Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
5 verses
1يرمياه نبى باروک د نيرياه زوئ ته د يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال چې د يهوداه بادشاه وو پېغام ورکړو د دې نه وروستو کله چې باروک په طومار کښې هغه څۀ وليکل کوم چې ورته يرمياه فرمائيلى وُو.
2”اے باروکه، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې تاسو ته فرمائى چې،
3تا ووئيل چې افسوس دې په ما وى. زۀ د غمونو او تکليفونو د لاندې شوے يم. ولې زما دا دردونه کافى نۀ وُو څۀ؟ مالِک خُدائ زما په غمونو کښې اضافه وکړه. زۀ د اسويلو نه ستړے ستومانه شوے يم او هيڅ قسم آرام راته نۀ ملاويږى.
4باروکه، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به دا قوم تباه کړم کوم چې ما آباد کړے دے. او څۀ چې ما کَرلى دى هغه به د بېخ نه راوباسم.
5ولې تۀ د خپل ځان دپاره د دې نه نور هم زيات د خاص سلوک اُميد کوې څۀ؟ داسې مۀ کوه. زۀ به لوئ افت په دې خلقو نازل کړم. خو تۀ چرته هم ځې نو زۀ به تا ته ستا ژوندون درکړم. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“