Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1کله چې يرمياه د مالِک خُدائ د دوئ د خُدائ پاک هغه پېغام بيانول ټولو خلقو ته ختم کړو کوم يې چې دوئ ته رالېږلے وو،
2نو عزرياه د هوسعياه زوئ او يوحانان د قريح زوئ او نورو ټولو کبرژنو خلقو يرمياه ته ووئيل چې، ”تۀ دروغ وائې، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ کله هم مِصر ته د تلو نه منع کړى نۀ يُو.
3تۀ باروک د نيرياه زوئ په دې رضا کړے يې چې داسې خبرې کوه، ځکه هغه غواړى چې مونږ دلته پاتې شُو او د څپرکیليانو د لاسه مړۀ شُو او يا څپرکیل ته جلاوطن کړے شُو.“
4نو بيا د قريح زوئ يوحانان او نورو فوجى مشرانو او نورو ټولو خلقو د مالِک خُدائ د حکم نه اِنکار وکړو چې په يهوداه کښې پاتې شى.
5يوحنان او نورو مشرانو ځان سره ټول خلق بوتلل څوک چې د نزدې مُلکونو نه راواپس شوى وُو کوم ځائ ته چې دوئ خوارۀ شوى وُو.
6او په هغوئ کښې نارينه، زنانه، ماشومان، د بادشاه لوڼه، او ټول هغه خلق شامل وُو چې نبوزردان د محافظانو آفسر جدلياه ته سپارلى وُو. په دوئ کښې يرمياه پېغمبر او باروک هم شامل وُو.
7خلقو د مالِک خُدائ د حکم نه اِنکار وکړو او د مِصر تحفنحيس ښار ته ورسېدل.
8په تحفنحيس کښې مالِک خُدائ يرمياه ته بل پېغام ورکړو. هغۀ وفرمائيل چې،
9”کله چې د يهوداه خلق درته ګورى، نو دلته په تحفنحيس کښې يو څو غټ کاڼى راواخله او د فِرعون د محل په دروازه کښې يې د فرش لاندې ښخ کړه.
10نو بيا د يهوداه خلقو ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې زۀ به په يقين سره خپل خِدمتګار نبوکدنضر د څپرکیل بادشاه دلته مِصر ته راولم. زۀ به د هغۀ تخت په دې کاڼو دپاسه جوړ کړم کوم چې يرمياه دلته ښخ کړل. هغه به په دې کاڼو خپل شاهى تمبو وغوړوى.
11او کله چې هغه راشى، نو هغه به د مِصر مُلک تباه کړى. هغه څوک به مړ کړى د چا دپاره چې د مرګ سزا مقرر شوې وى، د قېد سزا به هغۀ ته ورکړى چا ته چې د قېد سزا مقرر شوې وى، او څوک به په تُوره مړۀ کړى د چا دپاره چې په تُوره مړ کېدل مقرر شوى وى.
12هغه به د مِصر د معبودانو په مندرونو اور بل کړى، هغه به مندرونه وسوزوى او بُتان به قبضه کړى او د غنيمت په توګه به يې يوسى. هغه به د مِصر مال متاع داسې صفا کړى لکه څنګه چې يو شپون د خپلې چُوغې نه ورَږې صفا کوى. او بېنقصانه به هغه خپل مُلک ته واپس شى.
13هغه به د مِصر په بيتشمس مندر کښې مقدسې ستنې راوغورزوى کومې چې په هغې کښې ولاړې دى، او هغه به د مِصر د معبودانو مندرونه وسوزوى.“