Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1دا پېغام يرمياه ته د يهوداه د خلقو په حقله ورکړے شو څوک چې د مِصر په جنوبى ښارونو کښې لکه مجدال، تحفنحيس، ميمفِس او څوک چې په بره برخو کښې اوسېدل،
2”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، تاسو هغه تباهى په خپله وليده چې کومه ما په يروشلم او د يهوداه په نورو ټولو ښارونو باندې راوستله. او نن دا شاړ او تباه شوى پراتۀ دى،
3ځکه کوم بد کارونه چې هغوئ وکړل. هغوئ زما قهر په هغه خوشبو سوزولو او غېرو معبودانو ته په عبادت کولو راوچت کړو چې نۀ خو هغوئ او نۀ تاسو او نۀ د هغوئ پلار نيکۀ پېژندل.
4ما بار بار تاسو ته خپل خِدمتګاران پېغمبران درولېږل، هغوئ تاسو ته مِنت وکړو چې دا حرامکارى مۀ کوئ د کوم نه چې زۀ نفرت کوم.
5خو هغوئ د نبيانو خبرو ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې توجو ورکړه، او هغوئ د خپلو هغه بد عملونو نه راونۀ ګرځېدل او نۀ يې غېر معبودانو ته خوشبو سوزول بند کړل.
6نو په دې وجه ما خپل سخت قهر د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو لکه د اور په شان نازل کړو، او هغه يې تر نن ورځ پورې تباه او په خرابه بدل کړل.
7نو اوس مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ تاسو نه تپوس کوم چې، تاسو ولې خپل ځانونه تباه کوئ؟ په تاسو کښې به نۀ نارينه، نۀ زنانه، نۀ ماشومان او نۀ تې خوړونکى هيڅوک هم ژوندى پاتې نۀ شى څوک چې دلته د يهوداه نه راغلى يئ.
8تاسو په مِصر کښې نورو معبودانو او بُتانو ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کولو سره ما ولې غصه کوئ؟ تاسو به په دې کار کولو سره صرف خپل ځان تباه کړئ او د دُنيا د نورو خلقو د لعنت، خندا او مسخرو به وګرځوئ.
9ولې تاسو د خپل پلار نيکۀ ګناهونه، د يهوداه د بادشاهانو او د مَلِکو ګناهونه، او هغه ګناهونه چې تاسو او ستاسو ښځو په يهوداه او يروشلم کښې کړى دى هېر کړل؟
10خو تر ننه پورې نۀ تاسو په خپل ځان کښې خاکسارى راوستې ده او نۀ مو په خپلو بدو کارونو پښېمانى ښکاره کړې ده. په تاسو کښې هيچا، نۀ زما د شريعت په مطابق او نۀ زما د اصُولو په مطابق ژوند کړے دے کوم چې ما ستاسو نه وړاندې ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړى وُو.
11نو په دې وجه، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ما په خپله دا کلکه اراده وکړه چې ټوله يهوداه تباه او هلاکه کړم.
12زۀ به د يهوداه هغه ژوندى پاتې شوى خلق راواخلم هغه څوک چا چې په مِصر کښې په پناه اخستو او اوسېدو زور راوړے وو. زۀ به هغوئ تباه کړم. هغوئ ټول لوئ او واړۀ به په مِصر کښې په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ او تباه کړم. او هغوئ به نورو خلقو ته د تهمت، وحشت، لعنت او حقارت مثال وګرځيږى.
13زۀ به هغوئ ته په مِصر کښې سزا ورکړم لکه څنګه چې مې ورته په يروشلم کښې په جنګ، قحط او وبا سزا ورکړې وه.
14د يهوداه څومره خلق چې دلته مِصر ته پناه اخستو دپاره راغلى دى هغه ټول به دلته هلاک شى. څوک به هم يهوداه ته واپس لاړ نۀ شى. تر دې چې هغوئ به د دوباره هلته د تلو او آبادېدو ډېر خواهش هم کوى. خو په هغوئ کښې به صرف يو څو کسان واپس شى.“
15د سړو او ښځو يوه لويه ډله چې په هغوئ کښې ځينې کسان په دې موضوع خبر وُو چې د هغوئ ښځو بُتانو ته خوشبويۍ سوزولې او ورسره هغوئ هم څوک چې په شمالى او جنوبى مِصر کښې اوسېدل يرمياه ته يې ووئيل چې،
16”کومه خبره چې تا مونږ ته د مالِک خُدائ په نوم وکړه هغې ته به مونږ غوږ نۀ نيسو.
17مونږ به ضرور په خپلو هغه ټولو خبرو عمل کوُو د کومې خبرې چې مونږه منښته کړې ده، مونږ به آسمانې مَلِکې ته خوشبو سوزوُو او هغې ته به د انګورو د شيرې نذرانې پېش کوُو. مونږ به هغه کارونه کوُو لکه څنګه چې به زمونږ پلار نيکۀ، بادشاهانو، سرکارى کسانو د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې کول. مونږ سره په هغه وخت کښې خوراک ډېر تېر وو او زندګى مو ښۀ وه او مونږ ته هيڅ قسمه تکليف او مصيبت نۀ وو.
18خو چې د کوم وخت نه مونږ آسمانې مَلِکې ته د خوشبو سوزول او د څښلو نذرانې پېش کولو رسم بند کړے دے نو مونږ سره هيڅ هم نۀ وُو او په جنګ او قحط باندې مړۀ کېدلوُ.“
19نو ښځو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل چې، ”ولې ستاسو دا خيال دے چې ګنې زمونږ خاوندانو ته دا پته نشته چې مونږ آسمانې مَلِکې ته خوشبوئى وسوزوله، د څښلو نذرانه او هغه روټۍ چې پرې مو د هغې شکل جوړ کړے وو پېش کړه؟ نه، بلکل داسې نۀ ده.“
20نو بيا يرمياه هغه ټولو سړو او ښځو ته وفرمائيل چا چې يو شان جواب ورکړے وو،
21”ولې ستاسو هم دا خيال دے چې ګنې مالِک خُدائ ته دا پته نشته څۀ چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ، ستاسو بادشاهانو او سرکارى کسانو، او ټولو خلقو بُتانو ته د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې خوشبوئى سوزولې ده؟
22دا ځکه وشُو چې، نور مالِک خُدائ ستاسو د شرارت نه ډک او حرام کارونه نۀ شو برداشت کولے، نو د دې په وجه ستاسو زمکه د لعنت مثال وګرځېده، او په صحرا او کنډرو بدله شوه چې تر ننه پورې هيڅ څوک په کښې نۀ اوسيږى.
23دا مصيبتونه ځکه په تاسو باندې راغلل چې تاسو بُتانو ته خوشبو وسوزوله او د مالِک خُدائ خلاف مو ګناه وکړه. تاسو د هغۀ د حکمونو منلو نه اِنکار وکړو او نۀ مو د هغۀ په لارښودنو، اصُولو او شريعت باندې عمل وکړو.“
24نو بيا يرمياه ټولو ناريناؤ او زناناؤ ته وفرمائيل چې، ”اے د يهوداه خلقو تاسو څوک چې په مِصر کښې اوسېږئ د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسئ.
25مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، تاسو او ستاسو ښځو ووئيل چې، مونږ به ضرور خپلې وعدې پوره کوُو او آسمانې مَلِکې ته به د خوشبو سوزولو او د څښلو نذرانې پېش کوُو. نو تاسو چې څۀ کول نو هغه وکړئ او خپله وعده او منښته هغې ته پوره کړئ.
26خو اوس تاسو ټول د مالِک خُدائ دې پېغام ته غوږ ونيسئ، تاسو د يهوداه ټولو خلقو څوک چې اوس په مِصر کښې اوسېږئ، زۀ په ژوندى مالِک قادر مطلق خُدائ قسم خورم، مالِک خُدائ فرمائى چې، زما نوم به نور هيڅکله په مِصر کښې د يو يهودى په خولۀ وانۀ خستلے شى. په تاسو کښې به يو هم زما نوم د دُعا او د قسم خوړلو دپاره استعمال نۀ کړى، هغه دا چې، په يقين سره مالِک قادر مطلق خُدائ ژوندے دے.
27زۀ به په تاسو ضرور افتونه نازل کړم، نه چې آبادى. د يهوداه هر يو کس څوک چې اوس په مِصر کښې اوسيږى ټول به جنګ او يا په قحط کښې مړۀ شى ترڅو چې يو هم ژوندے پاتې نۀ شى.
28صرف يو څو کسان به د مرګ نه وتښتى او د مِصر نه به يهوداه ته واپس شى. نو بيا ټول هغه کسان چې مِصر ته راغلى دى نو هغوئ ته به دا پته ولګى چې د چا خبره رښتيا ده، زما او کۀ د هغوئ.
29مالِک خُدائ فرمائى چې، دا به تاسو دپاره نښه وى چې زۀ په دې ځائ کښې تاسو ته سزا درکړم، نو تاسو به په دې پوهه شئ چې ما ستاسو خلاف صرف خبرې نۀ دى کړې بلکې ضرور به سزا هم درکوم.
30مالِک خُدائ فرمائى چې، لکه څنګه چې ما د يهوداه بادشاه صدقياه د څپرکیل بادشاه نبوکدنضر ته حواله کړو، دغه شان به زۀ د فِرعون حفرع د مِصر بادشاه هم د هغۀ دشمنانو ته حواله کړم څوک چې د دۀ مرګ پسې ګرځى.“