو دا ضرور غوره کړئ چې مِصر ته لاړ شئ او هلته پاتې شئ
16د کوم جنګ او قحط نه چې تاسو يرېږئ نو هم هغه به تاسو راګېر کړى، او تاسو به هلته مړۀ شئ.
17نو په حقيقت کښې چې څوک هم په تلو کلک ولاړ وى او هلته د اوسېدو اراده لرى نو هغه به په جنګ، قحط او په وبا مړ شى. په تاسو کښې به يو کس هم د هغه افت نه ونۀ تښتى کوم چې زۀ په تاسو باندې هلته راولم.
18مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لکه څنګه چې زما قهر او غضب د يروشلم په خلقو نازل شوے وو، نو کۀ تاسو مِصر ته لاړئ نو زما غضب به په تاسو هم نازل شى. نو ستاسو نوم به د تل دپاره د لعنت، يرې او مسخرې په توګه اخستلے کيږى او خپل مُلک به دوباره ونۀ وينئ.
19اے د يهوداه ژوندى پاتې شوى خلقو، مالِک خُدائ تاسو ته فرمائيلى دى چې مِصر ته مۀ ځئ. زۀ چې دا خبردارے نن تاسو ته درکوم دا مۀ هېروئ.
20ځکه تاسو چې کله زۀ مالِک خُدائ ته د خواست کولو دپاره ولېږلم نو تاسو غټه غلطى وکړه، ځکه چې تاسو ووئيل، د څۀ چې مالِک خُدائ مونږ ته حکم کړے دے هغه مونږ ته ووايه، مونږ به په هغې باندې پوره عمل کوُو.
21خو ما تاسو ته نن د هغۀ حکم واورولو، خو تاسو تر اوسه پورې د مالِک خُدائ د هغه پېغام پيروى نۀ کوئ د کوم دپاره چې تاسو زۀ استولے وم.
22نو اوس په دې خبره باندې يقين ساتئ چې، تاسو چې کوم ځائ ته تلل او اوسېدل غواړئ نو تاسو به هلته په جنګ، قحط او وبا مړۀ شئ.“